Homeخبرونهننګرهار کې ماین چاودنې ۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

ننګرهار کې ماین چاودنې ۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند ( چهارشنبه، د ثور ۲۲مه)  د ننګرهار ولایت شېرزادو ولسوالۍ توتو سیمه کې د ملکي وګړو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې.

د دې ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند فریدخان تاند وېب پاڼې ته وویل، چاودنه نن سهار شپږ بجې شوې، چې په کې دوه ملکیان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

نوموړی وایي، ټپيان یې روغتون ته لېږدولي او وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

خو بل لورته بیا ځايي سرچینې وایي، چې په دې پېښه کې ۴ ملکیان ټپيان او ۲ وژل شوي دي.

د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...