جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeروغتیااستعمال شوي غوړي بیا مه کاروئ

استعمال شوي غوړي بیا مه کاروئ

ډاکټر سيد مصلح الدين قادري

تاسې به اکثره ليدلي وي چې د هوټلونو او رسټورانونو په کړايانو (دېګونو) کې چې کوم خوراکي توکي سره کېږي، په پاتې شويو غوړيو کې بله ورځ بیا خواړه پخېږي.

دغه چاره اکثره د کورونو په پخلنځيو کې زموږ ښځینه هم کوي. يعني پاتې شوي غوړي دوهم، درېم او څلورم ځل هم کاروي.

اوس په دې اړه په هسپانيا کې په یوې سروې کې څرګنده شوې چې په استعمال شویو غړیو کې زهرجن مرکبات شاملېدلى شي او په داسې غوړیو کې چې زهرجن مرکبات لړل شوي وي- خوراکي شيان، په خووړونکو کې د ماغي امراضو او ځينې وخت سرطان ناروغيو رامنځته کېدو امکان ډېر وي.

د باسک کنټري په نوم پوهنتون کې ترسره شويو تحقيقاتو په لومړي ځل غذاګانو کې خاص (aldehedies) مرکبات موندلي دي چې د دماغي عوارضو او سرطان سبب کېږي.

په فوټ کمېسټري مجله کې د دې سروې رپورټ ورکوونکې ليکوالې ماريا ډولو ريس ګلين ليکلي چې دا خبره مخکې معلومه وه چې کله د غوړيو پاکټ پرانستل شي؛ نو له هغې نه (aldehedies) راووځي چې فضا ککړوي، که چېرې دا د تنفس له لارې بدن ته داخل شي؛ نو د روغتيا لپاره خطرناک ثابېتېدى شي.

نوموړې زياتوي چې د دې لپاره دوى د سروې پرېکړه وکړه چې غوړي کله دوباره ګرم (تاوده) شي ايا په هغې کې هم (aldehedies) موجود وي کنه.

نوموړې ويلي د څېړنو په پايله کې معلومه شوه چې په هغو غوړيو کې هم (aldehedies) موجود وي.

دا مرکبات تراوسه په ((بايو ميډيکل)) سروې ګانو کې ليدل شوي وو، چې له هغو څخه مختلف قسمه سرطانونه او د دماغي سلولونو تباه کوونکې ناروغۍ لکه: الزائمر او پارکنسن رامنځته کېدلى شي.

په غوړیو کې زهرجن (aldehedies) هغه وخت جوړېږي کله چې په دې کې د فيټي اسيډ اندازه کمه شي، که څه هم یو څه یې د سره کولو پرمهال الوزي (بخار کوي) بيا هم له سره کولو وروسته څه پاتې کېږي، دا وجه ده چې په پخو شويو خوراکونو کې زهرجن (aldehedies) ښکاره کېږي.

دا مرکبات له پروټينونو، هارمونونو، او انزائم سره د يو ځاى کېدو په مهال غبرګون ښکاره کوي.

د دې تحقيق په لو کې د درې قسمه غوړو ګرمولو تجربه شوې ده، زيتونو تېل، لمرګلي او السي دانو تېل شامل وو، چې د ١٩٠ درجو سانتي ګراد تاوده شوي وو.

د زیتون او لمرګلي تېل هره ورځ د اته ساعتو د حساب له مخې تر څلور ساعتو پورې تاوده کړى شوه. او د السي تېل شل ساعته پرانستي وو. که څه هم السي تېل په لوېدیځ کې د پخلي لپاره ډېر نه کارول کېږي؛ ليکن انتخاب يې د دې لپاره شوى و چې په دې کې د اوميګا درې فيسټي اسيډ اندازه زياته وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب