جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکایي ځواکونو د مورهد نظامي کمپ هم افغان ځواکونو ته تسلیم کړ

امریکایي ځواکونو د مورهد نظامي کمپ هم افغان ځواکونو ته تسلیم کړ

تاند ( چهارشنبه، د ثور ۲۲مه) امریکایي ځواکونو د مورهد په نوم خپل یو بل نظامي کمپ هم افغان پوځ ته سپارلې ده.

د راپورونو له مخې دا کمپ د کابل په ریشخور سیمه کې پروت وو.

دغه کمپ په ۱۳۸۶ کال کې د امریکایي ځواکونو له لوري جوړ شوی و او په هغه کې تر ډېره افغان کومانډویان روزل کېدل.

سرچینې وایي، چې یاد کمپ تېره ورځ افغان ځواکونو ته سپارل شوی دی.

د یادونې ده، چې بهرنیو ځواکونو تر دې وړاندې په هلمند او کندهار کې هم خپل ځینې نظامي کمپونه افغان پوځ ته تسلیم کړي دي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې امریکایي رسنیو د امریکا دمرکزي قومندانۍ له قوله لیکلي، چې له افغانستان څخه د عسکرو د ویستلو بهیر یې ۱۲ سلنه بشپړ کړی دی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېر کال د دوحې د تړون له مخې ټول امریکایي ځواکونو باید د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه وتلي وای، خو د امریکا د ولسمشر جو بایډن د اعلان له مخې له دې هېواده د ځواکونو د وتلو بهیر به د روان کال د سېپټمبر تر یوولسمې پورې بشپړ شي.

طالبانو په ځنډ د نړیوالو ځواکونو د وتلو پر وړاندې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د ناوړه پایلو مسوولیت به یې د مسولینو پر غاړه وي.

طالبانو چې په دې وروستیو کې یې تاوتریخوالي ته زور ورکړی، د یکشنبې په ورځ د کوچني اختر په مناسب د درې ورځو لپاره اوربند اعلان کړ.

افغان ولسمشر اشرف غني هم د دې اعلان هرکلی وکړ او افغان ځواکونو ته یې امر وکړ، چې د دغه اوربند درناوی وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب