چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهبشري حقونو کمیسیون له ښکېلو اړخونو د تلپاتې اوربند غوښتنه کړې

بشري حقونو کمیسیون له ښکېلو اړخونو د تلپاتې اوربند غوښتنه کړې

تاند ( سه شنبه، د ثور ۲۱مه) د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اختر په درېیو ورځو کې د اوربند هرکلی کړی.

یاد کمیسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دوی په هېواد کې وروستي تاوتریخوالي اندېښمن کړي وو نو له همدې امله له دې درې ورځني اوربند هرکلی کوی.

دغه کمیسیون له ټولو ښکېلو لوریو غوښتنه کوي، چې له فرصت څخه په استفادې دې تلپاتې اوربند وکړي او په هېواد کې دې د سولې لپاره خپلې هڅې لا ډېرې، پیاوړې او ګړندۍ کړي. د یادونې ده، چې وسله والو طالبانو د اختر په دریو ورځو کې د اوربند اعلان کړی، چې وروسته بیا افغان حکومت هم امنیتي ځواکونو ته د اوربند د مراعاتولو امر کړی دی.

په ورته مهال د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د اوربند د اعلان هرکلی کړی.

نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ کچه وحشتناکه او بوږنوونکې وه، چې زیان یې عامو افغانانو ته رسېدلی دی.

دده په خبره سره له دې چې د درې ورځني اوربند هرکلی کوي، خو افغانان دایمي اوربند غواړي او ښکېلې خواوې باید د خپل ولس غږ واوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب