یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+په هند کې پښتنې قبيلې او پښتانه نوابان

په هند کې پښتنې قبيلې او پښتانه نوابان

وومه برخه

استادشهسوار سنګروال

په روايتي بڼه چې موږ د پښتنو قبيلو کومې شجرې سپړو نو خبره له بېټي، سر بڼي، غرغښتي، کرلاڼي او د بي بي متو له اولادې نه پيلوو.

که چېرې د همدې قومي جوړښتونو (خېلونه – زيونه) په رڼا کې، د هندوستان پښتانه په خېلونو او زيونو ووېشو، ښايي چې کوم قومونه اوس په افغانستان،  جنوبي، شمالي او مينځني پښتونخوا کې ودان دي، له دغو څخه ډېر قومونه هندوستان ته په بېلابېلو وختونو کې تللي دي…

د هند په بېلابېلو سيمو کې مېشت شوي دي، چې اوس هم يو شمېر کورنيو ته خپله شجره ياده ده، خوله بده مرغه چې پښتانه دي، خو په پښتو نه پوهېږي. پدغو کورنيو کې داسې کورنۍ هم شته چې هغه کورنۍ اوس د هند د تاريخ يوه برخه ده. چې موږ غوريان، سوريان، غلجيان، درانيان او په لسګونو نورې کورنۍ يادولی شو.

همدا راز موږ د هند او سيمې په تاريخ کې داسې پاچاهان هم پېژنو، چې نه يوازې پښتانه پرې وياړي، بلکې د هندمسلمان وګړي هم، د دوی کارنامې نشي هېرولی … موږ غوري شهاب الدين، شيخ حميد لودي، بهلول لودي، شېرشاه سوري، دراني احمد شاه په لسګونو سيمه ييز واکمن او نوابان د بېلګې په توګه د يادولو وړ دي.

دلته موږ د يو شمېر نوابانو، خانانو او سيمه ييزو واکمنو يادونه اړينه ګڼو،چې دپښتنو پاچايانو، دمغلي واکمنو په مهال د واک او ځواک څښتن وو.

که څه هم موږ په تېرو پاڼو کې د يو شمېر ملي کسانو، نوابانو او جنګياليو يادونه کړېده او د کومو په اړه چې موږ معلومات ترلاسه کړي دي د پاتې يو شمېر نوابانو يادونه هم د پام وړ ګڼو.

په روښاني پېر کې د روښانيانو د پلويانو او پيروانو ګڼ شمېر پښتانه چې چې د پښتنو له بېلابېلو پښو څخه وو ډېر شمېر يې اپرېدي، اورکزي، اور مړ، بنګښ او نور ول. د الله داد رشيد روښاني (۱۰۵۸ هـ ق مړ) تر مشرتابه لاندې په شمس اباد کې اباد شول. نوموړي چې يو شمېر کورنۍ دلته استوګنې کړې. هغه سيمه يې د رشيد اباد په نوم ياده کړه. خو روښاني پيروانو مرشد اباد باله.

د مخه مو وويل چې د پير روښان ټبر هم ووېشل شو او کوم شمېر چې مغلي دربار ته راغلل، په دغو کې يو هم الله داد خان وه. دی د جلال الدين روښاني زوی او د بايزيد لمسی کېده او ده ته د رشيد خان لقب ورکړ شوی وه.

د جلال الدين د واکمنۍ په مهال په «مالير» کې چې کوم افغانان له ډېرې پخوا نه مېشت وو، له ډېرو ځايي خلکو سره يې خېښۍ کړې وې .د مالير د ټولو استوګنو تر مينځ، که هغه د هر قوم او ټبر وګړي وو، ډېری ښې اړيکې د دوی تر مينځ موجودې وې.

په دغه لړ کې د يوې کونډې پښتنې مېرمنې دوه زامن يادوو، چې په ډېره ښه توګه يې روزلي وو. د يوه زوی نوم يې «بازيد» او د بل زوی نوم يې بهاول وو.

کله چې د دوی پلار مړ شو له پښتني دود سره سم اوه کلن بازيد خان ته يې د پلار لاوستنی يا پټکی ور په سر کړ او مور يې تر شا د هغه د ښې روزنې لپاره ځانګړی پام واړوه او د هغه مهال له دود سره سم يې هر اړخيزې زده کړې له بېلابېلو ښوونکو او کارپوهانو نه ترلاسه کړې .لکه غشي ويشتل، تورې وهل او اداري چارې د بېلګې په توګه يادولی شو.

کله چې جلال الدين اکبر (۱۶۰۵ ز) ومړ زوی يې په ډيلي کې په تخت کېناست او د همدې واکمن د واک په مهال بازيدخان په ۲۱ کلنۍ کې د مالير مشر وټاکل شو.

نوموړي کوښښ وکړ چې د سيمې وګړي په تېره پښتانه له خپل مينځي ناخوالو لاس په سر شي او په ګډه د مالير په ابادولو کې ونډه واخلي.

د جهانګير له مرګ نه وروسته زوی يې شاه جهان (خرم) په ۱۶۲۸ کال پاچا شو. د ده د واکمنۍ لپاره ډېرو پښتنو مشرانو تورې ووهلې، چې موږ په دغه لړ کې پاينده محمد مشهور په پاينده خان يادولی شو چې د پنجاب له سکانو سره يې خونړۍ جګړې وکړې او په پای کې د سکانو لخوا ووژل شو.

بازيد خان غوښتل چې د ځان او د خپلوانو لپاره يوه لويه کلا چې هغه وخت کې به هر مشر او نواب ځانته جوړوله جوړه کړي. نو په همدې هيله ډيلي ته لاړ چې له شاه جهان نه اجازه واخلي.

شاه جهان چې سخت ناروغه وه او د پاد شاهۍ د تخت په سر د «دارا شکوه» او اورنګ زېب تر مينځ اخ و ډب روان وو، په پای کې اورنګ زېب پدې بريالی شو، چې خپل پلار شاه جهان او خپله خور «جهان ارا» د اګرې په کلا کې نظر بند کړي اوبيايي خپل ورور دارا شکوه وواژه.

مغل پاچا اورنګ زېب به هر کال کشمير ته د ښکار او مېلې لپاره ته. يو وار بازيد خان هم ورسره مل شو، چې د اورنګ زېب استوګنځي ته يو وحشي زمری چې له شاوخوا ځنګله نه را وتی و راغی او بازيد خان په توره ووهه.

اورنګ زېب چې د ده مېړانه وليده نو بيا يې د کلا د جوړولو اجازه ورکړه.

بازيد خان په ۱۶۵۷ ز کال د مالير د نوي ښار ډبره کېښوده او د يوې لويې کلا د جوړولو په تکل يې د افغانانو او هندوانو يو شمېر مخور کسان را وغوښتل او په دوعايې هغه کلا ودانه کړه چې اوږدوالی يې درې ميله وه.

بازيد خان نه يوازې له افغانانو او مغلو سره ښې اړيکې لرلې بلکې له سکانو، راجپوتانو او د هند د نورو قومونو سره يې هم اړيکې دوستانه وې. د ده له مړينې وروسته نوابي بيا هم د ده په کورنۍ کې ژوندۍ پاتې شوه. ده پنځه زامن او دوه مېرمنې لرلې چې مشر زوی يې فېروز خان نومېده په ۱۶۵۹ ز کال نواب شو.

همدا راز له ده نه وروسته زوی يې شېرمحمد خان په ۱۶۷۲ ز کال د مالير نواب وټاکل شو.

د اورنګ زېب د واکمنۍ په مهال د هند په نيمه وچه کې ډېر بغاوتونه د ده په وړاندې پيدا شول چې موږ په دغه لړ کې د مرهټو پاڅون يادولی شو. چې د هغوی مقابلې ته يې نواب شېرمحمد خان ور ولېږه. نواب د مالير چارې خپل ورور خضر خان ته پرېښودې او خپله د يوه لښکر سره بهار ته وخوځېد.

پښتنو نوابانو نه يوازې د مغلو د واکمنۍ لپاره له مرهټيانو، سکانو او د هند مېشتو له نورو قومونو سره جګړې کړېدي بلکې له پښتنو نوابانو سره يې هم خپل مينځي نښتې کړې دي.

د ساري په توګه هغه مهال چې د روهيله پښتنو يو مشر چې علي محمد خان نومېده، د مغلو چارواکو په وړاندې پاڅون وکړ، بيا هم اورنګ زېب شېر محمد خان ور ولېږه.

له خونړۍ جګړې نه وروسته روهيله پښتنو ماته وخوړه او علي محمد خان يې لاس تړلی ډهلي ته راووست او اورنګ زېب بيا شېر محمد خان ته يوه توره او يو آس د انعام په توګه ورکړل او هم يې د شېر بهادر په وياړلي نوم ونوموه.

داسې بې شمېره بيلګې لرو چې له پارس نه نيولې تر هندوستانه پورې پښتنو په خپل مينځي جګړو کې بې شمېره افغانان يا د واک په سر وژلي دي او يا يې د نورو د واکمنۍ لپاره د ډېرو پښتنو جنګياليو وينې تويې کړې دي.

که موږ د نامتو، مېړني او د پښتو ژبې د ستر شاعر خوشال خان خټک کورنۍ د ساري په ډول ياده کړو، نو وبه ګورو چې دغه پښتني ټبر، د مغلي واکمنو لپاره څومره سرغندنې کړې دي او څومره پښتانه يې په خپل مينځي جګړو کې د مغلو چارواکو لپاره وژلي دي.

د خوشحال خان خټک نيکونه، د مغلو په چوپړ کې:

په تاريخ مرصع کې د خوشال خان خټک د ټبر په اړه افضل خان خټک د بياض له قوله کاږلي دي:

«د خان عليين مکان نقل دی چې په بياض کښ (کې) پخپل دستخط کښلي دی، چه اولس د خټک داخل د اولس د کرلاڼي دی. تر کرلان پورې څمونږ (زمونږ)تر اولاده پورې شل پېړۍ شي. افضل خان د اشرف خان، اشرف خان د خوشحال خان، خوشحال خان د شهباز خان، شهباز خان د يحی خان، يحی خان د دملک اکوړي، ملک اکوړی د دروېش محمد چې مشهور په چنجو دی، چنجو د تمن، تمن د حسن، حسن د شيخ علي، شيخ علي د عطا، عطا د بطي، بتي د انور، انور د برکويټ، برکويټ د تري، تري د تورمان، تورمان د لقمان، لقمان چې مشهور په خټک دی، لقمان د ککی، ککی د کرلاڼ، کرلاڼ زوی د هوني، هونی داخل په اولاد د سړبن دی چې له اولاده د شرخبون دی.»([1])

هغه مهال چې د سيمې نامتو او ځواکمن قوم يوسفزي او يو شمېر نورو پښتنو قومونو د مغلي ټولواکمن جلال الدين اکبر په وړاندې ودرېدل، نو د دوی په وړاندې ملک اکوړی ودرېد او د پښتنو خپل مينځي جګړه يې پيل کړه.

کله چې جلال الدين اکبر د اټک کلا جوړوله نوبيا يې ملک اکوړي ته، د ده د خدمتونو له بابته د اټک نه نيولې تر نوښاره پورې د دې ټولې سيمې جاګير ورکړ.

ملک اکوړي د هغه لارو څارنه هم پرغاړه واخسته، چې مغلي کاروانونه به پرې تلل او را تلل. ده نه يوازې له يوسفزو او بنګښو قومونو سره تربګني پاللـه، بلکې د خټکو خپل مينځي جګړو ته يې لمن وهلې ده. ملک اکوړي د مغل جلال الدين اکبر د واک لپاره بېلابېلو پښتنو مشرانو سره ډېرې جګړې وکړې، چې په پای کې د خټکو د يوې قبيلې له لاسه چې بولاق نومېده ووژل شو.

د اکوړي زوی يحيی خان او د هغه زوی عالم خان او ورسره يو شمېر جنګيالي د خټکو د يوې بلې قبيلې سره په جګړه کې ووژل شو. د يحيی خان بل زوی شهباز خان د خپلو جنګياليو په مټ د پلار او ورور د کسات اخستلو لپاره په خپلو پښتنو سيالانو بريد وکړ، ډېر کلي يې وسوزول او ډېر پښتانه يې ووژل.

مغلي واکمن د دې لپاره چې پښتانه په خپلو کې وجنګوي نو بيا يې د يوسفزيو ډېرې ځمکې د خټکو هغو قبيلو ته د جاګير په ډول ورکړې چې د دوی پلوي وو.

شهباز خان د دې لپاره چې مغلي واکمن شاه جهان يې له ځانه خوشاله کړی وي نو بيا يې په ۱۶۴۰ ز کال په يوسفزيو بريد وکړ او د يوسفزيو، ډېر کورونه يې لوټ کړل او له زرو ډېر څاروي يې ترې راوستل .خو نوموړی بيا په دغه جنګ کې زخمي هم شو، چې په پای کې له همدغه ټپ نه ومړ.

د شهباز خان له مړينې وروسته زوی خوشال خان د خټکو د قوم مشر وټاکل شو.

خوشال خان خټک هم د خپل پلار د کسات اخستلو لپاره ډېر جنګيالي را ټول کړل او په رڼا ورځ يې په اکاخېلو پښتنو بريد وکړ.

نه يوازې په دغه بريد کې پښتانه ځوانان، مشران، ښځې او ماشومان ووژل شول بلکې څاروي هم له مينځه لاړل.

د خوشال خان خټک زړه بيا هم يخ نشو او لايې په زړه کې د کسات اور بل و. نو ځکه خو شاه جهان ته ورغی او ورته وويل چې بايد د يوسفزيو جاګير ده ته ورکړل شي.

شاه جهان هم له خدايه همدغه ساعت غوښته او پدې هيله چې پښتانه په خپلو کې سره لا وجنګوي نو بيا يې د خوشال خان خټک وړانديز ومانه. له دغې پېښې وروسته بيا نو د خټکو او يوسفزو تر مينځ پرلپسې جګړو اور واخست او له دواړو لورو نه سلګونه جنګيالي ځوانان مړه شول. په خپلو وينو کې ولمبېدل. ان تر دې چې په دغو جګړو کې د، يوسفزو د قوم مشر باکو خان زامن او ملک جانم امازی هم ووژل شو. يو بل نامتو ملک پيرو کمالزی خټکو ته ژوندی په لاس ورغی.

د يادولو خبره خو دا ده لکه څرنګه چې بابر د پښتنو له ککريو نه منارونه جوړ کړي وو، دا رنګه د يوسفزيو او خټکو په جګړو کې هم اټک ته څېرمه د پښتنو له سرونو نه پښتنو جنګياليو منار جوړ کړ. د يوسفزيو مشر باکو خان دې ته اړ شو، چې مغلي واکمن شاه جهان دربار ته ځان ورسوي او د يوسفزيو جاګير بېرته ترلاسه کړي. دارا شکوه چې شاه جهان ته د اورنګ زېب په پرتله نږدې وه خپل پلار ته يې قناعت ورکړ چې له خوشال خان نه د يوسفزيو جاګير واخلي.

ولې کله چې اورنګ زېب واک ته ورسېد. د دې لپاره چې پښتانه بيا پخپل مينځي جګړو کې ښکېل کړي، د يوسفزيو له لاسه وتلی جاګير يې بېرته خوشال خان خټک ته ورکړ.

لاډېر وخت نه وو تېر چې اورنګ زېب ته يوه درباري عبدالرحيم په غوږ کې وروڅڅوله چې خټکو نه هغه امتيازات واخلي چې د اباسين نه د تېرېدو له بابته به دوی ته ماليه ورکړ کېده.

دا هغه ګټه وه چې د اکبر پاچا د واکمنۍ له مهال نه تر اورنګ زېب پورې د خټکو خانانو ته ورکول کېده.

خوشال خان نه يوازې په دغه فرمان سره د دغې سيمې ماليه له لاسه ورکړه، بلکې يو شمېر کسانو اورنګ زېب ته شکايت وکړ، چې له اټک نه پورې غاړې چې کوم کاروانونه لوټ کېږي، د دې لامل خوشال خان ختک دی.ترهغې چې دی جزا و نه ګوري او بندي نشي، د دې لارې امنيت ټينګېدلی نشي. اورنګ زېب په همدې پلمه خوشال خان لومړی پېښور، بيا ډيلي او ورپسې د ګواليار په کلا کې بندي کړ.

دغوزندانونود خوشحال خان په سیاسي ژوند کې ژور بدلون رامینځه کړاومخ یې مغلوچار واکو ته واړوه ،چې په خپله توره اواتلولۍیې سیمه ولړزوله اود اورنګزېب پروړاندې یوه ستر پا څون ته لاره اواره کړه ( نوربیا )

 


[1]  – په برټش کتابتون کې د خټک افضل خان د تاريخ مرصع قلمي نسخه ۵۹۹ مخ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب