یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهقریشي د باجوه له سفره وروسته وویل، د افغانستان سولې ته خورا...

قریشي د باجوه له سفره وروسته وویل، د افغانستان سولې ته خورا زیاته هیله غوړېدلې

تاند(سې شنبه، د ثور۲۰) د افغانستان له ولسمشر سره د پاکستان د پوځ د لوی درستیز له پرونۍ کتنې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نن وویل چې په افغانستان کې د مضبوطې سولې لپاره په لوړه پیمانه هیلې غوړېدلې دي.

شاه محمود قریشي نن په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل، په افغانستان کې سوله د ټولې سیمې د سولې او امنیت لپاره حیاتي ده.

ده وویل، د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه په کابل کې له افغان مشرانو سره په لوړه کچه غونډې وکړې او د افغانستان د سولې پر پروسې یې خبرې ورسره وکړې.

قریشي زیاته کړه«له دې غونډې وروسته په افغانستان کې دوامدارې سولې ته هیله خورا زیاته ده. موږ د افغانستان په سوله او ثبات کې له افغانانو سره ولاړ یوو.»

د پاکستان د باندنیو چارو وزیر وویل، امریکا له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو اعلان کړی، نور مسوولیت د افغانانو په غاړه دی چې په خپل هیواد کې سوله راولي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، قریشي د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د مسلو د حل لپاره خبرې اترې یوازینۍ حللار وبلله.

پرون د پاکستان لوی درستیز د خپل هیواد د استخباراتي ادارې (آی ایس آی) د ريیس ډګرجنرال فیض حمید او د بریتانیا د پوځ لوی درستیز نیکلاس کارټر په ګډه کابل ته سفر وکړ او له ولسمشر غني سره یې وکتل.

ولسمشر غني په دې کتنه کې وویل، د سولې په ټینګښت کې د سیمه‌ییزو هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان رول او پر طالبانو د دغه هېواد اغېز ډېر مهم دی او دواړه ګاونډي هېوادونه له متقابل درناوي، ښه ګاونډیتوب او اقتصادي همکارۍ پرته بله لار نه‌لري.

ښاغلي غني زیاته کړه، د افغانستان جګړه نظامي حل‌لار نه‌لري او د طالبانو ټینګار پر پوځي حل‌لارې افغانانو ته د منلو نه‌دی او افغان ولس د بحث او مذاکراتو له لارې د عادلانه او تل‌پاتې سولې غوښتونکی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب