جمعه, اکتوبر 18, 2024
Home+د بشر د راتلونکې تاریخ (۱۵) | لیکوال: نوح هیراري

د بشر د راتلونکې تاریخ (۱۵) | لیکوال: نوح هیراري

هومیودیوس

د کتاب نوم: هومیو دیوس (د بشریت راتلونکی لنډ تاریخ)

لیکوال: یوال نوح هیراری

ژباړه: ډاکټر محمد عیسی ستانکزی

پنځلسمه برخه

۵

یوه عجیبه جوړه

افسانې د انساني ټولنو اصلي بنسټونه او چوکاټونه دي. تاریخ دا راښيي چې د خدایانو، ملتونو، او د ونډو د بازارونو په شان خیالونه او افسانې تر دې حده پياوړي شوي چې پر عیني واقعیتونو ېې اغیز کړی دی. پر سوبک خداي، انجیل او نورو خدايي ښکارندو د باور او عقیده نتیجه وه چې په لرغوني مصر کې د فایوم  بند، د چین دیوال، او په چارټر کې کلیسا ودانه شي. له بده مرغه پر دغسې افسانو او خیالونو ړوند باور او عقیده د دې سبب شوه چې انسان د رنځور او دردمند مخلوق د ټپونو د رغېدا او د واقعي موجوداتو د ژوند د ښه کیدا په ځاي، ډیرځله خپل وخت او انرژي د خدایانو او ملتونو په شان د خیالي شیانو په غټیدا او پراخولو کې لګوي.

 خو ایا دغه ارزیابي په اوسني وخت کې هم سمه ده؟ او ایا اوس هم دغسې کیسې روانې دي؟ په یوه ځغلند نظر سره ممکن فکر وشي چې زموږ ننۍ موډرنه ټولنه د لرغوني مصر له باچاهۍ او د منځنیو پیړیو د چین له وختونو سره ډیر توپیر لري. ایا مډرن ساینس د لوبې اساسي او ابتدايي قوانین بدل کړي دي؟ دا خبره به سمه وي چې ووایو مډرن تولنیز سیسټم د دودیزو افسانو له اهمیت سره سره په لویه پیمانه د تکامل د نظریې په شان د ساینس له عیني نظریو ملاتړ کوي، داسې نظریې چې په پخواني مصر او د منځنیو پېړیو په چین کې دود نه وې؟

طبعيي خبره ده چې موږ ادعا کولی شو چې ساینسي نظریې د افسانو یو بل ډول دی او پر ساینس د نني انسان باور، پر سوبک خداي د پخوانیو مصریانو باور او عقیدې ته ورته دی، خو دا منطقي او سمه مقایسه او پرتله نه ده.

سوبک یوازې د خپلو مریدانو او بندګانو په ګډو خیالونو کې وو. د سوبک عبادت د مصر د ټولنیز نظام پیوستون شونی کړ او په دې ډول د اوبو د لویو زېرمو او کانالونو د جوړیدا لپاره یوه زمینه شوه چې په نتیجه کې د سیلابونو او د سین د راختلو مخه ېې ونیوله او وچکالي ېې کمه کړه. خو په خپله عبادت او نمنځ هیڅ عملي مرسته نه ده کړې حتي د سین اوبه ېې یو اینچ هم نه دي ښکته کړي. ساینسي نظریې بیخي برعکس داسې یوه لاره یا تیوري نه ده چې خلک سره متحد کړي. ډیر ځله ویل کیږي چې خداي له دوي سره مرسته وکړه چې دوي له ځان سره مرسته وکړي. دغه وینا په بله مانا وايي چې خداي شتون نه لري خو پر هغه زموږ باور له موږ سره مرسته کولی شي چې ځان تشویق کړو او یو څه وکړو. که پر خداي باور موږ ته دغه الهام راکوي چې د ځان لپاره یو څه وکړو د هغه شتون مثبت دی.  خوا میکروب ضد درمل له ټولو سره مرسته کوي او د میکروبي ناروغیو معالجه کوي او د خداي په اپوټه هغو ته هم ګټه رسوي چې پر انټي بیوټیک باورهم نه لري. نو نتیجه اخیستلی شو چې اوسنۍ نړۍ تر پخوانۍ هغې ډیره بدله ده . د مصر فرعونیانو او د چین امپراتوریو د کاختۍ، وبا او جګړو په خلاف په زرګونو کلونو مبارزې سره بریالي نه شول خو مډرنې ټولنې په څو لسیزو کې دغه کار وکړاي شو. ایا دغه بریالیتوب د ګډو ذهني خیالونو او افسانو په څنګته کولو او نوې عیني علمي پوهې ته د لومړیتوب ورکولو له برکته نه دی؟ ایا دا تمه نه شو کولی چې په راتلونکو لسیزو کې به دغه لړۍ نوره هم ګړندۍ شي؟ کله چې ساینس او ټیکنالوجي دا امکان راکوي چې انسان بدل کړو، د زړیدا مخه ونیسو، او د نیکمرغۍ کونجي ترلاسه کړو نو ایا  خلک به  ورو ورو د خدایانو، ملتونو او د ونډو د شرکتونو په شان د خیالي او افسانوي شیانو  په ځاي د فزیک او بیولوجۍ په شمول علمي واقعیتونو ته پاملرنه ډیره نه کړي؟

خو مسله تر دې ډیره پيچلې ده. مډرنې زمانې د لوبې قوانین بدل کړي دي خو لا هم موږد ډېرو افسانو او خیالونو په ځاي واقعیتونه نه دي منلي. لا هم خیالونه او افسانې پر انسان برلاسه دي او پرې اغیز لري. په حقیقت کې ساینس دغه خیالونه نورهم مذبوتي. ساینس دغه منځوی واقعیت (Intersubjective reality) نه دی بدل کړی خو برعکس منځوي واقعیت ته ېې دغه وړتیا ورکړې چې عیني او ذهني واقعیتونه تر پخوا زیات کنټرول کړي. له دې سره په یو وخت چې انسان هڅه کوي واقعیتونه بدل او له هغو خیالونو سره ېې غږمله کړي چې د دوي خوښ دي، د بیوټیکنالوجۍ او کمپیوټر په مرسته د خیال او اوقعیت ترمنځ سرحدونه له منځه ځي.

د سوبک پادریانو د تمساح په بڼه پر خداي باور درلود په داسې حال کې چې فرعون د تلپاتې ژوند خوبونه کتل. په حقیقت کې تمساح د جهیلونو یوه خزنده وه چې د سروزرو تاج او کالي ور اغوستل شوي وو او فرعون هم د یوه ساده او عام کروندګر په شان  ساه اخیستله او مړ کیده. د هغه مړی به ېې د مختلفو عطرونو او موادو په مرسته مومیایي کاوه خو له دې سره سره دغه مړي ساه نه اخیسته. په یوویشتمه پیړۍ کې ممکن څېړاند دا وړتیا پيدا کړي چې سوپرتمساح جوړه کړي او خواصو یا د ټولنې شتمنو او ځانګړو وګړو ته دایمي او اوږد ژوند ورکړي. نو ویل شو ممکن د ساینس او ټیکنالوجۍ پرمختګ به لږ ترلږه ځینې افسانې او مذهبونه تر پخوا نور هم مذبوت او غښتلي کړي. د دې لپاره چې په دې خبره مو سر ښه خلاص شي او د یوویشتمې پیړۍ چیلنجونه درک کړو نو غوره ده  بېرته هغه تکراري او ګرمه پوښتنه مطرح کړو چې: مډرن علم به د مذهب او دین په هکله څه دریځ ولري؟ د دې پوښتنې په هکله خلکو په میلیونونو ځله ټول هغه څه ویلي چې باید ویل شوي دي. په عملي ډګر کې ساینس او مذهب هغه میړه او خاوند ته ورته دي چې له ۵۰۰ کلونو راهیسې ګډ ژوند کوي او د ډېروکورنیو مشاورینو له مشورو سره سره  لا هم یو بل ښه نه پيژني. سړی لا هم د«تورنېروزا» خوبونه ګوري او میرمن د خپلو خوبونو د شهزاده په لټه کې ده په داسې حال کې هره ورځ له یو بل سره د خاکجارو د ایستلو پرسر په جنجال اخته دي. («Torneros» یا «Sleeping Beauty» د یوې شهزادګۍ په اړه د پریانو یوه کیسه ده. یوه پلېته پرښته پر شهزادګۍ ګوډې کوي چې سل کاله په خوب ویده شي او بیا به د یو ښایسته شهزاده په وسیله له خوبه پاڅول کیږي. ژباړن)

شیطانان او ميکروبونه

د علم او دین په تړاو زیاتره ناسم پوهاوي له دین څخه د ناسم تعریف نتیجه ده. ډیر ځله لیدل شوي دي چې خلک د دین، خرافاتو، پر خدایانو او ماورا طبیعي قدرتونو د عقیدو ترمنځ توپیر نه شي کولی. دین هیڅکله له خرافاتو سره یو شان نه دی، ځکه چې زیاتره خلک نه غواړي خپلې سپېڅلې عقیدې خرافات وبولي. موږ د خپل دین په تړاو تل  په واقعیت باوري یو او دا نور دي چې په خرافاتو باوري دي.

په همدې ډول ډیر کم کسان له طبیعیته په وراخوا قدرتونو باور لري، هغه کسان چې پر شیطانانو باور لري د هغوي لپاره شیطان اسماني او له طبېعته وراخوا قدرت نه دی، د دوي لپاره شیطان د طبیعت یوه برخه ده بیخي لکه خنځیرانو، لړمانو او مکربونو په شان. موډرن ډاکټران د ناروغیو پړه په نامرئي موجوداتو او باکتریاوو وراچوي، کوډګر او پادریان د ناروغیو عامل نامرئي شیطانان بولي. دغه دواړه له طبیعته ورهاخوا موجودات نه دي. که تا یو شیطان وځوراوه نو ستا بدن ته ننوځي او په دردونو دې اخته کوي. نو تر دې بله طبیعي ښکارنده شته؟ یوازې هغه کسان چې د شیطان په شتون باور نه لري داسې فکر کوي چې دا طبیعي ښکارنده نه ده.

که دین او پر ماورالطبیعي قدرتونو عقیده یو شان بلل کیږي دا به په دې مانا وي چې تاسو له دین پرته د ټولو پیژندل شویو طبیعي ښکارندو د درک وړتیا لرئ. دا په داسې حال کې ده چې وایو دین یو اختیاري بشپړوونکی دی. که ټول طبیعیت درک کړاي شو بیا نو دغه انتخاب هم کولی شو چې یو دیني دوګم لکه ماورالطبیعي قدرت پر خپلو عقیدو ورزیات کړو که نه.(دُګم د یوې قضیې په تصدیق کې د ذهن حکم کولو ته وايي. داسې حکم چې په یوې قضیې کې په پریکنده توګه بیان شي او له لومړنۍ قضیې پرته بله هرډول قضیه رد کړي. په پښتو کې ممکن ښه اصطلاح ورته نه وي موندل شوي. که ېې تحجر ته ورته وبولو ښايي د درک وړ وي. ژباړن) خو زیاتره دینونه ادعا کوي چې د هغوي له شتون پرته دنیا نه شي درک کیداي. د دینې عقیدو په اساس که تاسو د دغو دینونو دُګماتیزم یا تحجر له پامه وغورځوئ نو کله به هم د ناروغیو، وچکالی، او یا زلزلو په حقیقي دلایلو پوه نه شئ.

که «دین پر خداي د عقیدې» په توګه تعریف کړو، دغه تعریف هم ستونزه لري. موږ زیاتره وخت وایو چې یو مُعتقد عیسايي مذهبي دی ځکه چې په خداي باور لري، خو یو کلک کمونیست مذهبي نه دی ځکه چې کمونیزم کې خداي نه شته. خو دینونه د خداي له لوري نه بلکه د انسانانو له لوري جوړ شوي دي او یو دین د هغه دین د خداي له لوري نه پيژندل کیږي بلکه د دین د ټولنیز کړچار په اساس پیژندل کیږي. هره هغه ښکارنده دین دی چې د انسان ټولنیز جوړښت ته له بشریته پورته پیژندګلوي ورکوي. دین د انسان نورمونو او ارزښتونو ته په دې دلیل چې له بشري توانه د پورته قوانینو انعکاس دی مشروعیت ورکوي.

 دین ادعا کوی چې انسانان د یو لړ اخلاقي قوانینو د یوې ټولګې پيروي کوي چې دوي نه دي جوړ کړي او هغه بدلولی هم نه شي. یو ایمانداره یهود ویلی شي چې دا د یو لړ اخلاقي قوانینو یو سیسټم دی چې د خداي له لوري جوړ شوی دی او د دوي په سپیڅلي کتاب کې راغلي دي، یو هندو ویلی شي چې دا د اخلاقي قوانینو یو سیسټم دی چې برهما، ویشوا او شیوا جوړ کړي دي او په سپیڅلي کتاب ویډاګانو کې راغلي دي. نور مذهبونه لکه بوډیزم، داویزم، نازیزم، کمونیزم او لیبرالیزم ادعا کوي چې دغه قوانین طبیعي قوانین دي او د دغه یا هغه خداي له لوري  او یا د ماورالطبیعی ښکارندو له لوري نه دي جوړ شوي. طبیعي خبره ده هر یو د طبیعي قوانینو په یو خاص ډول باور لري چې  له بودا او لوازیې رانیولې تر هیټلر او مارکس پورې د پیغمبرانو، او وتلیو کسانو له لوري معرفي شوي دي.

 یو یهود ماشوم خپل پلار ته ورځي او ترې پوښتنه کوي: پلاره ولې موږ باید د خنځیر غوښه ونه خورو؟ پلار اوږده شیبه فکر وکړي او په اوږده سپینه ږیره لاس تیر کړي او ځواب ورکړي: بس همدغسې امر شوی دی زویه ته لا کوچنی یې او په دې شیانو نه پوهیږې خو که موږ د خنځیر غوښه وخورو د خداي په عذاب اخته کیږو او زموږ ټول ژوند خرابیږي. دا نه زما حکم دی نه د یهود ملا. که یهود ملا دغه دنیا پنځولې واي ښايي هغه د خنځیر غوښه حلاله ګڼلې واي خو یهود پادري دا دنیا نه ده پنځولې، بلکه دا خداي دی چې ټوله هستي ېې پنځولې او خداي به په کوم خاص دلیل دغه امر کړی وي چې موږ باید د خنځیر غوښه ونه خورو نو ځکه خو ېې نه خورو. اوس پوه شوې؟

په ۱۹۴۴ میلادي کال کې یو جرمن ماشوم خپل پلار ته چې د ګشتاپو افسر ؤ ورغی او وېې پوښتنه: پلاره موږ ولې یهودان وژنو؟ پلار چې چرمي موزې ېې په پښو کولې ځواب ورکړ: فریټز زویه همدغسې امر شوی او دا همدغسې ده، ته لا کوچنی ېې او لا په دې خبرو نه پوهیږې خو که موږ یهودان ژوندي پریږدو نو بشریت به تباه او منقرضه شي، دا نه زما عقیده ده او نه هم د لوي مشر، که هیټلر دا نړۍ پنځولې واي ښايي داسې نړۍ ېې پنځولې واي چې هلته د طبیعيت د انتخاب قانون نه واي، داسې یوه نړۍ به ېې پنځولې واي چې هلته یهودان او اریَن یو ځاي په سوله کې ژوند وکړي. خو داسې نه دي شوي. هیټلر یوازې د طبیعت قوانین موږ ته راښيي او بیا دا راښيي چې څرنګه موږ له دغو قوانینو سره ژوند وکړو، که موږ د دغو قوانینو پيروي ونه کړو نو موږ به له منځه لاړ شو . سر دې خلاص شو؟

په ۲۰۱۶ کال کې یو بریټانوی ماشوم خپل پلار ته چې په پارلمان کې د لیبرال ګوند استازی دی ورځي او پوښتنه ترې کوي: موږ ولې په منځني ختیځ کې د مسلمانو بشري حقوقو ته اهمیت ورکړو؟ پلار د چایو پیاله ور پورته کړي او له لږ فکر کولو وروسته وايي:

 دا همداسې ده او باید چې همداسې وي …زویه ته لا کوچنی ېې او په دې خبرو نه پوهېږې، ټول انسانان او دغه راز د منځني ختیځ مسلمانان له یوه نسله دي او ټول باید ورته بشري حقوق ولري، دا زما اصول او قوانین نه دي او نه هم پارلمان دغه قوانین جوړ کړي. که پارلمان دغه قوانین جوړ کړي واي ښايي د نړیوالو بشري حقوق د کوانټوم فزیک له ټولو مادو سره یوځاي خښ کړاي شوي واي، خو پارلمان دغه قوانین نه دي پنځولي بلکه هڅه کوي خلک پرې پوه کړي نو موږ باید په منځني ختیځ کې هم د مسلمانانو طبیعي بشري حقوقو ته پام وکړو ګني لرې نه ده چې زموږ حقونه به هم تر پښو لاندې شي ، دا زموږ په ګټه نه دی، اوس کولی شې ولاړ شې او لوبې وکړې…

 لیبرالان، کمونیسټان او د نورو موډرنو عقیدو پلویان خپل سیسټم او نظام د دین او مذهب نوم نه ورکوي ځکه چې دوي فکر کوي مذهب او دین په خرافاتو او له طبعیته پر وراخوا قدرتونو باور لري. که تاسو یو لیبرال او یا کمونیست ته ووایئ چې دینداره دی او یا مذهبي دی، هغه به دا ګمان وکړي چې تاسو دی د ړندو عقیدو او د بې بنسټه خیالونو په درلودلو تورنوئ. دا په حقیقت کې په دې مانا دی چې دوي له داسې اخلاقي قوانینو جوړ یو سیسټم ته پای بنده دي چې انسانانو نه دی جوړ کړی خو باید هر انسان ېې پیروي وکړي. تر کومه چې موږ پوهیږو ټولې انساني ټولنې پر دغسې قوانینو باور لري. هره ټولنه خپلو غړیو ته وايي چې د بشر له توانه پورته د یوه اخلاقي قانون پیروي وکړي که د دغه قانون سرغړونه وکړي غمیزه به رامنځته شي.

  بیلابیل دینونه په افسانو ، خپلو مشخصو حکمونو، انعامونو او سزاګانو کې سره توپیر لري. د مثال په توګه د منځنیو پيړیو په اروپا کې کاتو لیکې کلیسا به ویل خداي شتمن کسان نه خوښوي. عیسی ع به ویل د ستنې له سپمه د یوه اوښ تیریدل ، د جنت له دروازو د شتمن کس له تېرېدو اسانه دی او کلیسا به شتمن هڅول چې کلیسا ته ډیره مالیه ورکړي. مډرن کمونیزم هم شتمن نه خوښوي خو له مرګ وروسته د دوزخ د اور د وعدو په ځاي ېې په همدې دنیا کې  پر پرګنیزې مبارزې ګوښي.

د کمونیزم تاریخي قوانین د مسیحیت د خداي له احکامو سره ورته والی لري ځکه چې د کمونیزم قوانین هم د انسان له ارادې په ور پورته قدرتونو تکیه  لري. خلک همدا سبا کولی شي فیصله وکړي چې په فوټبال کې دې د افسایډ قانون له منځه یوسي ځکه چې په خپله موږ جوړ کړی دی او چې کله ېې وغواړو نو ختمولی ېې شو خو موږ د مارکس د نظرې په اساس جوړ شوي قوانین نه شو بدلولی. دې ته له پامه پرته چې کپیټالیستان څه کوي خو تر هغو چې دوي د شخصی پانګې په ټولولو بوخت وي پرګنیز درز به زیاتیږي او تل به د پرولتاریا له لوري په مبارزه کې ناکامه کیږي.

که تاسو کمونیست یاست نو ادعا به وکړئ چې کمونیزم له عیسایت سره ډیر توپیر لري ځکه چې کمونیسټان سمه خبره کوي او مسیحیت تېروتنه کوي. پرګنیزه مبارزه په حقیقت کې د کپیتالیستي سیسټم او نظام له خیټې پيدا کیږي خو شتمن کسان به له مرګ وروسته د دوزخ د اور په لمبو کې ونه سوځي. که دغه خبره سمه هم وي بیا به هم په دې مانا نه وي چې کمونیزم یو حقیقي دین دی. د ټولو دینونو پیروان باوري دي چې یوازې د دوي دین حقیقي دی. څوک څه پوهېږي ښايي د یوه دین پیروان په حقه وي.

که بودا پرمخه درشي

دغه خبره چې دین د ټولنیز نظم د ساتلو او د پراخې ملګرتیا د منظمولو لپاره یوه وسیله ده، ښایي ډیر کسان وځوروي ځکه چې دین تر هرڅه وړاندې د یو معنوي یون په توګه پېژني. همدومره چې د دین او ساینس ترمنځ فاصله تر هغه ډیره کمه ده چې ډیر خلک ېې فکر کوي، همدومره د دین او معنویت ترمنځ واټن زیات دی. دین یو تړون دی په داسې حال کې چې معنویت یو سفر دی.

دین د نړۍ پوره تشریح وړاندې کوي او له مخکې د ټاکل شویو هدفونو په اساس یو تدوین شوی قانون لري.« خداي شتون لري او مقرره کړې ېې ده چې په ټاکلې لاره ګام کېږدو، که د خداي پيروي وکړو جنت ته به ځو او که ترې سرغړونه وکړو د دوزخ په لمبو کې به وسوځئ.

 دغه څرګند تړون ټولنې ته دا زمینه برابروي چې ګډ ارزښتونه او نورمونه رامنځته کړي چې د انسان چالچلند او اخلاق کنټرولوي.

 معنوي سفر بیخي بل شی دی، معنویت انسان د ناڅرګند هدف په لور او له رازونو په ډکو لارو بیايي. دغه لټون غالبن په یوې لوېې پوښتنې سره پیلیږي. د مثال په توګه: زه څوک یم؟ د ژوند مانا څه ده؟ کوم شی ښه دي؟

ډیر کسان په همدې بسنه کوي چې د دغو پوښتنو هغه ځوابونه ومني چې لویو قدرتونو له پخوا وړاندې کړي دي خو معنوي پلټونکي په اسانه نه قانع کیږي. هغوي هوډمن وي چې د دغو پوښتنو د ځوابونو په لټه به دغه سفر کوي که دغه لټون هرځاي ته ورسیږي دوي ېې پروا نه کوي، دغه لارویان هغه ځای ته چې دوي ېې پیژني او یا ېې د ورتګ هیله کوي محدود نه پاتې کیږي. پوهنتوني زده کړې  بیا د ډېرو کسانو لپاره یو معنوي سفر نه بلکه یوه معامله او تړون وي. ځکه چې دغه ډول زده کړې موږ له مخکې د ټاکل شویو موخو په لوري بیايي چې زموږ پخوانیو نسلونو، حکومتونو، او بانکونو تائید کړي دي. زه به درې کاله لوړې زده کړې کوم، امتحان به ورکوم او لیسانس به اخلم، بیا به نو له ښه معاش سره دنده پيدا کړم.

پوهنتوني زده کړې هغه وخت په یوه معنوي سفر بدلیداي شي چې د زده کړو په بهیر کې له دغو سترو پوښتنو سره مخامخ شې او تا د نامعلوم هدف په لور بوځي چې کله دې هم ورته له مخکې پلان نه وي جوړ کړی. د مثال په توګه یو محصل د دې لپاره چې په وال سټریټ کې دنده پيدا کړي د اقتصاد زده کړه پيلوي خو که د زده کړې په نتیجه کې هغه د مثال په توګه د هندوییزم په لور لاړه شي، او یا دا چې په زیمبابوې کې د ایډز د ناروغانو درملنې ته ور ودانګي نو ممکن دې ته یو معنوي سفر ووایو.

 خو ولې دغسې یو سفر معنوي سفر بولو؟ دا له پخوانیو ثنوي دینونو « Religious dualism» په میراث راپاتې دی، هغه دینونه چې په لرغونو زمانو کې ېې په دو خدایانو باور درلود یو د خیر او بل د شر خداي ؤ. د دوګونو خدایانو په دین ثا ثنویت کې راغلي وو چې  د خیر خداي پاکې او تلپاتې ارواوې جوړوي چې د معنویت په ښکلې نړۍ کې تلپاتې ژوند کوي، د شر خداي چې ځینې وخت شیطان هم بلل شوی دی د مادیاتو یوه نړۍ جوړوي. شیطان د خپلې جوړې کړې نړۍ له برخلیکه نه  ؤ خبر، نو په دې مادی دنیا کې هرڅه د تباهۍ او بربادۍ په لور ځي. د دې لپاره چې شیطان په خپله مادي او نیمګړۍ نړۍ کې روح پيدا کړي نو د معنویت له نړۍ پاکې ارواوې غولوي او غواړي هغوي د مادي نړۍ په اندامونو کې بندیوان کړي. له همدې امله موږ انسانان یو پاک او معنوي روح لرو چې د بدن په مادي نړۍ کې حبس شوی دی. د روح زندان یعني انسانی جسم تباه کیدونکی دی او مري نو شیطان په بدن کې حبس کړي روح  ته په نفساني خوندونو وسوسه پيدا کوي. نو په مادي شیانو کې سکس، خواړه او قدرت ورښيي. کله چې  جسم فنا کیږي او روح دا امکان پيدا کوي چې بیرته معنوي نړۍ ته ستون شي نو نه غواړي له نفساني او دنیايي خوندونو لاس واخلي له همدې امله  بېرته د یو بل دنیاي بدن او جسم د موندلو لټه کوي. په دې ډول روح له یوه بدنه بل ته او له بل ، بل ته کډه کوي او په سکس، خوړو او قدرت پسې سرګردانه  د تل لپاره  سرګردانه وي. 

پر دو خدایانو باوري دین یا ثنویت (dualism) وايي انسان باید دغه مادي کړۍ ماته کړي او بیرته د معنوي نړۍ په لور سفر پيل کړي. هغه ځاي چې زموږ اصلي کور دی خو زموږ لپاره بیخي پردی شوی دی. نو په دغه سفر کې باید ټول مادي او نفساني خوندونه هیر کړو. انسان دغه ډوالیستي میراث له خپلو نیکونو اخیستی دی او له همدې امله دی کله چې موږ د مادي نړۍ په معاملاتو او تړونونو کې شک کوونو د یو ناڅرګند هدف په لوري سفر پیلوي نوهمدا معنوي سفر بلل کیږي.

 دغه معنوي سفر له دین سره توپیر لري ځکه چې دین د دنیا د سمولو او نړۍ ته د نظم ورکولو لټه کوي خو معنویت غواړي ترې وتښتي او مادیات نفي کوي. زیاتره وخت د معنوي سفر د مسافرو مهم شرط دا وي چې د واکمن دین عقیدې او تړونونه چلینج کړي.

په ذن بوډیزم « Zen Buddhism »کې ویل کیږي چې: که په لاره بودا په مخه درغی نو مړ ېې کړه. دا په دې مانا ده چې که ته د معنویت په لار روان ېې او په لاره د بوډیزم له سختو قوانینو او وچو افکارو سره چې بنسټیز شوي دي مخامخ شوې باید حتي له هغو هم ځان خلاص کړې او سوچه او پاک شې. (« Zen Buddhism» هغه بودیزم ته ویل کیږي په مډیټیشن استواره دی او دغه بودايي د نفس په تذکیې او مډیتیشن سره ځان هغه ځاي ته رسوي چې نور چا ته تاوان ونه رسوي او له مادیاتو لرې نړۍ کې ژوند وکړي. دوي باور لري چې په مډیټیشن سره هغه ځاي ته ځان رسولی شئ چې بیا نور نه بودا ته او نه هم د هغه قوانینو ته اړتیا پيدا کوې) ژباړن 

معنویت د دینونو لپاره یو خطرناک ګواښ دی. دینونه هڅه کوي چې د خپلو پيروانو معنوي کنجکاوۍ کنټرول کړي. ډیری دیني نظامونه وو چې د خوړو، شهوت او قدرت له ګروهنو سره د عامو خلکو له لوري نه بلکه د معنویت د واقعي پلوټونکو او مسافرو له لوري له منځه تللي چې له تجملاتو ورهاخوا بل څه غواړي.

۲۵- پاپ د پيسو په بدل کې د ګناهو د بخښول سند یا استغفار لیک خرڅوي. عکس د یو پروتستانو یو پامفلیټ یا رسالې نه اخیستل شوی.

د کاتولیکې کلیسا په وړاندې د پروتستانو پاڅون د خداي له شتونه د منکرو کسان یا اټیستانو له لوري پیل نه شو بلکه د مارټین لوټر په نامه د یوه ایمانداره ذاهد له لوري پيل شو. مارټین د ژوند او د انسان د موجودیت د پوښتنې په لټه کې خپل سفر پيل کړ. هغه د کاتولیکي کلیسا ټول تړونونه او دودونه رد او مات کړل.

 د لوټر په وخت کې کلیسا خپل پیروان په چل ول غولول او د یو لړ غولوونکو تړونونو په مرسته ېې ځینې وعدې ورکولې. که مو ګناه وکړه او له مړینې وروسته له عذابه ویره لرئ نو د توبې یو تړون په بیه اخیستلی شئ. د پنځلسمې میلادي پيړۍ په پيل کې کلیسا داسې مسلکي کسان ګمارلي وو چې د «ژغورنې منجیان» یا د ژغورنې سوداګر ېې بلل. دوي به د اروپا په ښارونو او کلیو کې ګرځیدل او په ځانګړې بیې به ېې د توبې او بخښنې تړونونه خرڅول. له خلکو به ېې پوښتنه کوله : جنت ته د تګ ټکټ نه غواړې؟ بیه ېې د سروزرو لس سکې دي. غواړې له نیکه «هاینز» او انا «ګرټروډ» سره په بله دنیا کې یوځاي شې؟ دا کار اسانه دی خو بېه ېې د سروزرو دیرش سکې ده. د ژغورنې یو مشهور سوداګر یوهانس تیتزل چې د دومینکن پادري ؤ ویلي دي: کله چې پیسې په کڅوړه یا امیاڼۍ کې شرنګا پیل کړي نو اروا له دوزخه د جننت په لوري الوزي.۲

لوټر چې څومره په دې هکله فکر کاوه هدومره ېې د دغو تړونونو او کلیسا په هکله شک هم زیاتیده. بخښنه او له دوزخه ژغورل څوک نه شي پیرلی، پاپ دغه توان نه لري چې د نورو خلکو ګناوې وبخښي او د جننت دروازې پرانیزي. د پروتستانو د افسانو په اساس د ۱۵۱۷ کال د اکتوبر په ۳۱مه لوټر په ویټنبرګ کې له ځینو اسنادو، یو څټک او څو میخونو سره د کالیسا ماڼۍ ته ورغی.

په کاغذنو کې د هغه وخت د عامو دیني اعمالو او دغه راز د دغو قراردادونو په خلاف پنځه نوي دلایل لیکل شوي وو. لوټر دغه دلایل د کلیسا په دراوزې میخ کړل او په دې ډول ېې د پروتستانو د اصلاحاتو لړۍ پیل کړه. هغه په دې ډول له ټولو هغو کسانو چې جننت ته ېې د تللو سودا درلوده وغوښتل چې له پاپه وغواړي جننت ته د تګ یوه بله لار ولټوي. 

د تاریخي لرلید له مخې معنوي سفر تل له غمونو او اندیښنو ډک وي ځکه چې دا لاره باید یوازې ووهل شي، دا د یوه کس لپاره مناسبه ده،  نه د ټولې ټولنې لپاره. انساني ملګرتیا یوازې پوښتنو ته اړتیا نه لري بلکه کلک او مذبوت ځوابونه غواړي، او هغه کسان چې د دین د پوچ او متحجر سیسټم په وړاندې پاڅون کوي په حقیقت کې د دغه سیسټم په وړاندې یو بل سیسټم جوړوي. د هغو دوه ګونو خدایانو د مننونکو په اړه هم دغه کیسه پيښه شوه او د هغوي سفرونو دینونه او حکومتي کلیساوې رامنځته کړې او د دیني جوړښتونو اسباب ېې برابر کړل. د مارټین لوټر کیسه هم همداسې ده چې د کاتولیکې کلیسا قوانین او دودونه ېې چلینج کړل خو په خپله ېې نوي قوانین او نوې اصول ولیکل. د بوډا او عیسي په هکله هم همداسې وشول. کله چې دوي د حقیقت په موندلو کې تعامل نتیجه ورنه کړه د هندوییزم او یهودیت دودیز قوانین او دودونه ېې نسکور کړل خو وروسته ډیر نور جوړښتونه، قوانین او اصول د دوي په نوم جوړ شول چې مخکې د هیچا په نوم دومره ډیر جوړښتونه او سیسټمونه نه وو جوړ شوي.

جعلي خدای

اوس چې د دین په هکله څه ناڅه پوهاوی لرو نو بېرته به د دین او ساینس پر اړیکو لږ تم شو. د دغو اړیکو دوه بېلابېل روایتونه شتون لري. یو وايي چې دین او ساینس قسم خوړلي دښمنان دي او زموږ موډرن تاریخ د دیني خرافاتو او ساینسي علومو ترمنځ د مرګ او ژوند له سیالۍ بڼه خپله کړې. د وخت په تېرېدا سره ساینس نور هم د رڼا په لور ځي او دین په تیارو کې پټیږي او نړۍ نوره هم سیکولره، منطقي او روښانه کیږي. په دې کې هیڅ شک نه شته چې د سانیس رڼا او موندنې ورځ تر بلې د دین تحجر او ډګماتیزم روښانوي خو دا حتمي نه ده چې تل دې همداسې وي.

د مثال په توګه اسلامي دګماتیزم وايي چې د اسلام د دین بنسټ په شپږسومې پیړۍ په عربو کې د حضرت محمد له لوري کیښودل شو او دا هغه څه دي چې ساینسي څېړنو هم ثابت کړي دي.

تر دې مهمه دا چې ساینس تل دین ته اړتیا لري چې مهمې انساني ادارې او بنسټونه رامنځته کړي. ساینسپوهان تل په دې څېړونو بوخت دي چې نړۍ څنګه چلیږي او دا هرڅه پکې څنګه کار کوي خو داسې ساینسي او علمي روده نه موندل کیږي چې وښيي انسان باید څنګه چال چلند ولري. ساینس او علم موږ ته ویلی شي چې که اکسیجن نه وي انسان ژوند نه شي کولی. خو دغه ځواب نه شي راکولی چې ایا د ساه په بندلو او یا په دار کولو سره د  یوه مجرم او قاتل اعدام سم کار دی؟ ساینس د دغې پوښتنې  سم ځواب نه شي راکولای  بلکه دین په دې هکله ښه لارښوونه کوي.

دا په دې مانا ده چې هر هغه پرژه چې څېړاند ېې د څېړنو لپاره غوره کوي او حل ېې راباسي دیني درک او پوهې ته هم اړتیا لري. د مثال په توګه د چین پر چانګ ژیانګ سین د دریو بندونو د جوړېدا پروژې ته پام وکړئ. کله چې په ۱۹۹۲ کال کې د چین حکومت د اوبو د بند د جوړېدا پرېکړه وکړه فزیک پوهانو د اوبو د فشار په وړاندې د بند د مقاومت محاسبه کولی شوای، اقتصاد پوهانو کولی شوای اټکلي لګښت ېې معلوم کړي، او انجېنیرانو هم دا معلومه کړه چې څومره برېښنا به تولید شي. خو حکومت مجبوره ؤ ځینو نورو مسلو ته هم پام وکړي او ځواب ورته پیدا کړي. پروژې ډیرې کلي او ښارونه لاندې کول، په زرګونو لرغوني اثار او طبیعي تفریحي ځایونه له منځه تلل، کابو یو میلیون کسان مجبوره کیدل چې خپل کورونه پریږدي او د سلګونو حیواناتو نسل ورسره ختمیده. دا خبره هم مطرح کیږي چې د دغه بند له جوړیدا سره د چین د سیندونو دولفینان بیخي له منځه لاړل. که تاسو هرډول فکر کوئ خو دا خبره بیخي روښانه ده چې (Three Gorges Dam) د درې ګونو درو یا درې خولو والا ستره پروژه تر علمي زیات یوه اخلاقي پروژه وه او یوازې یوه علمي او ساینسي ستونزه او معما نه وه. هیڅ ډول فزیکي تجربه، اقتصادي موډل، او یا هم د ریاضۍ فورمول تاسو ته دا خبره نه شي سپینولای چې د زرګونو مګاواټ برېښنا تولید او لویه اقتصادي ګټه مهمه ده که د چین په سیندونو کې د دولفینونو ژغورل، د لرغونو اثارو او نورو طبیعي منظرو  ساتل. نو چین یوازې د علمي او ساینسي نظریو او تجربو په اساس عمل نه شي کولی او په یو ډول دین او ایډیالوژۍ ته هم اړتیا لري.

ځینې بیا دا بل ډول افراطي نظر لري او وایي علم او دین بېخي بیلابیلې سیمې او اقلیمونه دي. علم او ساینس د واقعیتونو په اړه غږیږي خو دین د ارزښتونو په اړه او دغه دواړه باید کله هم سره یو ځاي نه شي. دین د علمي واقعیتونو په هکله د ویلو لپاره کوم شی نه لري او ساینس باید کله هم د دیني عقیدو په هکله خبرې ونه کړي. کله چې پاپ وايي د انسان ژوند سپیڅلی دی نو ځکه خو د جننین سقط  ناروا کار دی نو بیولوجي نه دغه ادعا تائیدولی او نه ېې ردولی شي. هریو عادي بیولوجیسټ  د پاپ دغه خبره په شخصي ډول ردولای شي  او خپل نظر ورکولی شي خو هیڅ بیولوجیست د یوه علمي څېړاند په توګه دغه بحث ته نه ورګډیږي. دغه نظر ممکن منطقي وي خو د دین ناسم پوهاوی وړاندې کوي. ساینس او علم یوازې واقعیت ته پام کوي خو دین کله هم یوازې په اخلاقي چوکاټونو پورې ځان نه محدودوي. دین دغه راز کله هم عملي لارښود زموږ مخې ته ږدي یوازې عملي ادعاوې کوي دغلته دین له علم سره په ټکر کې راځي. د ‌ډېرو دینونو د ډګمونو مهمې برخې د هغو اخلاقي اصول نه دي بلکه ادعاګانې دي. د مثال په توګه: خداي شتون لري، روح به د ګناهانو له امله د دوزخ په اور کې سوځي، سپیڅلی کتاب د انسان له لوري نه بلکه د خداي له لوري لیکل شوی، پاپ کله هم تېروتنه نه کوي، دغه ډول ادعاګانې په واقعیتونو ولاړې ادعا ګانې بلل کیږي. زیاتره تاوده مذهبي بحثونه، او د ساینس او دین ترمنځ لانجې د اخلاقي اصولو په هکله نه بلکه د همدغو ادعاګانو په اړه دي.

د مثال په توګه د جننین د سقط مسلې ته پام وکړئ. ایمانداره عیسایان اکثره د جننین د سقط مخالفین دي خو زیاتره لیبرالان د جننین د سقط د قانوني کیدا پلویتوب کوي. د دغه اختلاف اصلي جرړه او بنسټ اخلاقي نه بلکه د واقعیتونو په اساس ولاړه ده. عیسایانو او لیبرالان دواړه انسان سپیڅلی ګڼي او باوري دي د انسان وژل لوي او نه بخښل کیدونکی جرم دی خو دوي د دغه بیولوجیکي واقیعت په هکله اختلاف لري:

 د انسان ژوند د نطفې له جوړیدا سره پیلیږي که د زوکړې په شیبه کې، او یا هم د دغو دواړو پړاونو ترمنځ په یو بل ټکي کې؟ ځینې بشري کلتورونه باوري دي چې ژوند حتي له زیږیدا سره هم نه پیلیږي. د کالهاري په بیدیاګانو کې د ګونګ په نامه د قبیلې او په قطب کې د ځینو قومونو په باور د انسان ژوند له هغه وخته پیلیږي چې نوم پرې کېښودل شي. کله چې ماشوم وزیږید، خلک یوه موده صبر کوي تر هغه چې نوم پرې کیږدي، که دوي پریکړه وکړي چې ماشوم نه غواړي(که معیوبه وي او یا کورنۍ اقتصادي ستونزې ولري) نو ماشوم وژني. نو تر هغه چې ېې نوم پرې نه وي ایښي دغه عمل قتل نه شمېرکیږي.۳

د دغه ډول کلتورونو وګړي  له دې سره سره چې د نوم له کیښودلو مخکې د ماشوم د وژلو ملاتړ کوي خو له لیبرالانو او عیسایانو سره په دې برخه کې موافق دي چې د انسان ژوند سپیڅلی دی او قتل لوي جرم ګڼل کیږي.

 کله چې دین د ځان په ګټه تبلیغ کوي غالبن خپل ښایسته ارزښتونو رامخته کوي خو خداي د دغو ادعاګانو په وړو لیکنو او کرښو کې ځان پټوي. دغه ادعاګانې تل حقیقي ښودل کیږي. کاتولیزم زیاتره وخت داسې ښيي چې دغه دین نړیواله مینه او رحمت پیرزو کوي. ډیر عالي. هیڅوک پرې اعتراض نه شي کولی. خو ولې ټول انسانان کاټولیکان نه دي؟ دا ځکه چې کله تاسو هغه څه چې په وړو تورو لیکل شوي دي لولئ نو پوهیږې چې کاټولیزم هم ړنده پیروي لري. د مثال په توګه وايي چې پاپ هیڅکله تېروتنه نه کوي. په تیره بیا هغه وخت چې کله امر وکړي صلیبي جنګونو ته لاړ شو او کافران په اور وسوځوو. دغسې عملي لارښوونې نه شي پټیداي او دا یوازې اخلاقي کیسې نه دي بلکه له ادعايي واقعیتونو سره د اخلاقي قضاوتونو ګډ معجون دی.

 کله چې د اخلاقو له فلسفې چاپریاله بهرځو او تاریخي حقیقتونو ته ستنیږو پوهیږو چې مذهبي کیسې او افسانې تل درې برخې لري:

۱.اخلاقي معیارونه د مثال په توګه ویل کیږي چې د انسان ژوند سپیڅلی دی.

۲. د حقیقت په بنیاد ولاړې ادعاګانې. د مثال په توګه وايي د انسان ژوند د نطفې له جوړیدا سره پيلیږي.

۳. له دغو اخلاقي معیارونو او د حقیقت په بنیاد ولاړو ادعاګانو د ګډ معجون په نتیجه کې عملي لارښود وړاندې کوي د مثال په توګه وايي چې باید کله هم د جننین د سقط اجازه ورنه کړل شي، او له هغه وخته چې سپرم له هګۍ سره القاح شو او نطفه جوړه شوه نو د جننین سقط قتل ګڼل کیږي.

ساینس او علم نه دا توان لري او نه دا وړتیا چې د دین اخلاقي معیارونه او ارزونې تائید یا رد کړي خو ساینس پوهان او څېړاند په حقیقت د ولاړو ادعاګانو په هکله ډیر څه ویلی شي. بیولوجیسټان تر ملایانو او پادریانو ډیره وړتیا او پوهه لري چې په واقعیتونو ولاړې پوښتنې ځواب کړي. د مثال په توګه ساینس په دې ښه پوهېږي چې ایا د انسان جننین له القاح یوه اونۍ وروسته  عصبي مرکزي سیسټم لري؟ ایا دغه جننین درد احساسولی شي؟

د دې لپاره چې مسله نوره هم څرګنده شي نو یو حقیقي تاریخ مثال به په ځیرتیا سره وسپیړو داسې تاریخي مثال چې تاسو به ډیر کم د دین د معرفۍ په هکله اوریدلی وي خو په خپل وخت کې ېې ډیر سیاسي او ټولنیز اغیز درلودلی دی. د منځنینو پیړیو په اروپا کې کاتولیکو پاپانو پراخ سیاسي نفوذ پيدا کړ. کله چې به په اروپا کې کومه سیاسي  شخړه را ولاړه شوه نو دوي ځان مکلف باله چې دغه شخړه اواره کړي. د دې لپاره چې د دغه صلاحیت په هکله خپلې نظریې او ادعا ته دلیل وړاندې کړي او یا زمینه ورته برابره کړي نو تل به ېې اروپایانو ته د قسطنطین د ډالۍ یادونه کوله. دغه تاریخي کیسه وايي چې دیرشم قسطنطین د ۳۱۵ میلادي کال د مارچ په دیرشمه په یوه رسمي مکتوب کې پاپ لومړي سیلویسټر او د هغه راتلونکي ځاي ناستي ته د ټولې لودیځې باچاهۍ اختیارات ورکړي وو. پاپ دغه مهم سند په خپل ارشیف کې خوندي کړی ؤ. کله چې به مخالفو شهزادګانو، یاغي کروندګرو او خپل سرو ښاریزو له مخالفتونو سره مخامخ شول له دغه سنده به ېې د یوه پیاوړي تبلیغاتي سند په توګه ګټه پورته کوله.

په منځنینو پیړیو کې اروپایانو د لرغونو امپراتوریو د مشرانو لیکونو ته ډیر درناوی کاوه. دوي په دې کلک باور درلود چې باچاهان او امپراتوران د خداي استازي دي. دوي باوري وو چې څومره سند زوړ او لرغونی وي هومره ېې ارزښت او قدرت زیات دی. دوي ښه پوهیدل چې دیرشم قنسطنطین ځانګړی اعتبار او صداقت درلود ځکه چې دغه امپراتور روم له یوه وړوکي کافر هیواده تر لوېې عیسایي امپراتورۍ پورې ورساوه. طبیعي خبره ده کله چې په یوه خاص وخت کې به ېوې ښاري شورا او یا والي د دغه سند له مادو سره مخالفت وکړ نو بې جننجاله به خلکو هغه فرمان لوړ ګاڼه چې ستر قنسطنطین صادر کړی ؤ او د دغه سندرو پيروي به ېې کوله.

له همدې امله چې کله به پاپ له کوم مخالفت سره مخامخ شو نو د قنسطنطین سند ته به ېې رامخته کړ او مخالف لوری به ېې اړ کړ چې د ده پیروي وکړي. قنسطنطین سند د پاپ د تبلیغاتو او د منځيو پیړیو د اروپا د کنټرول لپاره د کاڼې کرښه وه البته ممکن داسې وختونه به هم راغلي وي چې ګټه نه کوله. کله چې موږ د قنسطنطین سند له نیژدې ګورو پوهیږو چې دغه سند درې 

بیلابیلې برخې لري:

اخلاقي قضاوت:

 خلک باید د لرغوني امپراتور احکامو ته د اوسني عمومي نظر په پرتله ډیر درناوی وکړي.

ادعايي واقعیتونه

د ۳۱۵ میلادي کال د مارچ په دېرشمه امپراتور قنسطنطین پر اروپا د پاپانو واکمني دوي ته ډالۍ کړې ده

عملي لارښوونې

په ۱۳۱۵ کال کې بایده ده اروپا یان د پاپ د احکامو پيروي وکړي.

د لرغونو امپراتورانو د حکمونو اخلاقي صلاحیت ښکاره نه دی. د یوویشتمې پيړۍ زیاتره اوروپاییان فکر کوي چې د ننیو ښاریزو غوښتنې د لرغونو باچایانو له فرمانونو چې مخکې ېې ژوند کړی وي لومړیتوب لري. خو علم په دغه اخلاقي بحث کې ګډون نه شي کولی ځکه چې هیڅ یوه معادله او ازمېیښت په دې اړه پرېکړه نه شي کولی. که یوه ننۍ ساینس پوهه د وخت په دهلیز کې بېرته د منځنۍ پېړۍ اروپا ته سفر وکړي، دا وس به ونه لري چې زموږ نیکونو ته قناعت ورکړي او یا داسې شواهد وړاندې کړي چې د منځنۍ پیړۍ د سیاسي ستونزو د اواري لپاره د پخواني امپراتور دغه سند هیڅ ارزښت نه لري. کله به هم هغو ته قناعت ورنه کړاي شي چې دغه سند د دغو ستونزو له اواري سره هیڅ تړاو نه لري.

له بلې خوا د قنسطنطین دغه سند یوازې د اخلاقي قضاوتونو او معیارونو په اساس ولاړ نه ؤ بلکه خاص ادعا يي واقعیتونه هم پکې موجود ؤ چې ساینس ېې د ردیدا او تایید  وړتیا هم لري. په۱۴۴۱ میلادي کال کې یو کاتولیک پادري او ژبپېژاند  لورینزوالا  یوه علمي څېړنه خپره کړه چې ثابته ېې کړه د قنسطنطین دغه سند او ډالۍ جعلي ؤ. لورینزوالا د سند ګرامر، توري او بیلابیل عبارتونه او جملې په ځیرتیا سره وڅیړلې. هغه ثابته کړه چې دغه سند داسې توري او عبارتونه لري چې د دریمې پيړۍ په لاتینه ژبه کې نه کارېدل او په غالب ګمان دغه سند د قنسطنطین له مرګه ۴۰۰ کاله وروسته لیکل شوی ؤ. دغه راز په سند کې د مارچ دیرشمې نیټه لیکل شوې او کال ېې هغه کال لیکل شوی چې قنسطنطین د څلورم ځل لپاره قونسل شو او ګالیکانوس د لومړي ځل لپاره قونسل شوی ؤ. په پخواني روم کې به هر کال دوه قونسلان غوره کیدل او په هغه وخت کې دا دود ؤ چې په سندونو به هغه نیټه  لیکل کیده چې قونسلانو د خپل خدمت کلونه بشپړ کړي وي. له بده مرغه قنسطنطین په ۳۱۵ کال کې د څلورم ځل لپاره د قونسلګرۍ په پړاو کې ؤ او ګالیکانوس په ۳۱۷ کال کې د لومړي ځل لپاره د قونسل په توګه غوره شو نو که دغه مهم سند هغه وخت لیکل شوی وي چې قنسطنطین ژوندی ؤ نو دومره غټ دروغ به ېې نه واي لیکلي. دا به داسې وي لکه چې توماس جیفرسن او ملګرو ېې د۱۷۷۶ کال د جولاي په ۳۴ د امریکا د خپلواکۍ سند لاسلیک کړی وي.

نن سبا ټول تاریخ پوهان په دې یوه خوله دي چې د قنسطنطین د لاس دغه سند په اووسومه پيړۍ کې د پاپ په دربار کې جوړ شوی دی. که څه هم لورینزوالا کله هم د لرغونې امپراتورۍ د فرامانونو او حکومونو د اخلاقي اعتبار په هکله کومه خبره راپورته نه کړه خو د هغه علمي څېړنې هغه عملي لارښود چې باید اروپایان تل د پاپ پيروي او اطاعت وکړي له منځه یوړ.۴

د۲۰۱۳ د دسمبر په شلمه د اوګاندا پارلمان د همجننس بازۍ پر خلاف قانون تایید کړ. د دغه قانون له مخې همجننس بازي جرم وبلل شو او که څوک په دغه جرم ونیول شول په ابدي بند به محکوم شي. یو شمېر افراطي عیسایي ډلو د دغه قانون وړاندیز او ملاتړ وکړ. دوي ادعا وکړه چې مسحیت همجنس بازي حرامه بللې. د سند په توګه به دوي د دریم انجیل ۱۸،۲۲ ایت ته اشاره کوله چې وايي: ته له یوه نارینه سره څملاستی نه شې، داسې چې سړی له یوې ښځې سره څملي، دا یو کرکجن او ناسم عمل دی. دغه راز د دریم انجیل ۲۰،۱۳ ایت به ېې رامخته کړ: کله چې  یو سړی له یو بل سړي سره څملي داسې چې له یوې ښځې سره څملي دواړو لویه ګناه کړې او باید ووژل شي، په دغه حالت کې به ېې خون په خپله غاړه وي. په پخوانیو پېړیو کې همدغسې دیني افسانې د نړۍ د میلیونونو انسانانو د کړاو سبب شوي. دغه افسانې په لنډه توګه داسې بیانولی شو:

اخلاقي ارزونه او قضاوت:

انسان باید د خداي احکامو ته غاړه کیږدي.

د واقعیتونو په اساس ادعاګانې(ادعا شوی حقایق):

کابو درې زره کاله مخکې خداي انسان ته امر کړی چې همجنس بازي دې نه کوي.

عملي لارښود:

 خلک باید له همجننس بازۍ ډډه وکړي.

ایا دغه افسانه حقیقي او سمه ده؟ ساینس پوهان او څېړاند د دغه اخلاقي قضاوت په وړاندې  چې وايي انسان باید د خداي حکم ته غاړه کیږدي دلیل نه شي ویلی. په شخصي او فردي توګه یو کس پرې بحث کولی شي. ته کولی شې و وايې چې بشري حقوق د خداي تر احکامو غوره دي او که خداي امر کوي چې دغه بشري حقوق دې تر پښو لاندې شي نو موږ باید د خداي امر ونه منو. خو له دې سره سره داسې کوم علمي او ساینسي مدرک او سند نه شته چې د دې مسلې په اړه تجربې بحث وکړي.

ساینس د دغې ادعايي حقیقت یا  تش په نامه حقیقي ادعا په هکله  چې وايي درې زره کاله مخکې چې نړۍ جوړیده نو انسان ته امر وشو چې له همجنس بازۍ ډده وکړي ډیر څه ویلی شي:

څنګه موږ پوهیداي شو چې دغه ادعا سمه ده؟ د اړوندو اثارو او سرچینو تحیقیقات او پلټنې ښيي که څه هم دغه ادعا په میلیونونو کتابونو، مقالو او انټرنټي پاڼو کې مطرح شوې خو د ټولو سرچینه یوه ده او هغه بایبل یا انجیل دی. خو یو څیړاند به پوښتنه کوي چې چا انجیل ولیکه او چېرته ېې ولیکه؟ پام وکړئ چې دا یو اخلاقي قضاوت یا پوښتنه نه ده بلکه د واقعیتونو په اساس یوه پوښتنه ده. عیسایان او یهودان وايي د موسي لږ ترلږه یو کتاب (eviticus یا Vayiqra) د خداي له لوري د سینا په غره کې پر موسي ع نازل شوی دی او له هغه ورسته نه هم کوم ټکی پرې ورزیات شوی او نه هم ترې کم شوی دی. خو څېړاند به پوښتنه کوي چې څنګه په دې خبرې دومره ډاډه یو؟ پاپ به ادعا کوله چې د قنسطنطین احکام په درې سومه میلادي پیړۍ کې په خپله د قنسطنطین په لاس لیکل شوی دی خو وروسته معلومه شوه چې دغه سند په خپله د پاپ د پادریانو له لوري څلور سووه کاله وروسته جعل شوی دی.

خو اوس د ساینسي څېړنو له لابراتواره ګټه اخلو او غواړو پوه شو چې انجیل چا او کله لیکلی دی؟ دا هغه څه دي چې له سلو کالونو راهیسې څېړاندو هڅه کړې پرې پوه شي او که ته ورسره دلچسپي لرې نو د هغوي ټول کتابونه او موندنې لوستلی شې. د دې لپاره چې یو اوږد تاریخ لنډ کړو دلته باید یادونه وکړو چې ډېرو معتبرو څېړنو په اتفاق سره دا خبره تایید کړې چې انجیل د بېلابېلو لیکبڼو او ټکسټونو ټولګه ده چې په بېلابېلو وختونو د بېلابېلو کسانو له لوري لیکل شوی دی. او دغه لیکنې د انجیل له زمانې ډیر وروسته د کتاب په بڼه راتولې شوي دي.

داود باچا تر میلاده ۱۰۰۰ کاله مخکې ژوند کړی خو ډېرو دا خبره تایید کړې چې د تورات پنځم کتاب د یهودیه د باچا یوسیاس په دربار کې له میلاده کابو ۶۲۰ کاله مخکې لیکل شوی دی. دغه کتاب د یوه تبلیغاتي کار په توګه ولیکل شو چې د یوسیاس اقتدار پرې زیات کړي. د موسي دریم کتاب نور هم وروسته یانې له میلاده کابو پنځه سوه کاله مخکې لیکل شوی دی.

دغه نظریه یا دلیل چې ویل کیږي لرغونو یهودانو د بایبل ټکسټ یا لیکنه خوندي وساتله او نه ېې کوم شی پرې زیات او نه هم ترې کم کړل د څېړاندو له لوري رد شوې ده.  څېړاند وايي چې بایبلي یهودیت داسې دین نه ؤ چې لیکلی کتاب دې ولري او د منځني ختیځ د نورو دودونو او رواجونو په شان د وسپنې د زمانې یو عادي شفاهي دین ؤ. دغه دین نه کوم انجیل درلود نه معبد، نه کوم کتاب، نه کوم یشیواي یا دیني مدرسه او نه هم رابیاګان یا دیني ښوونکي. دغې دیني فرقې بر عکس یو لړ تشریفات درلودل چې زیاتره به پکې د حاسد اسماني خداي لپاره د څارویو قربانۍ کیدلې چې د دغو قربانیو په بدل کې به خداي ورته د بارانونو په ورولو او په پوځي ډګر کې په بریالیتوبونو کې مرسته وکړي. دیني مخکښان پکې د لیاقت په اساس نه غوره کېدل بلکه د پادریانو کورنۍ وې چې میراثي بڼه ېې درلوده. زیاتره به نالوستي پادریان وو چې یوازې مذهبي دستورې ېې ترسره کولې او د سپېڅلو کتابونو د لیکلو او لوستلو لپاره ېې وخت نه درلود.

په دویم معبدي پړاو« Herod’s Temple یاThe Second Temple» کې سیال مذهبي مشران رامنځته شول. یهودي زدهکړیالانو چې د متنونو په لیکلو او تفسیر بوخت ول زیات نفوذ پیدا کړ د دغه نفوذ یوه برخه د فارسي او یوناني ژبې د اغیز له امله ؤ. په لیک او لوستلو کې دغه ماهرین وروسته په رابیاګانو یا یهودي ملایانو بدل شول. د رابیاګانو له لوري راټول شوي متنونه وروسته د «بایبل» یا سپیڅلي کتاب په نامه وپیژندل شول. د رابیاګانو یا یهودي ملایانو حیثیت او اعتبار د هغو د ځانګړې پوهې او علم په اساس ؤ دا مهمه نه وه چې له کومې کورنۍ سره تړاو لري او په څه ډول کورنۍ کې زیږیدلي دي. له پخوانیو او زړو دیني عالمانو  سره په لیک او لوست د دغه ځوان کهول ټکر حتمي ؤ. له نیکه مرغه رومیانو له میلاده اویا کاله وروسته د رابیاګانو په ځاي یوروشلیم او د هغه ستر معبد ته اور ورته کړ او د یهودانو لوېه  بلوا ېې وځپله. کله چې معبد ونړېد نو روحاني کورنیو خپل اغېز او اقتصادي بنسټونه چې د قدرت اساسات ؤ له لاسه ورکړ، او د خپل موجودیت دلایل (raison d’être) ېې له لاسه ورکړل. په دې ډول دودیز یهودیت چې معبدونه، پادریان او بې رحمه جنګیالي ېې درلودل ورک شو. پر ځاي ېې نوی یهودیت چې کتابونه، رابیاګان او تکړه کاتبان ېې درلودل رامنځته شو. د کاتبانو اصلي توان د متنونو په تفسیر کې ؤ. دوي له دغه توان او وړتیا ګټه پورته کړه او استدلال به ېې کاوه چې څنګه یو قدرتمن خداي اجازه ورکوي معبد ېې وسوځول شي. دغه راز دوي له همدې وړتیا او توانه استفاده کوله چې د پخواني یهودیت او نوي یهودیت ترمنځ چې دوي رامنځته کړی ؤ یو پُل جوړکړي. د پخواني یهودیت څرنګه چې د بایبل په تاریخ کې توضیح شوی او د نوي یهودیت ترمنځ چې دوي رامنځته کړی ؤ یو لوي واټن موجود ؤ.۵

تر کومه چې ساینس او علم پوهېږي له همجنس بازۍ سره د تورات د دریم کتاب مخالفت یوازې د څو تنو متعصبو پادریانو له امله دی چې په لرغوني یوارشلیم کې ېې زده کړې کړې وې. ساینس او علم دغه پرېکړه نه شي کولی چې باید خلک د خداي احکام عملي کړي که نه، خو ساینس او علم د بایبل د پیدایښت او تاریخ په هکله ډیر څه ویلی شي.

که د اوګاندا سیاستوالان خیال کوي چې یو مقتدر ځواک چې ستوري، کهکشانونه او اسمانونه ېې رامنځته کړي د دوه نارینه هومیو ساپینس یا نني انسان له خوندونه سره دړې وړې کیږي نو علم او ساینس ورسره مرسته کوي چې دغه باطل خیال او ګومان پریږدي.

سپیڅلي دُګمونه

که ریښتیا خبره وشي دا اسانه  نه ده چې د ادعا شویو حقیقتونو او اخلاقي قضاوتونو ترمنځ توپیر وشي. دینونه دغه کړوونکې وړتیا او ګروهنه لري چې ادعايي واقعیتونه په اخلاقي قضاوتونو بدل کړي او په دې ډول ساده خبرې پیچلي او جنجالي کړي. دغه ادعايي واقعیت چې: «انجیل یا بایبل خداي لیکلی دی» ناببره په یوه اخلاقي حکم بدلیږي: ته باید ایمان او عقیده ولرې چې بایبل خداي لیکلی دی.

 پر دغه ادعايي واقعیت ایمان درلودل په تقوا او فضلیت بدلیږي او پرې شک کول لویه ګناه ګڼل کیږي. خو زیاتره وخت اخلاقي قضاوتونو ادعايي واقعیتونه په ځان کې نغښتی او پټ کړي وي. خلک ځان نه په تکلیفوي چې یادونه ېې وکړي ځکه فکر کوي چې یو ځل ثابت شوی نو د ټولو او تل لپاره کفایت کوي. دغه اخلاقي قضاوت چې د انسان ژوند سپيڅلی دی (چې ساینس ېې تایید یا ردولی نه شي)  د دغه ادعايي واقعیت لپاره يوه پوښ دی چې وايي ټول انسانان تلپاتې روح لري.( چې ساینس پرې بحث کولی شي). په همدې ډول دغې ادعا ته پام وکړئ چې یو امریکايی نشنلیست ادعا کوي« د امریکا ملت سپېڅلی دی». دغه ادعا يي واقعیت  رامنځته کوي چې: امریکا د وروستیو لسیزو په ټولو اخلاقي، علمي او اقتصادي برخو کې مخکښه ده. دا په داسې حال کې ده چې علم او ساینس دا نه شي تاییدولای چې امریکايي ملت سپیڅلی دی خو که په دغه قضاوت کې نغښتې دغه ادعا وڅېړل شي نو له علمي او ساینسي پلوه دا معلومولای شو چې په رښتیا امریکا په اخلاقي، علمي او اقتصادي برخو کې مخکښه ده که نه.

 دې چارې د سم هیریش په شان ځینې فیلسوفان دې ته اړ کړي دي چې استدلال وکړي علم په هر حالت کې اخلاقي مسلې اوارولاي شي ځکه چې انساني ارزښتونه تل ادعايي واقعیتونه  په خپل ځان کې نغښتي او پټ کړي وي. هیریش باوري دی چې ټول انسان په یو لوړ ارزښت کې ګډ دي: ټول غواړي درد تر ټولو ټیټ حد ته ورسوي او د نیکمرغۍ هغه وروستی حد تر لاسه کړي. ټول اخلاقي بحثونه حقیقي دي.۵ افراطي مسلمانان نیکمرغۍ ته د رسیدا په خاطر جنت ته د تللو په هیله دي. لیبرالان خیال کوي چې د انساني ازادۍ پرمختګ دوي د نیکمرغۍ وروستي حد ته رسوي اوجرمني نشنلیسټان فکر کوي که برلین ټوله نړۍ اداره او کنټرول کړي دا به د ټولو خلکو په خیر وي. د هیریش له نظره اسلامپالي، لیبرالان، او نشنلیسټان له اخلاقي پلوه په خپلو کې کومه ستونزه نه لري  هغوي پر واقعیتونو ولاړ د ګډ هدف د پوره کېدا په ستراتیژۍ سر نه جوړیږي.

 حتي که د هیریش خبره سل په سلو کې سمه هم وي او ټول انسانان د نیمکرغۍ په لټه کې وي له علمي پلوه به دا سخته وي چې له دې رودې په استفادې سره د اخلاقي ستونزو په هکله پرېکړه وکړو، په تیره بیا دا چې موږ له علمي پلوه د نیکمرغۍ لپاره کومه پیمانه او تعریف نه لرو. د مثال په توګه په چین کې د درې ګونو دروازو د اوبود بند مسلې ته پام وکړئ. له دې سره سره چې موږ ټول په دې یوه خوله یو چې دغه پروژه به نړۍ په غوره او نېکمرغه ځاي بدله کړي څه ډول ډاډه کیداي شو او یا کوم ضمانت شته چې د چین د سیند د ډولفینونو د ژوندي ساتلو او یا د دودیز ژوند د ژغورلو په پرتله به د ارزانه بریښنا تولید ډیر خلک نیکمرغه او خوشاله کړي؟ تر هغو چې د شعور او درک په راز نه یو پوه شوي د خوند او درد لپاره یوه عامه پیمانه یا معیار نه شو موندلی، او دا وس به ونه لرو چې په بېلابېلو کسانو کې د خوند او درد تجربه سره پرتله کړو، دا خو لا پریږده چې د بېلابېلو ژویو ترمنځ درد او خوند اندازه یا پرتله کړو. که یو میلیارډ چیناییان ارزانه بریښنا تر لاسه کړي څو یونټه یا ګرامه نیکمرغي به مو تولید کړي وي؟ که د ډولفینونو یوډول له منځه لاړ شي څو یونټه بدمرغي او غم به مو تولید کړی وي؟ او په ټول کې ایا غم او ښادي د ریاضۍ یونټونه دي چې په جمع او تفریق سره ېې اندازه کمه یا زیاته کړو؟ د ایسکریم خوړل یوه نیکمرغي ده، د یوې ریښتوني مینې پيدا کول تر هغه لوړه نیکمرغي او خوشالي ده. فکر کوئ چې د ښو ډېرو ایسکریمونو خوړل یوې ریښتوني مینې هومره نیکمرغي او خوشالي در په برخه کوي؟ په ټول کې ویلی شو چې که څه هم علم ممکن د اخلاقي ستونزو د غوټو په پرانستلو کې مرسته وکړي خو لا هم یوه کرښه شته چې علم ترې نه شي اوښتی. لږ تر لږه اوس داسې یوه هیله نه شي کیداي. د دین له لارښوونې پرته په لویه پیمانه د خلکو راټول نا شوني دي. که هغه هر ډول دین وي توپیر نه کوي. حتي په خپله پوهتونونه او لابراتوارونه دیني ملاتړ ته اړتیا لري. دین ساینسي څېړنو ته اخلاقي اعتبار ورکوي او په بدل کې ېې پر علمي اجنډا او د علمي موندنو پرګټو نفوذ پيدا کوي. له دې کبله دیني عقیدو ته له پامه پرته د علم په تاریخ هم نه پوهېږو. پوهان په دې هکله له یو بل سره لږ جنجال کوي خو علمي انقلاب په خپله د تاریخ په ډیرې متعصبې، له زغمه تشې او مذهبي ډګماتیکې ټولنې کې پيل شو.

د کوډګرې ښکار

موږ اکثره علم یا ساینس له سیکولرو ارزښتونو او زغم سره یو ځاي کوو. که داسې واي نو له پخوانۍ مډرنې اروپا به د ساینسي انقلاب تمه نه کېدله او له اروپا پرته د نړۍ بله هره سیمه به ورته مناسبه واي. د کریستوف کولمبوس، کوپرنیکوس او نیوټن په زمانه کې اروپا د ټولې نړۍ په پرتله تر ټولو زیات افراطیان درلودل او د زغم او د یو بل د منلو په برخه کې تر ټولو ښکته وه. د ساینسي انقلاب مخکښان په داسې ټولنو کې اوسېدل چې یهودانو او مسلمانانو پکې ځاي نه وو، کافران او له دینه اوښتي کسان به ېې سوځول، او هره بوډۍ میرمن چې پیشو به ورسره وه کوډګره بلل کېده او هرځل چې سپوږمۍ به د څورلمسې شوه یو دیني جنګ پیلېده.

 د  ۱۶۰۰ کلونو په شاو خوا کې په قاهره یا استانبول کې به دې ګڼ کلتوریزې ټولنې، لیدلې چې د یو بل د زغملو وړتیا ېې درلوده، په دغو سیمو کې به سنیان، شیعیان، ارتوډکس مسیحیان، کاتولیکان، ارمنیان، کوپیټران، یهوادان او کله هم هندوان په یو نسبي انډول او سوله کې د یوبل ترڅنګ اوسېدل. یو شمېر نارضایتۍ او ستونزې به وې، د مثال په توګه ممکن د عثماني امپراتورۍ له لوري  له خلکو سره مذهبي توکمیز چلند کیده خو د اروپا په پرتله لیبرال جنت بلل کیده. که په هغه وخت کې دې یوه اروپايي ښار لکه پاریس ته سفر کړی واي نو له افراطي سرزورو به ډک ؤ چې یوازې واکمنو پکې ساه اخیستلی شواي، په لندن کې ېې کاتولیکان وژل او په پاریس کې پروتستان ژوندي نه پرېښودل. یهودان ېې تر دې مخکې شړلي وو او چا په خوب هم نه لیدل چې یو مسلمان ته دې دغو ښارونو ته د ننوتلو اجازه ورکړل شي خو له دې ټولو سره صنعتي انقلاب په قاهره او استانبول کې نه بلکه په لندن او پاریس کې پيل شو. دا یو دود دی چې د موډرنه کیدا د ساینس او دین ترمنځ د جګړې نتیجه وبلل شي. له نظري پلوه ساینس او دین تر هرڅه زیات له حقیقت سره دلچسپي ښيي خو هر یو حقیقت په خپله بڼه تفسیروي او بېلابېل حقیقتونه لري ځکه خوله یو بل سره په ټکر کې دي، خو په عملي ډګر کې نه ساینس او نه هم دین حقیقت ته دومره پام نه کوي له همدې امله په اسانه له یو بل سره سوله، ګډژوند او حتي له خاصو ستونزو پرته ملګرتیا کولی شي.

دین تر هرڅه زیات له نظم سره دلچسپي لري او موخه ېې د ټولنیز جوړښت ساتل دي، ساینس تر څه زیات واکمنۍ او قدرت ته ګروهمن دی او هدف ېې د ناروغیو د معالجې، د جنګونو د پېلیدا او د خوړو د تولید لپاره د قدرت ترلاسه کولي دي. څېړاند او پادریان ښايي په فردي توګه حقیقت ته ډیر اهمیت ورکړي خو ساینس او دین په ټولیز چوکاټ کې په خپل وار نظم او قدرت تر حقیقت غوره ګڼي. نو له یو بل سره ډیر اسانه ټلواله جوړولی شي. د حقیقت د موندلو لپاره یوازینۍ لاره معنوي سفر دی. معنویت یوزاینی سفردی چې د حقیقت له موندلو پرته په بل هیڅ شي نه قانع کیږي او ډیرکم د دیني او ساینسي جوړښتونو په چوکاټ کې ځایېږي.

په نتیجه کې ښايي دا سمه خبره وي چې ووایو نوې افسانه به د ساینس او نوي دین یعنې هومانیزم یا انسان پالنې ترمنځ یو تړون وي. نوې ټولنه به په انسان پالو دُګمونو باور لري او له علم څخه به دغو دُګمونو د کمزورتیا لپاره کار نه اخلي بلکه  برعکس له علم او ساینس څخه به استفاده کوي چې د دغو دګمونو د عملي کیدا زمینه برابره کړي. په یو ویشتمه پیړۍ کې به سوچه ساینسي نظریې د هیومانیستي دُګمونو ځای ونه نیسي بلکه د ساینس او هیومانیزم یا انسانپالنې ترمنځ موجود تړون به له منځه یوسي او ممکن په ځاي ېې د ساینس او پوست هیومانیسټي «تر هیومانیزم وراخوا »دین تر منځ یو نوی تړون رامنځته شي. 

په راتلونکو دو څپرکو کې به هڅه وکړو د ساینس او هیومانیزم ترمنځ پر دغه مډرن اتحاد خبرې وکړو او ورپسې به د کتاب دریم او وروستی څپرکی پر دې بحث وکړي چې ولې ددغه پیوستون یا ټلوالې د نړیدا زمینه برابریږي او په ځاي به ېې کوم ډول نوی پيوستون او تړاو رامنځته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب