شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبان وایي، له اختر وروسته د اوربند د غځولو پلان نه لري

طالبان وایي، له اختر وروسته د اوربند د غځولو پلان نه لري

تاند ( چهارشنبه، د ثور ۲۲ مه )  وسلوالو طالبانو ویلي چې له کوچني اختر وروسته دوی د اوربند د غځولو په موخه هېڅ کوم پلان نه لري او اوربند به یواځې همدا درې ورځې دوام وکړي.

د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د اختر لپاره اعلان شوی اوربند یوازې د عامو خلکو لپاره دی.

مجاهد زیاته کړې چې دوی اوس داسې پړاو ته نه دي رسېدلي چې اوربند دې وغځول شي.

د نوموړي په وینا، ((موږ لا هم جګړه کې یو، موږ جګړه نه غواړو، خو حکومت له اخلاصه خبرو کې برخه نه اخلي، خبرو پرمختګ نه دی کړی، ځکه موږ پر اوربند غځولو سلا نه یو.))

طالبان د اوربند د نه غځېدو خبره وروسته تر هغه کوي چې د عامو افغانانو ترڅنګ حکومت، نړیوالې ټولنې، او د ګڼو نورو هېوادونو استازو د طالبانو له لوري د کوچني اختر په مناسبت د اعلان شوي اوربند هر کلی وکړ او له دې ډلې یې وغوښتل څو موده یې وغځوي.

د دې ترڅنګ په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ ( یوناما) د امریکا متحدو ایالتو او همدا راز د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم له طالبانو د اعلان شوي اوربند د غځولو غوښتنه وکړه.

وسلوالو طالبانو دوه ورځې وړاندې د کوچني اختر په مناسبت د درې ورځني مشروط اوربند اعلان وکړ چې افغان ولسمشر غني هم افغان ځواکونو د اوربند د مراعت کولو امر وکړ.

که څه هم افغان لوړپوړو چارواکو د طالبانو له لوري د اوربند هر کلی وکړ؛ خو پر طالبانو یې غږ وکړ چې یوازې د اختر ورځو کې اوربند کفایت نه کوي، او طالبان دې دایمي اوربند ته غاړه کېږدي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ترڅنګ د ملي مصالحې عالي شورا هم پر طالبانو غږ کړی و چې باید دایمي اوربند وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې وسلوالو طالبانو دوه ورځې وړاندې د کوچني اختر په مناسبت د درې ورځني اوربند اعلان وکړ او خپلو جنګیالیو ته یې خبر ورکړ چې په دغو ورځو کې دې څوک نه وژني، خو زیاتوي چې نه دې دوی د حکومت تر واک لاندې سيمو ته ورځي او نه دې څوک پرېږدي چې د دوی سيمو ته ورشي.

3 COMMENTS

  1. د ټالب له منطق نه تاسو اوس راتلونکی دولتي او سیاسي نظام قیاس کړي چې د ګران افغانستان سرنوشت به د څومره بېرحمه او ظالمو قصابانو په واک کې ولوېږي .
    الله ج دې د افغانستان ولس له ټالبي حمارت نه وساتي او افغانان دې نور ويښ او سره متحد شي . پدې موجود ه نظام به زر واري شکر وکړو .
    آزموده را آزمودن خطاست .

  2. طالبان او هم د کابل تش په نامه حکومت د امریکا او انګلیس غلامان دی او طالبان ظاهرآ جهان ته افراطی معرفی کیږی اما تاکید کیږی چی طالبان اوس ملائیم شوی دی او د حکومتداری توان ئی پیداکړۍ دی او د اوسنی د کابل دیموکرات ملی حکومت ؟ سره د افغان ملت لپاره خدمت ته چمتو کیدای شی !
    په افغانستان کښی عجب د کاؤبائي امریکائی او د انګلیس شیطانی او غلامی سیاست روان دی اوکوشش کیږی چی دواړه استعمارګر جهان ته ښکاره کړی چی غیر له پنجابی پاکستان ، ایران ، پخوانی اتحادی شوروی او امریکا کښی روزل شوو د ملت خادمانو څخه بل څوک دا وحشی ځنګلی ملت نشی اداره کولای همدوی ته باید حکومتداری تضمین کړۍ شی او پنجابی پاکستان باید د مونږ ډاډ لپاره ددی حکومت کنترول ولری ! دا تش په نامه مرتجع منورین دی ډول مردود او پلیت حکومت روی کاریدو ته خپلی بابولانی شروع کړی دی نو دداسی شرائيطو لاندی به افغان ملت ته نه صلحه راتلۍ شی او نه به یو ملی حکومت رامینځ ته راشی ، د مجبوریت له کبله راتلوونکی وخت کښی افغان ملت مجبوریږی چی نور په منورینو ( اسلامی او دیموکراتی منورینو ) د حکومتداری اعتبار ختم کړی او دوی خپله حکومتداری په لاسو کښی ونیسی نو ای افغان صادقو منورینو بیداره شۍ ، سره متحد شۍ او په متحد اواز د افغان غیرتی ملت خوا ونیسۍ او پری نه ښودل شی چی د استعمارګرو پلیت پلانونه په افغانستان کښی عملی شکل ونیسی !!!!!

  3. موږ د دعوت او اصلاح لپاره ډیری طریقی او وسایل لرو ؛خو ایمان او فهم سلیم،حکم کوی چی طرفین هغه طریقی او وسایلو نه ګټه واخلی؛کوم چی منفی اړخونه یی کم او مثبت اثر یی قوی ،جذابیت او دینی بنیاد ولری
    د اسلام له نظر د (فأصلحوا بین اخویکم ) پر بنیاد ،دینی فهم او روغ کار غواړی؛یعنی سالم دینی فهم،سالمه طریقه د کار او لازمی اخلاق ضروری دی او ملی او اسلامی ګټو ته ترجیح د اسلام او افغان اهمه غوښتنه ده،حزبی،قومی،سمتی او نور جاهلی تعصبات د نفاق اور ته لمن وهی او د ملی او اسلامی ګټو سره شدیدا ټکر لری چی د تیرو څلویښت کلونو تجربه دا ثابته کړی چی د ګاوڼډیو د استخباراتو په لاس جوړشوی تنظیم او احزاب ،ملی او اسلامی ګټی نه پیژنی او مشروعیت نلری
    که موږ منحیث مسلمان د نزاع حل غواړو؛نو طرفینو ته پکار دی چی د نزاع د حل کار، مؤمن، کارفهم ، افغان ته وسپارو ،هغه افغان ته چی ملی او اسلامی ګټو ته ژمن وی ،که هغه زوړ وی که ځوان؛ خو ایمان،فهم،صداقت او سوابق یی پدی شاهدی ورکړی چی دا ظرفیت لری او ایمان ولری چی ددی اصلاحی خدمت په بدل کی الله جل جلاله تر هر چا ښه اجر ورکوونکی دی او د کوم بل محتاج بنده د اجر طمع ونلری او فقط بماأنزل الله حکم او فیصله وکړی ؛ ورنه ظلم ،فسق او کفر غلبی ته لاری خلاصیږی ؛ دغلط کار په نتیجه کی ؛ ځکه ماأنزل الله ترک شوی
    نو طرفینو ته پکار دی چی د جنګ او صلحی اساس له صدر اسلام نه واخلی او دا کار هغه مؤمن متخصص علما کولی شی چی محضا لله هم طریقه کار جوړه کړی او هم د طرفینو مراقبت او متخلف افشا اومنحیث ثالث بالخیر سلامت او ملامت ،روښانه او ملت ته ور وپیژنی او دا تباهی چی ځان وژنی ته ورته ده ،متوقف او مستقل مؤمنانه ګامونه د ملت په ګټه واخیستل شی والله عزیز ذوانتقام
    وماعلینا الا البلاغ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب