Homeخبرونهد وارداتي برېښنا مزي له کابل سره وصل شول

د وارداتي برېښنا مزي له کابل سره وصل شول

تاند (سه شنبه د ثور ۲۱) د افغانستان د برېښنا شرکت وایي چې له ازبکستان څخه افغانستان ته د ۳۱۰ میګاواټه وارداتي برېښنا مزي بېرته له کابل سره وصل شول.

د برېښنا شرکت نن سه شنبه/ د ثور ۲۱/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې شرکت کارکوونکي په دې بریالي شول چې د وارداتي برېښنا یوه پایه ترمیم او په موقتي توګه د کابل د برېښنا مزي وصل کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دویمې پایې د جوړولو چارې هم روانې دي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې په دې سره کابل ته د وارداتي برېښنا د وصل اتیا سلنه چارې بشپړې شوې او ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې پاتې کارونه هم بشپړ شي.

د تېرې جمعې په سهار د کابل د کلکان او میربچه کوټ ولسوالیو تر منځ له ازبکستان څخه افغانستان ته د راغلې برېښنا دوه پایې په بمونو الوځول شوې وې.

د افغانستان برښنا شرکت د جمعې په ورځ وویل چې ناڅرګندو کسانو د کابل ولایت په کلکان ولسوالۍ کې د وارداتي برښنا دوو پایو ته چاودنې ورکړې دي.

د دغه دوو پایو په ویجاړېدو سره د کابل په ګډون ځینو نورو ولایتونو ته د ازبکستان د ۲۲۰ کیلو ولت برښنا جریان پرې شوی و.

که څه هم تر دا مهاله د دغه پایو د تخریبولو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی. خو تر دې مخکې افغان چارواکو په یاده سیمه کې د برښنا پایو د تخریب په تور د ځينو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی و.

د افغانستان برېښنا شرکت له ازبکستان نه ۴۶۰ میګاواټه برېښنا اخلي چې ۳۰۰ میګاواټه یې یوازې د کابل لپاره ځانګړې شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...