چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهتخار کې سېلابونو ۶ تنه مړه کړي

تخار کې سېلابونو ۶ تنه مړه کړي

تاند ( سه شنبه، د ثور ۲۱مه) د تخار ولایت په پنځو ولسوالیو کې وروستیو سیلابونو ۶ تنه مړه کړي دي.

د یاد ولایت سیمه ییزو چارواکي وایي،چې تېره شپه د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو چال، فرخار، بنګي او یو شمېر نورو سیمو کې سیلابونه راوتلي دي.

چارواکي زیاتوي د دې سېلابونو له امله د څلورو ماشومانو په ګډون شپږ تنه مړه شوي دي.

چارواکي وایي چې سېلابونو دغه راز ۱۲ کورونه ویجاړ کړي، ۶۰ څاروي له منځه وړي او څلور سوه هکتاره کرنیزه ځمکه هم له منځه وړې ده.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې سیلابونه راووتل، چې د معلوماتو له مخې  له امله یې شاوخوا سل تنه مړه او لسګونه نور ژوبل دي.

تېره اونۍ په نورستان ولایت کې د مالي زیان ترڅنګ سېلابونو له یوه کس څخه ژوند اخیستی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب