جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهد ط- الب مشرانو پر سفرونو د‌ بندیزونو د بیرته لګول کیدو...

د ط- الب مشرانو پر سفرونو د‌ بندیزونو د بیرته لګول کیدو احتمال زيات شوی

تاند( يکشنبه ، د اسد ۹ مه) تر هغې وروسته، چې يو شمېر امريکايي سناتورانو د بشري حقونو د پراخ نقض له کبله د طالب مشرانو پر سفرونو د‌ بندیزونو د بيا وضع کیدو غوښتنه کړې، د دغو بندیزونو د بیا حاکمیدو احتمال زیات شوی.

امریکايي سناتورانو څو ورځې مخکې په یوه لیک کې ټینګار وکړ، چې د طالبانو له بيا واکمنيدو سره دوی یو ځل بیا د بشري حقونو، په خاص ډول د ښځو د حقونو پراخ نقض ته مخه کړې ده.

د امریکايي سناتورانو دا غوښتنه اوس د بېلابېلو لوریو له هرکلي سره مخامخ شوې ده.

د افغانستان د پرزول شوي نظام د بشري حقونو خپلواک کمیسیون(چې لا هم د فعاليتونو د دوام خبر ورکوي)، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د نمایندګۍ دفتر، د ملي مقاومت جبهې او ځينو نورو لوريو د امریکايي سناتورانو د يادې غوښتنې هرکلی کړی دی.

مخکې د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې هم د طالبانو د مشرانو پر سفرونو د‌ بندیزونو تر څنګ د نورو جدي قیوداتو غوښتنه کړې او ویلي وو، چې طالبان د سختو مجازاتو مستحق دي.

طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د ملګرو ملتونو د نړیوالو بندیزونو کمېټې څو مياشتې مخکې د طالبانو د يو شمېر مشرانو پر بهرنيو سفرونو بندیزونه د دوو نورو میاشتو لپاره معاف کړل، خو پر دوو تعلیمي او تحصیلي چارواکو ېې بندیزونه ولګول.

اوس څارونکي باور لري، چې د نړیوالو او افغانانو له ډېرو غوښتنو سره د مخالفت له امله به پر طالب مشرانو د سفرونو بندیزونه بیرته تمدید شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب