یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهتر باجوه وروسته دا ځل د ایران ځانګړي استازي له ولسمشر غني...

تر باجوه وروسته دا ځل د ایران ځانګړي استازي له ولسمشر غني سره وکتل

تاند (سه شنبه د ثور ۲۱) ولسمشر غني د افغانستان په چارو کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان سره وکتل.

ولسمشرۍ ماڼۍ د نورو ډېرو جزیاتو له ورکولو پرته په یوه بیان کې ویلي چې دغه کتنه نن په ارګ کې ترسره شوه او دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، په سولې پروسه کې د وروستیو پرمختګونو او سیمه ییزو مسایلو په هکله بحث او خبرې وکړې.

د یادونې ده چې پرون د پاکستان لوی درستیز د خپل هیواد د استخباراتي ادارې (آی ایس آی) د رئیس ډګرجنرال فیض حمید او د بریتانیا د پوځ لوی درستیز نیکلاس کارټر هم په ګډه کابل ته سفر وکړ او له ولسمشر غني سره یې وکتل.

دا کتنې داسې مهال کېږي چې طالبانو د کوچني اختر په مناسبت په افغانستان کې د درې ورځني اوربند اعلان کړی، خو افغان چارواکي او خلک وايي چې افغان وژنه په هر وخت کې ناروا ده نو طالبان باید روان وضعیت ته د پای ټکی کېږدي، د خبرو مېز ته حاضر شي او د خپلو افغانانو له وینې تویولو لاس واخلي.

اخوا بیا د پاکستاني پوځ مشر قمر جاوید باجوه له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې د افغانستان امن نه یوازې د پاکستان بلکې د ټولې سیمې په ګټه دی او دوی به د دغه هدف د تر لاسه کولو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

ورته وخت کې د ولسمشر لومړي مرستیال بیا کابل ته د باجوه تر سفر وروسته له ډېرو جزیاتو پرته ویلي چې افغان حکومت په خپلو اقداماتو کې صادق او جدي دی او د پاکستان د متقابل عمل په تمه دی.

امرالله صالح د افغانستان په اړه د پاکستان د سیاست یو له سر سختو افغان انتقاد کوونکو څخه دی او په وار وار یې ویلي چې پاکستان او د دغه هیواد پوځ له طالبانو څخه ملاتړ کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب