شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهسعودي: د پنجشنبې په ورځ اختر دی

سعودي: د پنجشنبې په ورځ اختر دی

تاند(سې شنبه، د ثور۲۱) سعودي عربستان وايي، تر دې دمه (د خبر د خپرېدو شېبه) میاشت نه ده لیدل شوې او پر دې اساس د پنجشنبې په ورځ اختر دی.

د العربیه شبکې د راپور له مخې، نن د شوال د میاشتې څرک ونه لګېد بناً د پنجشنبې ورځ په سعودي عربستان او همداراز هغو هیوادونو کې چې له سعودي عربستان سره هممهاله اختر کوي، د اختر لومړی ورځ ده.

د سعودي عربستان سترې محکمې مخکې لا پر مسلمانانو ږغ کړی و چې نن اسمان ته وګوري چې ایا سپوږمۍ رابره شوې او که نه ده.

طالبانو اعلان کړی چې په دې اختر کې اوربند کوي له همدې کبله ډېر افغانان سږني اختر ته لا ډېر خوشاله دي.

طالبانو په وروستیو کلونو کې په اختر او روژه کې د سعودي عربستان تقلید ته شا اړولې او په ځینو سیمو کې یې خلک مجبوره کړي وو چې له سعودي سره هممهاله اختر ونه کړي.

پاکستان، ایران او یو شمېر نور اسلامي هیوادونه هم روژه او اختر له سعودي جلا پیلوي او وايي چې د دوی او سعودي افق توپیر لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب