دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان - چین پر نښلوونکي سړک چټک کار روان دی

د افغانستان – چین پر نښلوونکي سړک چټک کار روان دی

تاند (سه شنبه د ثور ۲۱) د افغانستان د فواید عامې وزارت وايي، د بدخشان ولایت په ځينو سیمو کې له چین سره د دغه هیواد د نښلوونکي سړک جوړولو کار په چټکۍ سره روان دی.

د فواید عامې وزارت نن سه شنبه/ د ثور ۲۱/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه جغلي سړک ۴۹.۷ کیلومتره اوږدوالی لري او د بدخشان د پامیر “بزهای ګنبد خورد” څخه پيل او د دغه ولایت د واخان ولسوالۍ تر پای پورې چې کابو د چین هیواد سرحدي نقطې ته رسیږي غځېدلی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د دغه سړک د جوړولو چارې ۱۵ سلنه مخته تللي دي او د جغل اچولو د کار په پای ته رسېدو سره به د اسفالت کار هم شروع شي.

د فواید عامې وزارت تمه ښيي چې افغانستان ـ چین ترمنځ لار به په راتلوونکي کې د افغانستان او چین ترمنځ د ترانزیټ په لار بدله شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه سړک به د ۳۶۹ میلیون افغانیو په ارزښت جوړ شي چې پیسې یې د افغانستان د ملي بودجې څخه ورکول کیږي.

د افغانستان حکومت دغه لار له چین سره له تر ټولو نژدې لارو څخه بولي او وايي چې د دغې لارې په جوړېدو سره به د افغانستان او چین ترمنځ سوداګري زیاته شي.

“یاد سړک چې د افغانستان دولت له راتلونکي پلان سره سم د واخان کوريډور برخه جوړوي پر مټ به يې افغانستان د سیمه ییز نښلون اقتصاد محوره سیاست ته څو ګامه نور هم ورنږدې کړي”.

د فواید عامې وزارت وایي چې د دغه سړک په جوړېدو سره د بدخشان د واخان ملي پارک ته د سیلانیانو تګ هم زیات شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب