Homeخبرونهچین: له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو ناببره اعلان، د افغانستان حالات...

چین: له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو ناببره اعلان، د افغانستان حالات لا خراب کړي

تاند(سې شنبه، د ثور۲۱) چین تور لګوي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو ناببره اعلان په دې هیواد کې د وینې بهېدا د زیاتېدا سبب شوې ده.

د چین د باندنیو چارو وزارت ویندویې وویل، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو اعلان په دې هیواد کې امنیتي وضعیت لا خراب کړی، سولې او ثبات ته یې خطر پېښ کړی او د افغانانو ژوند یې له جدي کواښ سره مخامخ کړی دی.

د سوت چاینا مارنینګ پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هواچونینګ (Hua Chunying) وویل، چین ته د افغانستان وروستیو خونړیو بریدونو ټکان ورکړی او پرې ژور خوابدی شوی دی.

دې د امریکا له متحدو ایالتونو وغوښتل چې له افغانستانه خپل پوځیان په مسوولانه ډول وباسي.

«پکار ده چې وویل شي، له افغانستانه د ځواکونو د بشپړه ایستلو په اړه د امریکا وروستي ناببره اعلان په درست افغانستان کې د حملو او چاودنو له زیاتېدو سره مرسته کړې، امنیتي حالت یې خراب کړی او سوله او ثبات او همداراز د افغانانو ژوند یې له ګواښ سره مخامخ کړی دی.»

تر دې وړاندې د چین پوځ هم له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو د انتقاد په ترڅ کې لیکلي و «امریکا خپله جګړه پای ته رسوي خو د افغانانو جنګ پر خپل حال پرېږدي.»

د چین پوځ: امریکا خپله جګړه پای ته رسوي خو د افغانانو جنګ په خپل حال پرېږدي

د ډېرو افغانانو په باور د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ د امریکا او طالبانو له موافقې وروسته او بیا په ځانګړي ډول د افغانانو ترمنځ د تېر کال د سپټمبر په نیمايي کې د سولې د خبرو له پیلېدو وروسته په افغانستان کې جګړه زیاته شوې خو وروسته له دې چې د اپریل په ۱۴ ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې درست امریکايي پوځیان له افغانستانه د سپټمبر تر یوولسمې پورې باسي، طالبانو د سیمو د لاندې کولو په هدف په هلمند، غزني، بدخشان، بغلان او ځینو نورو ولایتونو کې پراخې حملې پیل کړې.

طالبان که څه هم وتوانېدل چې په بغلان کې د بورکې ولسوالۍ په ګډون ځینې سیمې ونیسي خو په نورو ولایتونو په تېره بیا هلمند کې سختې مرګ ژوبلې ورواوښتې.

په لوګر او د کابل په دشت برچي کې دوې وروستۍ حملې، چې باور کېږي لومړۍ طالبانو او دوهمه داعش کړې، ډېرې خونړۍ او بې رحمانه وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...