د ثور دویمه،
له هوایي بلاکونو سړک ته راووتم او خپله ورکه پسې مخ په بي بي مهرو روان شوم. زما ورکه په هېڅ شي او هېڅ څېره کې نه موندل کېده. دریېم مکروریان سره بېرته په کیڼ لاس راتاو شوم. د هوایي ډګر په لور غځېدلو څلورو سړکونو څخه تېر او بېرته مخ په هوایي ډګر روان شوم.
هله هله…خپلې سیمې ته را ورسېدم، چې کړپ شو بیا مې په ټرافیک سترګې ولګېدې! «اخ، ټرافیک خو موټر وهلی وه، شهید شوی وه دا څنګه بیا را پیدا شو؟؟؟»
خو دا بل څوک وه. یو هزاره نخشی ځوانکی ضابط ټرافیک د پروني پر ځای خپل بدن سړک کې صلیب کاوه او د شپږو اوو کلونو مکتبیان یې له دغو آدمخورو سړکونو تېرول!!
اصلي کیسه داسې ده: زه کور ته په رسېدلو سره، د تلویزیوني خبرونو په غم اوړم.
اوس نو ته له یوه ستړي ذهن، د قهرجنو چلندونو، بې مینې لیدو کتو له سودايي حالت او خاطرو سره راشه تلویزیون ته کښېنه او شمېره، چې نن د جنګ اتلانو څومره سرونه له تنو غوڅ کړي او څومره سرونه به وي، چې سبا به یې د جګړې دغه انساني عقل جوړ کړي خدایګوټي، پرې کوي او داسې به نور کلي، ښاریې، کوڅې او سیمې به هم د غم او ویر په توپان کې ورانوي او ډوبوي.
طلوع تلویزیون کې لا ډرامه روانه وه. کورودانې راته کړل:
«ها د سړک د غاړې ترافیک ضابط نه وه!
«ها مکتبۍ چې له سړکه تېروي!»
«هغه موټر وواههههه…له یوه سړکه یې بل ته راګوزار کړ او هلته بل موټر ورباندې تېر شو!!!»
خیال په خپلو وزرو واخیستم، او د زمان په ماشین کې یې مخ په څټ بوتلم. اوس زه د هوایي ډګر سړک له غاړې ولاړ یم. ترافیک ژوندی دی، زه یې ننداره کوم. هغه ماشوم مکتبیان راټول کړي. هغه دی اوس د سړک مینځ کې لکه د مسیح صلیب خلاص لاسونه ودرېږي. هغه د موټرو مخه نیسي. ماشومو ګلڅېرو ته وایي: «هلۍ تېرې شئ، هلئ هلئ…زه ودروم!»
دغه ناوکیانې، په تورو کمیسونو او پرتګو او سپینو د سر دسمالو کې پټې، نیم قدې نجونې، لکه پسرلنۍ زاڼې، لاسونه سره ځنځير کوي، له یوه سړکه تېرېږي.
د سړکونو ترمینځ د متر په بر ګلدان غځېدلی، د انسان په څېره دغه ښایسته زاڼې ګلدان کې ودرېږي او ضابط بیا له خپلې تنې په بل سړک، د ژوند ژغورلو صلیب جوړوي او د مکتبي زاڼو ځنځیر له بله سړکه هم اوړي…
خیال مې پرېښوده، بېرته د کور ودانې د خولې خبر ته غوږ شوم.
دې خبر، اشتها را بدله کړه او خبرونه مې پرېښوول؛ ما کې دغو تصویري اورونو نو ته ځای نه وه!
اوس خدای خبر د شهید ضابط جنازه به د کوم روغتون په یخچال کې پرته وي او که به ځمکې خپله توره خاورینه بړستن پرې را کش کړې وي! خو زه دلته هوايي ډګر ته نېږدې، د قلعه یي وکیل تمځای کې ولاړ یم. ځوانکی ترافیک ضابط قد او نیم قده ماشوم مکتبیان-چې ډېری یې ماشومې ګلڅېرې نجونې دي- د مینه ګر شپانه په ډول را ټولوي، بیا د سړک مینځ کې ودرېږي، موټر ودروي او ماشومانو ته وایي:«هله از این سرک تېر شوېن، در آن ګلدان ایستاد شوېن!»
ټرافیک، سره له دې چې د خپل هم مسلکه خدمتګار د مرګ او شهادت غم یې په زړه پروت دی؛ د لویشتو په قد ماشومې او ماشومان له یوه سړکه بل ته، له بله بل ته…داسې له څلورو واړو هغو سړکونو تېروي، چې د چا خبره موټر ورباندې لکه ګولۍ داسې تېرېږي.
دا ضابط به څو روپۍ معاش اخلي؟ ښایي نهه زره، لس زره، پنځلس او یا شپاړس زره!
دا سړک کله کله د نیل سیند قرباني غواړي. زما څوارلس کلن زوی مهدي، چې دولس کلن وه، له مکتبه کور ته روان وه، همداسې یوه موټر له یوه سړکه بل ته غوځار کړ، خو خدای وژغوره او ماسخوتن مهال، موټروالا په پلسترونو کې پوښلی کور ته را ورساوه. آنا یې داسې شوه.
په بې فکرۍ له دغو سړکونو تېر شوی وم. ساه مې را کښله، چې د پلیو په لار کې بیا کړپ شو.
کتل مې چې په چګسو روان کمځالی ځوان، د پلیو لارې په سېمټ کړیو ژړو مرمر ډبرو وښوېد. بل له ما دمخه شو او په پښو شل ځوان یې غېږ کې راپورته کړ. دا د باېسکېل سازې دوکان مخه وه، غولی غوړ وه او دپاسه ورباندې اوبه هم تلې وې.
کتل مې، چې دغه شل ورور او په غېږ کې د هغه راپورته کوونکي انسان جامې د کتو نه وې. خوارځواکي شل، په دردمنه موسکا سره د خپل ژغورونکي بدرګه وکړه، خو دا بل، چې ښایي د چا واده او کوژدې ته یې حمام کړی، په پاکو سپینو جامو او عطرونو کې راوتی وه، نور ددې نه وه، چې د هوټل یا دفتر چوکیدار د ننوتلو اجازه ورکړي.
ددې صحنو په لیدلو سره زما له ذهنه تدوین شوې پوهې وتښتېدلې، او دغه ټرافیک ضابط او دا بل محفل ته روان سپینو جامو والا وګړي، چې د ژوند فلسفه یې خدمت کول وه، زما لپاره په ژوندۍ فلسفه واوښتل.
ځان سره مې ژمنه وکړه: چې د هر انسان په لیدلو سره، د زړه په ژبه، خدای تعالی ته ووایم: «زه ددغه روح لپاره څه خدمت کولای شم؟».
نوټ: ټرافیکي پېښو زه هم ډېر داغلی یم. ورور مې کابلي په ټکسي وواهه، پلار هم همداسې، زوی کندهاري په شخصي کرولا او مور هم پېښور کې افغان پنجشیري مهاجر په سوزوکي ووهله، چې ساه یې بیا په جرنیلیه هسپتال کې له کالبوته آزاده شوه…
دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۳ د جون په ۱۲ مه خپره شوې وه.