جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونههند له ۴ کلونو وروسته په کابل کې خپل سفارت بیا پرانیزي

هند له ۴ کلونو وروسته په کابل کې خپل سفارت بیا پرانیزي

تاند (جمعه د تلې/ میزان ۱۸ مه) د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامنیام جې شنکر د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې هند به په کابل کې خپل سفارت‌ بیا پرانیزي، هغه سفارت چې څلور کاله مخکې تړل شوی و. دا یو مهم پرمختګ بلل کېږي، ځکه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې هېواد سره د هند د دیپلوماتیکو اړیکو پراختیا ښيي.

هند په ۲۰۲۱ کال کې، وروسته له هغه چې طالبان د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته واک ته ورسېدل، خپل سفارت‌ بند کړ. خو یو کال وروسته یې په کابل کې یو کوچنی دیپلوماتیک دفتر پرانست چې د سوداګرۍ، درملنې او بشري مرستو د همغږۍ لپاره کار کړي.

اوس مهال شاوخوا یوولس هېوادونه — لکه چین، روسیه، ایران، پاکستان او ترکیه — په کابل کې فعال سفارت‌ لري، خو روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسميت پېژندلی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر په نوي دیلي کې د طالبانو له باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې اعلان وکړ چې په کابل کې به د هند تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړ کړي.

هند د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته، خپل دیپلوماتان وایستل او وروسته یې یو تخنیکي ټیم کابل ته واستاوه.

جې شنکر پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، :« خوشاله دی چې په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړوي.

د طالبانو د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي پرون هند ته په پنځه ورځني سفر لاړ.

دا له کله چې طالبان بیا واک ته رسیدلي، هند ته د دوی د یوه جګپوړي چارواکي لومړنی سفر دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب