جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورسینماد سلمان خان نوي فلم رادهی تر نندارې وړاندې ۴۰ کروړه نرخ...

د سلمان خان نوي فلم رادهی تر نندارې وړاندې ۴۰ کروړه نرخ کم کړ

تاند ( چهارشنبه، د ثور ۲۲ مه ) هندي رسنۍ وایي، د بالیووډ سینما د مخکښ اداکار سلمان خان نوي فلم رادهی چې تمه ده د راتلوونکي کوچني اختر په لومړۍ ورځ به په سینماګانو نندارې ته وړاندې شي ۴۰ کروړه خپل نرخ کم کړی دی.

دغه فلم (رادهی: یور موسټ وانټیډ بهايي) چې مخکې زي شرکت د خپلې وېبپاڼې لپاره په ۲۳۰ کروړه هندي روپۍ اخیسته، اوس يې ناڅاپي دا بیه ۱۹۰ کروړه هندي روپيو ته راکوزه کړې ده.

د باليووډ هنګامه ویبسایټ په دې اړه په یو راپور کې ویلي، مخکې چې د سلمان خان او زي ترمنځ کوم قرارداد شوی و، په هغې کې د دې فلم په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې کېدل نه و شامل.

راپور زیاتوي، چې د سلمان خان دا فلم په هند کې ښايي په شاوخوا ۱۰۰۰ سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شي.

راپور کاږي چې د همدې له امله اوس زي هم د فلم د اخیستلو بیه له ۲۳۰ څخه بیا ۱۹۰ کروړه ته راکوزه کړې ده.

دا فلم به د کوچني اختر په ورځ د سینماګانو ترمنځ د زي په ویبسایټ کې هم خپور شي او احتمال شته چې ډېر زیات لیدونکي ولري، ځکه د سلمان خان دې فلم ته ډېر خلک په تمه دي.

ویل کیږي چې د دې فلم له نندارې ته وړاندې کېدو وروسته به يې د ګټې یوه برخه سلمان خان او همدا راز زي شرکت هم یوه برخه په هندوستان کې د کورونا ځپلو خلکو سره مرستې ته ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب