شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهجلال اباد ښار کې د داعش ډلې د بندیانو او ټپیانو مسوول...

جلال اباد ښار کې د داعش ډلې د بندیانو او ټپیانو مسوول ونیول شو

تاند ( چهارشنبه، د ثور ۲۲ مه)  د ننګرهار امنیتي چارواکي دې ولایت کې د داعش ډلې د یو تن مهم غړي ( د بندیانو او ټپیانو مسوول) د نیول کېدو خبر ورکوي.

د ملي امنیت له ۰۲ قطعې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت، مرکز جلال اباد ښار ۹ مې ناحيې اړوند اسحاق کلا سیمه کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي دي.

خبرپاڼه وایي، د دغو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې مهم غړی (د بندیانو او ټپیانو مسوول) ولي رحمان ژوندی نیول شوی دی.

خبرپاڼه دغه راز زیاتوي چې نیول شوي کس موده وړاندې د چپرهار ولسوالي په ګمبېل ساحه کې د ملي پولیسو پر پوسته ډلییز برید ترسره کړی و چې په ترڅ کې یې ۸ تنه سرتېري شهیدان شوي وو.

تر دې دوه ورځې وړاندې هم په جلال اباد ښار کې ملي امنیت ځواکونو د وسله والو طالبانو یو پاکستانی غړی چې ځانمرګي بريد ته چمتو شوی و نیولی و.

د ننګرهار رسنیو دفتر تېره دوشنبه د ثور په ۲۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې دغه کس حسن الرحمن نومېږي او د ملي امنیت ځواکونو له خوا د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې په مربوطاتو کې نیول شوی.

دا په داسې حال کې ده چې وسلوالو طالبانو د کوچني اختر په مناسبت د درې ورځني اوربند اعلان کړی او خپلو جنګیالیو ته یې خبر ورکړی چې په دغو ورځو کې دې څوک نه وژني، خو ورياده کړې یې ده چې نه دې د حکومت تر واک لاندې سيمو ته ورځي او نه دې څوک پرېږدي چې د دوی سيمو ته ورشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب