شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهستانکزی:د جګړې د دوام لپاره دلیل راوړل د ځان تېر اېستل دي

ستانکزی:د جګړې د دوام لپاره دلیل راوړل د ځان تېر اېستل دي

تاند ( چهارشنبه، د ثور ۲۲مه) د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي د اختر په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې طالبان تورن کړي، چې د پردیو لپاره د خپل هېواد په ویجاړولو بوخت دي.

ستانکزي ویلي، چې د پردیو په ګټه د خپل هېواد ویجاړول له ټولو اسلامي اصولو او ملي ګټو سره په ټکر کې عمل دی.

هغه زیاته کړې چې د روانې جګړې د اوږدولو لپاره د توجیه او دلیل راوړل یوازې د ځان تېر ایستل دي.

نوموړي یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې له جګړو لاس واخلي او د مذاکراتو مېز ته راوګرځي.

معصوم ستانکزي په افغانستان کې روانه جګړه پردۍ او د پردیو د ګټو جګړه بللې ده.

طالبان وایي، له اختر وروسته د اوربند د غځولو پلان نه لري

نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې بل لورته د برېتانیا د پوځ لوی درستیز له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي،چې بهرني ځواکونه له افغانستان وځي او طالبانو ته په کار ده، چې له جګړو لاس په سر شي.

جنرال نیکلاس پاتریک کارتر وایي، چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د طالبانو جګړه هېڅ راز توجیه نه لري او د افغانانو پر وړاندې جګړه ده، نو باید پای ته ورسېږي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام ویلي، دا د افغان حکومت مسوولیت دی چې د خپلو خلکو ساتنه وکړي او په دې برخه کې د برېتانیا همکاري ورسره شته ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب