شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهکورنیو چارو وزارت: طالبانو یواځې د روژې په میاشت کې ۲۵۰ ملکیان...

کورنیو چارو وزارت: طالبانو یواځې د روژې په میاشت کې ۲۵۰ ملکیان وژلي

تاند ( سې شنبه، د ثور ۲۱ )  کورنیو چارو وزارت وایي، د روژې مبارکې میاشتې له پیله تر دا مهاله وسلوالو طالبانو په خپلو بریدونو او چاودنو کې له ۲۵۰ ډېر ملکیان وژلي او نږدې ۵۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، دا شمېر ملکیان په ۱۵ ځانمرګو بریدونو او په نږدې ۲۰۰ واټ غاړې او چسپکي ماین چاودنو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې د طالبانو دا بریدونه «جنګي جنایت» حسابیږي.

د هغه په وینا، لوګر او کابل ولایتونو کې وروستي بریدونه هم هغه لوی بریدونه ول، چې د طالبانو له خوا ترسره شوي دي.

ورته مهال سرچینې وايي چې د نورو میاشتو پرتله په روژه کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

د ځینو امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، د تېرې میاشتې پر تله په روژې میاشت کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په کچه کې ۲۹ سلنه ډېروالی راغلی دی.

د غویي په ۱۸مه د کابل لویدیځ کې د سیدالشهدا پر ښوونځي موټربم برید او د غویي په ۱۰مه لوګر پل عالم ښار کې موټربم بریدونه ترسره شول.

د رسمي شمېرو له مخې، په دې دوو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه ووژل شول او له ۲۱۰ تنو ډېر ټپيان شول.

هېڅ ډلې تراوسه د دې بریدونو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

د افغانستان دولت طالبانو ډله د دې بریدونو مسوول ګڼي، خو طالبان بیا دغه ادعا ردوي.

له بلې خوا، کورنیو چارو وزارت ویلي، چې امنیتي ځواکونو د ښار او خوا و شا نورو ولایتونو د امنیت ټینګښت لپاره ځانګړي تدابیر نیولي دي.

طارق ارین زیاته کړې چې د لویو لارو امنیت لپاره هم تدابیر نیول شوي او امنیتي او دفاعي ځواکونه د «دښمن» له لوري د هر ډول ګواښونو خنثی کولو توان لري.

خو له دې ټولو سره سره، د اختر په ورځو کې ۳ ورځني اوربند ته خلک هیله مند دي او د دغه اوربند د غځېدو غوښتنه کوي.

طالبانو لا تر اوسه د اوربند د غځولو په اړه د خلکو دغې غوښتنې ته څه ځواب نه دی ویلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب