جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپر کابل هوایي برید عام افغانان او فعالان په غوصه کړي او...

پر کابل هوایي برید عام افغانان او فعالان په غوصه کړي او د غچ اخیستو غوښتنه کوي

تاند (جمعه د تلې ـ میزان ۱۸مه) د افغانستان پر زړه د پاکستان د تېرې شپې هوایي بریدونو عام افغانان خواشیني او په غوصه کړې او ټول د غچ اخیستو غوښتنه کوي.

دلته یوازې څو غبرګونونه را اخلو!

هیله نجیب: د افغانستان د پخواني ولسمشر نجیب‌الله لور هیله نجیب د پاکستاني الوتکو له لورې په پلازمېنه کابل کې د نن ماښام بریدونو ته په غبرګون ویلې: ” افغانستان پر داسې یو هېواد بدل شوي چې نه خپلواکي لري او نه ملي حاکمیت”.

د کابل پوهنتون پخواني استاد اسماعیل یون ویلي: “له پاکستان نه د خلاصون یوازینۍ لاره دا ده چې هلته د جهاد اعلان وشي او د شریعت د نافذېدو لپاره باید انګریزي قانون ختم شي. هغه داسې مهال پر فېسبوک پاڼه دغه څرګندونې کړې، چې تېره شپه ناپېژانده الوتکو پر کابل بمبار کړی.”

عطاء الله خوګیاڼي په خپله فېسبوک پانه لیکلي: ” هېر مې نه یې کابله، پوره ۲۴ کاله وړاندې هم یو امارت، کابله نن هم ستا په سپیڅلې خاوره هماغه امارت واکمن دی، نن ډیره څه شته، خو بیا هم د تاریخ لومړۍ توره کړنه ستا په وجود تکراریږي، پنجاب دې په زړه، زړه ولي. قربان کابله!اوښکې دې وچې کړه، ټپونه دې ملحم کړه، په خاوره دې واکمن ته ور یاد کړه، که پاکستان اټوم لري، خو هغه څه نلري، چې ته یې لرې، هغه ستا ملت دی، چې د پاکستان پر وړاندې درسره دریدلی.قسم ورته وکړه، چې خویندې، میندې او ماشومان هم درسره سنګر ته درومي او غواړي، خپل تاریخ نن رښتیني کړي، نن د پنجاب پر وړاندې د تاریخ جوړونې ورځ ده.

طالب پلوی جانان خدرخیل لیکلي: “یوه خبره درته کوم چې وطن کې د هر بد غږ سر او بېخ ناپاکستان ته وځي. زما دا یوه خبره درسره نوټ کړئ چې اسراییل د کوپارو پاکستان دی او پاکستان د مسلمانانو اسراییل. د نړۍ پر مخ بدترینه مخلوک او ناوړه نقطه…تعلیم فرض ځکه دی چې د داسې غږونو نوعیت پېژندل کېږي، دفاع او ځواب پې ورکېدلای شي.مخسد موږ باید پوه شو چې واک یوازې په ځمکه نه بلکې په فضا هم مهم دی.
او نن سبا چې پر فضا کنټرول و نه لرې، په پرمختللې نړۍ کې ٩٥ فیصده شاته پاتې یې او په هیڅ سترګه نه درته کتل کېږي.”

3 COMMENTS

  1. د ا ا امارت عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی دتوجه لپاره:
    السلام علیکم!
    ښاغلی مشره: افغانستان په ټوله دنیا کی هغه لمړنی ملک دی چه په سلو کی ۹۹،۵ فیصده مسلمانان پکښی ژوند کوی. کله چه انګریزان زمونږ د خاوری څخه ووتل او بیا د پنجابستان ( پاکستان) په نوم یو ناچله ملک د جناح په نوم یو انګریز ډوله سړی ته په لاس ورغی، دغه انګریز پیدایشی سړی زمونږ سره دوکه وکړه، او زمونږ ورونه او خاوره یی په زور او جبر سره په پنجابستان( پاکستان) کی یرغمله کړه.
    اوس دغه انګریزی پنجابستان د یوی خوا زمونږ د یر غمل شوو ورونو نسل کشی شروع کړیده او دبلی خوا زمونږ په افغانستان کی چه هر حکومت راشی هغوی ته د منلو نه دی. او زمونږ نسل کشی ته یی په پټه او ښکاره تر ټولو سخته ملا تړلی ده.
    او د هر ملک دهشت ګر او تروریستان په تیره بیا داعیش یی په شیطانی حرکاتو په خپله غیږ کی زمونږ د له مینځه وړلو لپاره نیولی، او هره ورځ زمونږ د لس هاوو افغانانو وینه په لر او بر افغانستان کی تویږی او دوی پنجابستان تری خوند اخلی.
    نو په دغه اساس تاسو عالیقدر مشر ته افغانان په طمع دی، چه ستاسو له خوا مونږ ته اعلان وشی چه خپله خاوره او خپل ورونه تری واپس خپل کړو.

    نن زمونږ لپاره یو ډیر طلایی او نظامی چانس دی چه خپله خاوره تری واپس واخلو. ځکه مونږ د جګړی د تکتیکونو ښه تجربه لرو، ښه د سره تیر ځوانان لرو، ښه جرأت لرو، او بیا د دغه داعیشی ملک په مقابل کی زمونږ د هر ځوان وینه سل ځله جوش اخلی او شاتګ مو په جذبه او ایمان کی نشته، د لر او بر د ټولی جغرافی سره ښه بلد یاستو، د ګوریلایی او مخامخ جګړی ښه توان، تکتیکونه او ښه اسلحه لرو، او همداسی د جګړی د پرمخ بیولو په سلهاوو تجربی لرو.
    بلی داعیشی پنجابستان کله کله مونږ ته دا هم وای چه تاسو زمونږ جګړه نه ده لیدلی، تاسو د انګریز، شوروی او امریکا سره جګړه کړیده، دغه ملکونه زمونږ څخه کمزوری دی.
    نو د پنجاب دغه خبره به هم عملا په جګړه کی وګورو، چه د دوی د جنګ څخه هم تجربه لاسته راوړو لکه د بنګالیانو سره چه یی کړی وه، او د ۷۰ زره فوجیانو وردیانی یی تاریخ جوړ کړه.
    دا سمه ده چه داعیشی پنجاب یو څو جنګی الوتکی او راکیټونه لری، خو تعداد یی داسی نه دی چه د یوی میاشتی جګړه وکړای شی. د دوی راکیټونه د ګوتو پهٔ شمار دی. او هیڅکله پیاده اشتشهادی جګړی ته تاب نشی راوړلای، د دوی فوجیان مونږ ته معلوم دی، دا دوی دی چه وای مونږ داسی فوجیان لرو.
    د دغه ټولو پورته اشارو او معلوماتو په بنسټ افغانان د علی قدر مشر څخه خواست کوی، چه بسم الله کړه او مونږ ته اعلان وکړه چه د دغه نړیوالی سرطانی او داعیشی دانی او ناسور څخه هم افغانان او هم نور نړیوال خلاص کړو.
    که نه نو الله ج مه کړه افغانستان به یو څو کاله وروسته بیا داسی خودجوشه د ۴۰ کلن جګړی عادت لرونکی ځوانان بیا ونه لری، او هم به د لر او بر په جغرافیه بلد او اشنا خلک ونه لری. نن هغه وخت دی چه ټول افغانان په جمع یا سل فیصده افغانان دغه شیطانی او داعیشی کاذب ملک ته په هغه اندزه په قهر دی، چه مقایسه او میثال یی په اوسنی نړی کی زه پرتله کولای نشم.

    لنډه دا چه بیا به په راتلونکی نسل کی د قهر او خودجوشی جذبات ساړه او راتلونکی نسلونه به مو بیا راته ازار او ښیراوی کوی.
    ښاغلی مشره ښه فکر په وکړه، وخت لکه سره زر دی.

    ورونو دغه زما خواست تر مشر ملا صاحب ضرور ورسوی، په تیره بیا شاغلو لوړ پولو طالیبانو ته وایم، که دغه زما خواست مو ونه رسولو نو غاړه مو په ورځ د قیامت بنده او د راتلونکی نسل ازار او ښیراوی دیی درپسی وی.

    کیدایشی ځینی ورونه زما د دغه خواست سره جوړ نه وی، نو زه دغه ورونو ته وایم، چه د حل لاره تاسو وښایاست، ایا دغه داعیشی پنجابی کاذب حکومت په افغانستان کی تر اوسه کوم حکومت منلی؟ اوس خبره تر دیی راورسیده چه زما د پلازمونی او پایتخت په سر راته په هوا کی ګرځی. هیله ده چه فکر وکړو، مونږ او تاسو بله هیڅ چاره نه لرو.
    والسلام
    لر او بر یو افغانستان
    مرګ د بی ننګي نه ښه دی.
    د ماضی ټولی خپلمنځی خبری هیری کړی.
    یو افغان یو افغانستان

  2. سیاست په اصل کی کِرکیټ غوندی یوه پلیده لوبه ده ( د کِرکِټ توپ هم ظاهراً یو ښکلی او سپک او بې آزاره څیز ښکاری خو چی د یو چا پر کَله اصابت وکړی نو د چهار شنبې او پنجشنبې د تشخیص توان ترې سلب شی ).
    عرض می دا دی چی پر کابل او نورو سیمو باندی د پاکستان حملی اولاً د پاکستان د بادارانو په اجازه او اِشاره تر سره کیږی او ثانیاً هدف ئی ممکن دا وی چی د طالب د مستبد رژیم څخه د عام وولس د مدنی حقوقو د غوښتنو د پروسی اصالت او ماهیت ته صدمه ورسوی ( عام وولس خپلی اصلی غوښتنی هیری کړی او پر کابل باندی اوښکی توی کړی څو طالب د کاذب مظلومیت د ونی تر شا یو څو ورځی پټ او د عام وولس اذهان همداسی مخدور وساتل شی.

  3. السلام علیکم و رحمت اله و برکاته،
    د پورته وروڼو د لیکنو په تایید، دپوکسټین کونو کې مرچک هر وخت کوخک چینجي پاروي. دوی په غندلو نه قراریږي تر څو د احمد خان بابا د پښتوهنخوا د غرو سرونو زمریان یی چاره ونکړی!!
    اصل کخک د افغان-هند د اړیکو بیا پیلیدل دي. د چابهار بندر ېې همدی لپاره وتړهء.۴۵ کم. ازغن تار؟
    کاشکې دافغان ورور او نورو د وطن او هیواد په دردونو غمجنو افغانانو خبری او غږونه ، دا د قدرت په ګدۍ ناست صمُُ بکمُُ عمی ُُ ته ورسی او تعقل؛ تبهر، تدبیر او بلمقابل عمل وکړي.
    پنجابي؛پاریسی؛فارسی ، تاجوکوستانی او لڼډغردایشي جنایتکاران نضار ټل د پښتون -افغان دشمنین دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب