شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبانو د وردک ولایت نرخ ولسوالي ونیوله

طالبانو د وردک ولایت نرخ ولسوالي ونیوله

تاند(جهارشنبه، د ثور ۲۲) وسله والو طالبانو په اختر کې د اوربند له اعلانولو سره هممهاله پرون (سې شنبه) پلازمېنې کابل ته نژدې په میدان وردک ولایت کې د نرخ ولسوالي ونیوله.

د میدان وردک امنیتي چارواکو تایید کړه چې د دوی ځواکونه له نرخ ولسوالي څخه وروسته له دې په شا شوي چې طالبانو پر دې ولسوالي پراخ بریدونه پیل کړل.

طالبانو په ځلونو سیمې نیولې خو افغان امنیتي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې بېرته نیولي او د جګړې په نتیجه کې د جنګي خواوو ترڅنګ ملکي وګړي هم وژل شوي او کورونه یې ویجاړ شوي دي. له همدې کبله ډېر کتونکي باور لري چې د افغانستان جګړه پوځي حللار نه لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویندوی طارق ارین وايي چې حکومتي ځواکونو تاکتیکي شاتګ کړی دی.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي چې دوی د نرخ ولسوالۍ د نیولو په ترڅ کې یو شمېر افغان امنیتي ځواکونه وژلي او یو شمېر نور ژوندي نیولي دي.

ده همداراز ویلي چې ډېر مهمات هم په لاس ورغلي دي.

د افغانستان حکومت د نرځ د بایللو په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلو او یا د طالبانو لاس ته د وسلو او مهماتو د ورتلو په اړه څه نه دي ویلي.

د میدان وردک د اکثرو پښتني ولسوالیو کلیوالي سیمې له کلونو راهیسې د طالبانو په لاس کې دي او له کبله یې وردک، چې یو وخت یې نجونې او هلکان په تعلیم کې د افغانستان تر بل هر ولایت وړاندې ول، سخت ځپل شوي دي.

د اپریل په ۱۴ د امریکا د ولسمشر جو بایډن له لوري په ناببره ډول له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو اعلان طالبانو ته روحیه ورکړې او دا ډله هڅه کوي چې له ترلاسه کړې روحیې څخه په استفادې ډېرې سیمې لاندې کړي.

3 COMMENTS

  1. دولت ډېره هوښیاري کړې، نرخ یوه لرې پرته سیمه ده چې خلک یې خاص د تمدن شوق نلري او ټول عمر د تورن امان او ظابط ولي لپاره جنګېدل. درس او تعلیم ته هم خاص رغبت نشته. هغوی به فکر کوم طالبانو سره خوشحاله وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب