یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د نور او معرفت سمندر

د نور او معرفت سمندر

اسمعيل لاروی/ پکتيا پوهنتون

د دومره کليمو کارولو ګټه دا شوه چې خپله ناپوهي ووينم. د محمد انور وفا سمندر دا خبره سقراط په يو بل شکل کړې او سمندر صاحب « د درک شېبې» کې يو بل ځای هم را اخيستې. علم، پوهه، خرد، درک، د ځان او جهان پېژندنه او بالاخره هغه ټولې هڅې چې انسان يې د معرفت او شناخت لپاره کوي، تر ټولو لوی هدف يې دا دی چې انسان خپله ورکه نيکمرغي ومومي. موږ څوک يو؟ له کومه راغلو؟ چېرته ځو؟ اغاز او انجام څه و او څه به کېږي؟ زرګونه پوښتنې شته چې بشپړ او قناعت بښوونکی ځواب ورته نه دی ويل شوی، دې او دې ته ورته پوښتنو ته نسبي ځوابونه ويل شوي خو هر څوک او هره ژبه خپله خبره لري. انسانان د جبر او اختيار په پيچلتياوو کې د ادم ع د پيل شوي سفر پړاونه وهي او په هر پړاو کې له يو عالم پوښتنو سره مخامخېږي. ساينسي او اجتماعي علوم د طبيعت، متافزيک او تر منځ يې د شته روابطو په اړه فورمولونه، تعريفونه… او تشريح لري خو بيا هم نه دا ټول روابط درک شوي او نه د انسان تنده ماته شوې بلکې هره کوچنۍ رابطه د پياز په څېر ټوله له پردو اوبدله شوېده، د مولانا بلخ په باره کې عبدالکريم سروش همدا خبره کوي، هغه وايي چې انسان د د معرفت د غوټو په خلاصولو کې پسې ستومانه دی او هر لور پسې ځي خو د مولانا په قول؛ که بيا هم دا هڅې هيڅ شي، څه به کېږي؟ دا اصلاً، هغې خبرې ته اشاره ده چې مولانا له اوبو تنده مهمه بولي. د انساني پوهې او درک دا تنده او د عالمونو دا معماوې د ژوند او معرفت د تبحر باعث ګرځي او همداسې ښه ده چې هنرونه پنځېږي، ساينس د تکامُل نوې بوخڅې را پرانيزې او د درک هغه خوندور سفر چې بايد جاري وساتل شي، جاري پاتې دی، سمندر هم په دې اند دی چې: « تر ټول پنځېدلي هنر لوړ شهکار پنځېدلای شي». 

ټول علوم، هنرونه، تخليقات، تحقيقات… او آن تنقيد د دې لپاره دي چې د انسان فکري او شعوري رڼا زياته شي، د مخلوقاتو هغه پټ کونجونه هم وليدل شي چې تصور يې ناممکن وي او دا عيني مسايل دي، تر سيارو سفرونه، د حجرې او اتوم د بيا بيا راسپړلو هڅې د همدې شاهدي ورکوي، هنر، فلسفه او ادبيات هم همداسې متبحر حالت لري، د کليمو د کارولو ګټه همدا ده چې: « خپله ناپوهي ووينو». انسان يوازې د ناطق ژوندي په څېر دنده نه اجرا کوي، بلکې هغه هنرونه او فعاليتونه چې بې د ژبې له کارولو يې د معرفت لپاره کوي، پاموړ دي. رسامي، خطاطي، حکاکي…  دا ټول د معرفت له زياتېدو سره مرسته کوي او د علم د دومره خورې رڼايي باوجود هم د ټولو انسانانو درک او پوهه يو شان نه ده، دا موضوع راته سمندر صاحب په ډېر ښه انداز بيانوي: « انسان د خپلې اګاهۍ د وزرونو په پراخوالي، حضور لري او له خپل حضوره، د خپلې ويښتيا په اندازه اګاه دی». 

حضرت سعدي رح فرمايي: 

برګ درختان سبز در نظر هوشيار

هر ورقش دفتريست معرفت کردګار

د الله ج د وجود په اړه د سمندر صيب نظريه همدا ده، د پنځ په هر څه کې د خدای ج د قدرت نښې وينې او لوی کمال يې دا دی چې دا نښې لوستونکي ته هم په کمال سره ښيي. خدای ج شته، هر چېرته شته او هر وخت شته… چې داسې ده نو بيا د انسان وېره له څه ده؟ اندېښنه څه ته کوي؟ او نور نو څه غواړي؟ د سمندر صاحب په نږدې ټولو اثارو کې د خدای ج د شتوالي بحث همداسې راغلی، خوشحال بابا وايي: 

يو مې بيا موند په هر څه کې 

چې مې وکړ د زړه سير

سمندر د پوهې او معرفت له مرغلرو لبريزه دی او په پوره اخلاص سره د معرفت او رڼا خورولو چاره مخته وړي، مطلب دا چې دی په ټول قوت هغه خبره تر لوستونکي رسوي چې ورته مهمه او د انسان په ګټه ښکاري. د سمندر اخلاص له مفاهيمو او الفاظو ښکاري، دی مو خدای ج ته ورنږدې کوي، له خدايه د وېرې او فاصلې هيڅ خبره نه لري بلکې ټولې خبرې يې له خدای ج سره د مينې او محبت په اړه دي، الله ج له ځانه او مخلوقاتو لري او جدا نه بولې، دی په خپل وجود او شا و خوا کې د خدای ج وجود راښيي او راته وايي چې خدای ج هر ځای شته که څه هم پښتنو ته دا موضوع له ده وړاندې غني خان په ښه انداز خو په شعر کې بيانوله. سمندر د ( پوښتنې زورورې تورې) تر عنوان لاندې ليکي: 

د اروا غوڅ برخليک، معنوي وده ده. دغه راز په غوڅه توګه باور لرم چې خدای ج شته.

نو خنډ له کومه شو؟ 

نو بيا ولې د ځانپېژندنې په ( الف او بې) په څښېدا مخته ځو؟

ولې د ذهني – متافزيکي پوهې په اسارت کې لوېږو؟

ښايي خنډ موږ خپله واوسو. 

او په وروستۍ برخه کې د يو رښتنيني فيلسوف واقعيت او حقيقت ته د رسېدو لارې او شېوې ته اشاره لري: يو يې وازمويئ، په ياد مو دي چې فيلسوف سقراط د خپلو پوښتنو مخلوق و. 

سمندر هم خپله خبره ( په غوڅه توګه باور لرم چې خدای ج شته) او هم په پوښتنو سره د خدای ج د اثبات لپاره دلايل وړاندې کوي او هغه شک چې انسان يې لري، خپله انسان دی. نوموړی باور لري چې خدای ج شته نو بيا وېره او ډار له کومه شي؟ اندېښنه څه ته وکړو؟ نو هر څه به الله ج سموي، حمزه بابا ويلي و:

هيڅ اسره مې بې له خدايه پاتې نشوه

چې مې غيرو ته اسره کړه، بې اسرې شوم

د حمزه بابا دا خبره راته سمندر صاحب په يو بل ډول کوي: ( له خدايي مينې پرته بله هر دعا دروغ ده). 

امام غزالی رح فرمايي: « د معرفت تحصيل د سپيڅلي روح، سپيڅلي امام له پيروي بغير نه شي تر سره کېدلی». د امام غزالي په قول؛ له دې وړاندې چې موږ حقيقت ته ورسېږو او د معرفت له فيضه برخمن شوو نو لازمه ده چې لومړی د اسلام د سپيڅلي دين لاره وپېژنو چې هغه د حضرت محمد ص پيروي ده. د کائيناتو او تلپاتې پديدو، اشياوو او ټولو موجوداتو په اړه چې بحثونه کېږي/ شويدي، د لويديځ د فلسفې او د ختيځ د عرفان په سيوري کې هڅې يې د يادېدو دي، د لويديځ د فلسفې منشا له ميلاده وړاندې د سقراط له زمانې سره اړه لري او د ختيځ عرفان د حضرت محمد ص له پيغمبري را وروسته تجلا مومي، که څه هم له دې وړاندې هم په ختيځ او هم په لويديځ کې د عرفان او فلسفې په اړه هڅې شوې دي او که ووايو؛ د انسان د معرفت پيل د انسان له پيدايښت سره سم شوی دی، د ختيځ فلسفيانه او عقلاني بهيرونه او جريانونه هم له مذهبي او فرهنګي تاثراتو بې برخې نه دي. 

د انور وفا سمندر په اثارو کې هم د فلسفي او هم د عرفاني اطلاعاتو او نظرياتو څرک وينو، نوموړی خپله په دې اعتراف کوي چې فلسفه له تېرو اثارو څخه د اخيستنې په صورت کې وده کوي، البته دا تېر اثار عالمانه ويناوې، څېړنې، کتابونه، تاليفات، ژباړې او هر هغه څه چې موږ ته د يوې پديدې په باره کې د معرفت د يوې شُغلې په توګه کار وکړي. د سمندر صيب په باره کې استاذ نجيب منلي يوه معقوله خبره کړې چې دلته يې رانقلول، ضروري برېښي: «سمندر عرفان او فلسفه سره يو ځای کوي او له څو لحاظونو د پښتو ادبياتو په برخه کې يو انقلاب دی، شرق عرفان لري او غرب فلسفه لري، د دغو دواړو امتزاج زموږ په کار ؤ او په دې برخه کې د افغانستان په ادبياتو او بيا د شرق په ادبياتو کې يو ډېر ستر ګام دی». 

سمندر صاحب د مطلقيت تابع نه دی، په هره نظريه کې يې انعطاف شته او په کوم څه کې چې تاکيد کوي، په دې خاطر يې کوي چې هغه د انساني ژوند لپاره خورا مهم وي، مثلاً، په مينه او عشق ډېر ټينګار لري خو بې مينې او بې عشقه ژوند څه دی؟ اصلاً ژوند مانا نه لري، يا خدای ج ته په نږدېکت راته ټينګار کوي، دا خو مهمه مساله ده چې انسان دې له خپل جانان سره وصل وي، دی راته د رحم او مهرباني درس راکوي، د اخلاص او وفا خبرې کوي، د آبديت عقيده راښيي او دا د مذاهبو يو لوی بحث دی، په اسلامي نړۍ کې تصوف د انعطاف او نرمښت طريقې لري او د تصوف محوري مساله همدا آبديت دی، آبديت په څه مانا؟: انسان چې ژوندی وي نو د هستۍ يوه برخه وي، کله چې مري، موږ وايو، فلاني له دارالفنا څخه دارالبقا ته ته کډه وکړه، يا وايو، په ابدي خوب ويده شو که څه هم هغه څوک چې مري نو ظاهراً خو له هستي څخه جارو کېږي خو اصلي خبره دا ده چې دا زموږ د عقايدو برخه ده چې له مرګه وروسته په ژوند باور لرو او دا باور لرو چې له دې وروسته له ابدي ژوند سره وصلېږو، د صوفيانو باور دا دی چې له مرګ وروسته له خپل جانان سره د وصلېدو پړاونه پيلېږي او دا د مسلمانانو عقيده هم ده، د سمندر صاحب ( د حال ابديت) اثر که وکتل شي، پرېکون پکې نشته خو باوجود دې چې دی راته له ابديته غږېږي، د وخت د قيمت په اړه هم خبره کوي او حال مهم يادوي، شېبه ورته خورا مهمه ده او ائينده د حال قاتله ګڼي. 

د سمندر صيب په کلام کې انسان ازاد دی، انسان د معرفت هر پړاو طی کولی شي، انسان د خدايي مينې څکه کولی شي، انسان له شته کائيناتو او موجوداتو څخه د خوند اخيستلو ګڼې لارې لري، انسان د ژوند له هر پړاوه لذت او فيض وړلی شي، له انسانه بغيير نور کائينات يې په کلام کې مجسم او ژوندي دي، د ژوند او مينې روان سمندر کهکشانونه او کيهانونه په خپلو نرمو څپو کې را نغاړي او د ابديت پر لور يې يو بې پايه سفر پيل کړی، البته که ووايو چې دا د ابديت جاري سفر دی، ښه به وي. 

سمندر د نورو زياتره ليکوالانو او وعظانو خلاف چې وچې خبرې کوي، مثلاً؛ راته وايي چې جنګ مه کوئ!، په مرسته کولو کې جنتونه دي… دی راته لومړی د يوې بيوزلې ښځې کيسه کوي او بيا راته له هغې سره د هغه کس مرسته په انځوريز ډول وړاندې کوي چې خيرخواه دی يا که وعظ هم کوي، داسې وعظ کوي: ( يو ځل دې چې خدای ج ته د خدمت په لاره کې ګام کېښود، بيا په شا تګ نشته). نږدې ټول متن يې د حکايت او کيسې تر څنګ په لوړو ادبي ظروفو کې د عالمانه ويناوو او معرفت فيض لري. 

بايزيد بسطامي رح ويلي دي، څوک چې خدای ج وپېژني، مينه ورسره لري. د انور وفا سمندر د خدای ج پېژندنې له ليدلوري دې نتيجې ته رسېږو چې مينه ورسره ولرو، په پښتنې ټولنه کې د دين له ادرسه د خدای ج پېژندنې په ارتباط د رحم پر ځای د قهر او ترس زياتې خبرې کېږي، حال داچې، د الله ج له رحم او مينې خبرېدل مو په اسانۍ د دې لوی ذات معرفت ته رسوي.

شيخ محی الدين عبدالقادر جيلاني رح خلکو ته په نصحت کې فرمايي: «هغه څه چې تاسو خراب کړي دي، بيا يې اباد کړئ، هغه څه چې کرغېړن کړي مو دي، د توبې په اوبو يې ومينځئ او هر څه مو چې فاسد کړيدي، د هغو د اصلاح لپاره هڅه وکړئ!»( ايوبي، ۱۴۲۸ ه،ق).

ديني روايات او نږدې ټول مذاهب دا پيغام لري چې د بلې دنيا ښېګڼې او بد ګڼې د دې دنيا په عملونو، عقايدو او د ژوند د کړو، وړو له رويه دي، موږ په دې اړه متلونه او ګړنې هم لرو، چې څه کرې، هغه به ريبې يا: خپل عمل د لارې مل. خپله ژبه هم کلا ده، هم بلا… ملايان چې په هديرو کې وعظ کوي، يوه مهم خبره يې دا وي چې: ( قبر د عمل صندوق دی، له مړي سره يوازې د هغه عمل ملګرتيا کوي، بل هيڅوک او هيڅ څه يې ملاتړی او همسفری کېدی نشي…) په نبوي احاديثو کې لولو چې عملونه په نيتونو پورې اړه لري او عمال په خاتمو پورې، مطلب دا چې کوم څه تر سره کوو، اغاز او انجام يې بايد دواړه سم وي، دا موضوع انور وفا سمندر د درک شېبې اثر په ۲۰ مخ کې د ( جنت خپله کرونده) تر عنوان لاندې په داسې ښکلي انداز بيانوي: 

وايي: جنت د هر وګړي، د فکر، باور، دريځ او کړنو انعکاس دی. 

موږ هغه څه ته رسېږو چې په ټول وس کې ورته تلاش کوو. 

د قهر بدل قهر دی، د مينې، مينه ده. 

دا د ژوند غوڅ قانون دی، څه چې کرې، هغه به ريبې. 

هر وګړی د خپلو روانو او فردي تجربو له لارې مومي چې جنت يې د عمرونو کرونده ده. 

خپل زوی ته د زردشت په ويناوو کې راځئ؛ « خپله اروا په غوسه او کينه مه ناولې کوه». مذهبي، عرفاني او تصوفي علوم راته وايي چې انسان له مرګه وروسته هم ژوند لري، د تصوف او عرفان تاکيد په دې باور دی چې انساني روح له مرګه يا فناه وروسته له يو بل عالم سره وصلېږي چې آبديت دی او همدا عالم په اسلامي عقايدو کې د دې دنيا له مزاياوو او خوندونو په ځلونو، ځلونو بهتره دی. اصلاً خو د ټولو مذاهبو او اخلاقياتو يو لوی بحث دا دی چې انسان اصلاح شي او د دې اصلاح لپاره ورته داسې لارې او ګودرې په ګوته کوي چې له منکراتو راوګرځي، دا له مذهبي او اخروي اړخه بغير د دنيايي ژوند د ښه پر مخ بيولو لپاره هم يوه ښه چاره ده. د انور وفا سمندر اثار چې لولو نو هم د ابديت خبره کوي چې له تصوف او عرفان سره اړخ لګوي او هم دنيايي مثالونه راوړي چې په ټوله کې د انسان له سالمې روزنې سره مرسته کوي. د زردشت د خبرې په تائيد د سمندر له کتابه يوه لنډکۍ کيسه را اخلو چې اصلاً، د مهرباني په باره کې ده: « له شيخ بهايي نه يې وپوښتل: ای شيخه! خدای ج دې چېرې وموند؟ ويې فرمايل: ما خدای ج د هغو وګړو په زړونو کې وموند چې پرته له هيڅ راز توقع پر ټولو مهربانه دي!» دا حکايت چې (د مينې کولو جنت) په درېيم ګام کې راغلی له عنوان سره دا جمله هم راغلې: « ژوند ظاهره شوې الهي مينه ده». 

د عرفان او تصوف له مسايلو مالامال يو مهم اثر ( ګنج نامه خواجه عبدالله انصاري) دی، دا اثر چې د عقل او نقل پر بنياد ليکل شوی، د نثر او نظم دواړه برخې لري، د انسان د خلقت په باره کې د بحث يو بيت يې دلته را اخلو: 

خاک آدم هنوز ناپخته بود

عشق آمده بود، در دل آويخته بود

د ميني اکادمۍ باغ چې د سمندر صاحب په وروستيو چاپ شويو اثارو کې يو دی، نږدې ټول موضوعات يې د مينې او محبت په باره کې دي که څه هم په عرفان کې ځينې کسان د مينې لپاره خپلې درجې لري خو دلته په دې اړه بحث نشته بلکې د کاروان صاحب په قول:

مينه د خدای ج مينه بېلې بېلې جامې واغوندي

چا ته معشوقه شي، چا ته مور چا ته د پلار غوندې

عشق او مينه سمندر صاحب د انسان اصلي جوهر يادوي او لکه د خواجه عبدالله انصاري غوندې چې د انسان خاوره بې له عشقه ناپخته ګڼي، دی وايي: « مينه لګيا ده، تر ټولو بې مثله او بې جوړې څېرې او رنګونه راوړي، لږ به دمه شو: ښايي مينه د هرې څېرې، هر ژوند او هرې پېښې څټ ته خاموشه ولاړه وي!».

د سمندر صاحب د اثارو له اصلي موضوعګانو يې څو دلته په لنډو را اخلو، د خدای ج مينه: خدای ج دغه شېبه، هر ځای، هر چا سره شته. د انسان د ځمکني سفر او مزل ټوله مېوه په دغه پوهېدل دي. د ښځو حقوق څه دي؟: له اخلاقي پلوه متعادله ټولنه هغه ده چې دواړه جنسونه د پوره ازادي او مسؤليت منلو په فضا کې، ګډ ژوند اختيار او هغه وپالي. مينه: مينه بې جوړې ښېګڼه ده او مينه د ټولې هستۍ پنځونکې کليمه ده. جګړه: خدای ج پخپل مقدس غږ کلام سره ژوند وپنځاوه، نو جګړه له کومه شوه؟. خير ښېګڼه: خدمت کول په دې مانا دي چې هر حرکت، هر فکر او هر څه چې سر ته رسوو؛ پوره ښه او ګټور واوسي… دا او نورې ټولې ويناوې د ليکوال په انعطاف او نرمښت دلالت کوي.

د شلمې پېړۍ افغان مفکر او لوی ليکوال ارواښاد ګل پاچا الفت د ( ګرانه ليکواله!) تر سرليک لاندې مقاله کې کاږي:« د يوه ولس د حقيقي سعادت د تامين لپاره له هر چا نه د پوهانو او ليکوالانو مرسته ډېره په کار ده، دوی بايد خلک د اصلاحي فعاليتونو او پروګرامونو په ښېګڼو پوه کړي او په عالم کې داسې خوشبيني پيدا کړي چې واقع بينۍ ته زیان ونه رسوي».  د سمندر صاحب نږدې ټول اثار همداسې دي چې د الفت صاحب ارمان پوره کوي، دی ټولنه ښې لارې ته بولي، د سوليدلو او رواجي زنځيرونو له دامونو يې را وباسي، له تعصب او بدبيني يې ژغوري، واقعي انساني افکار خلکو ته لېږدوي، مينه او عاطفه خلکو ته لېږدوي. په يو او بل پسې درې مسلسل کتابونه ( د بل بدلولو دوزخ، د ځان موندلو برزخ او د مينې کولو جنت) يې د خپلې ټولنې هغه ناخوالې په کيسه ايزه بڼه بيانوي چې زموږ د وروسته پاتې والي باعث ګرځي او تر څنګ يې په غير مستقيمه توګه د اصلاح داسې افکار وړاندې کوي چې هر يو يې زموږ د راتلونکو تيارکو لارو لپاره مشال کېدی شي، مثلاً، د مينې کولو جنت په شپاړسم ګام کې راته وايي:« حقيقت ډېری خلک ناراحته کوي نو هڅه کوي چې هغه لېرې وغورځوي او هېر يې کړي.» الفت صاحب له ليکواله همدا غواړي چې د خپلې زمانې او خپل چاپېريال د نادودو پر وړاندې ودرېږي او هغه څه روښانه کړي چې د ملتونو او هيوادونو راتلونکې ته په واقعي مانا ګټور وي، الفت صاحب د خلکو په قضاوتونو پسې نه ګرځي او دا لاره سمندر صاحب هم خپله کړېده، دی چې زه څومره پېژنم، حتا د خپلو ليکنو او فعاليتونو ښه غبرګون ته هم په تمه نه اوسي، هر څه چې ليکې، په اړه يې قضاوت ټولنې ته پرېږدي، حال دا چې د ټولنې بستر هم تر اوسه پورې د دې جوګه نه دی چې د سمندر په څېر لوی انسان جذب کړي او رښتيا پر ډبرو خو اوبه رغړي. 

د انور وفا سمندر د ليکنو طرز او لاره په پښتو ادب کې بې سارې او نوې ده. نثر او مفاهيم يې په پښتو ادب کې نوی رنګ لري، هغه څه چې ده بيان کړي او په کوم ډول يې بيانوي، نوي دي، مطلب ( څه؟ او څنګه؟) يې دواړه نوي دي. سمندر صاحب د هنري نثر ليکوال دی. استاذ اسدالله غضنفر وايي: « موږ چې ادبي نثر يادوو، منظور مو تر ډېره حده تخيلي ليکنې وي چې بديعي او هنري نثر يې بولو.» د سمندر صاحب په نثر کې ځينې ځايونه د سپين شعر څرکونه هم ښکاري او هغه خواږه چې موږ يې له شعره اخلو، د سمندر په نثر کې هم را رسي. سهراب طاوسي(۱۳۹۴) وايي، چې معمولاً ايراني ليکوالان او منتقدند بې وزنه شعر ته سپين شعر وايي او دا په پښتو کې هم موږ وينو خو په دې دواړو ژبو کې ځينې داسې شاعران شته چې د سپين شعر په نوم نثرونه بازار ته وړاندې کوي، سپين شعر هم پخپل ذات کې يو ډول توازون او موسيقيت لري، موږ چې په نوره شاعري کې بندونه لرو، په سپين شعر کې شعري پراګرافونه( Verse Paragraph) لرو. د سمندر صاحب په نثرونو کې هم د سپين شعر ځينې څرکونه ليدل کېږي او يا که ووايو چې نثر يې هومره روان او سليس دی چې د شعر تنده هم پرې ماتېږي، بده به نه وي. د ياد ليکوال داسې نثر چې شعري تنده پرې ماتېږي:

چوپتيا د کلماتو بې شکله شکل

عشق کولای شي دغه غير ذهني نعرې شعر کړي.

ترانه يې وغږوي

دا غږ په ټول ژوند ګډ دی.

هر هغه چې د خپلې اګاهي دننه اورئ، 

د هغه سپين غږ، يو غږ يې دی.

د سيند شوړس…

د باد د منډې اوښښ

د مرغۍ چپو، چپوووو.

د جټ الوتکې غرزس، 

د تالندې غړمبا…تر پايه( د درک شېبې اثر شپږم او اووم مخونه).

د سمندر صاحب نثر خپلې ځانګړنې لري، يو خو دا چې دی نوي او په زړه پورې ترکيبونه کاروي، که د کتابونو عنوانونه يې وکتل شي، ښکلي او جالب ترکيبونه دي: د حال ابديت، د درک شېبې، غږ د کليمو روح، د مينې اکاډمۍ باغ او همدا شان په متن کې هم په زړه پورې او نوي ترکيبونه لري، روانه تجربه، قاتل حواس، سپين سهار، د غږ چينه، بې شکله کليمه، د غږ بحر، د سکوت فصل، د اګاهي بام، رواني تابلو، د ځان ابديت، نامکتوب غږ، د لمر طلايي روپۍ…

د انور وفا سمندر په نثر کې حس آميزې خورا زياته ليدل کېږي، څو بېلګې يې دلته را اخلو: ۱) د غږ چينه: له چينې اوبه را خوټېږي او غږ د امواجو په مرسته خپرېږي او يا له يوې مرجع څخه و بلې ته رسېږي، د حس آميزي هنر هله خوندور شي چې کله ډېر نا اشنا ظرف د پديدو د بيان لپاره را واخيستل شي.۲) مينه د خلقت ټوله ماده ده: مينه د مادې په څېر محسوسه نه ده، مينه ښايي هيڅ ظهور ونه کړي، ښايي ظاهره شي خو د مادې په څېر د کتلې، حجم، وزن او شکل ځانګړنې نه شو ورته راوړلی يا په دې تلو مينه نه شو تللی. ۳ ) دا ژوندۍ او جاري پوهه ده: حيوانات او انسانان ژوند کوي، اوبه او هوا غير حيه دي خو جاري وي او پوهه نه د حيه او نه غير حيه اجسامو په کتار کې راځي خو د حيه اجسامو د يوې نوعې يوه خاصه ده چې جاري او ژوندی حالت يې د حس آميزۍ يوه ښه بېلګه ده. د ياد ليکوال په ټولو اثارو کې د حس آميزۍ مالامال سمندرونه جاري دي. 

ليکوال د عنوانونو لپاره نوي ترکيبونه او نوې بڼه لري، په پښتو نثر کې د سمندر صاحب عنوانونه د نوي والي او جالب والي په تله تر نورو سنګين دي. دی د عنوانونو په انتخاب او ليکلو کې سولېدلې خبرې نه لري، مثلاً؛ د مينې په اړه چې خبرې کوي نو داسې عنوان ورته ټاکي: مينه د ټول عمر طلايي مدرسه. دا او ورته نور ټول عنوانونه يې خورا جالب او نږدې ټول نوي دي، دا يې هم څو بېلګې: جنت د اګاهۍ حاضره پوړۍ، د يوازيتوب بې جنسه عطر، کتاب مجسم غږ، مينه د نفس له ځنګله ازادي، د شيطان پنځه لاسونه، هستي د خدايي مينې مادي څېره، مينان د هستي کاشفان، جهان د خدايي ارادې شکل، انسان د نفس مستعمره، د ابديت ناتمامه دبده، مينه د حقيقت هېر نوم، ژوند پر سواد مشر، کور، په ژوند راتاو اندام، هستي د رزم ستر ډګر، د بت شکن کار دننه دی…

د ليکوال يوه بله ځانګړنه دا ده چې نږدې ټولې جملې او کليمې يې شاعرانه دي، ځينې ځايونه خو يې نثر او ازاد شعر سره ګډ کړي خو هره جمله چې لولو، د شعر کيف ترې اخلو. سمندر لنډې جملې او بيخي لنډ پراګرافونه لري چې په لوستو کې يې هيڅ ستړيا او ستوماني نه محسوسېږي، د جملو لپاره هم داسې کليمې غوره کوي چې شاعرانه سرور لېږدوي، وچې او ستړې کوونکې جملې نه لري يا په متن کې مسايل په داسې انداز نه بيانوي چې د وعظ او نصيحت د مروجو طريقو په شان د ستړيا باعث شي، دا يې هم يوه بېلګه: 

ژوند د خدای د نوم رنګينې انګازې

ونه ژوندۍ ده. 

ونه تن لري، صراحي اندام، 

او ګز ګز څڼې لري. 

تر دې څڼو لاندې دمه نيول، 

ساه شړل – هوسا کېدل،

او د زړه په ژبه، د ژوند بې متنه متن تلاوت کول، دعا نو بله څنګه وي!؟

غني خان وايي:

ستورو ته اسمان کې يو وخت وويل هلال

چې خدای ج ادم له مينه ورکړه، موږ له تش جمال

مينه حقيقت، حسن سايه د حقيقت ده

حسن ته زوال شته، مينه نه لري زوال

(مينه حقيقت) ده، سمندر صاحب په وارونو، وارونو په مختلفو شکلونو شاربلې موضوع ده، د مينې اکادمۍ باغ په څلور پنځوسم مخ کې تر ( مينه د حقيقت ماده) عنوان لاندې يو ځای کاږي:« يو ځوان به ګورې چې په داسې پېغله پسې زمکې اسمانونه لټوي چې طلايي زړه ولري او دی ټول عمر ورسره تېر کړي، بيا به ګلمخې پېغله وګوري چې ټول ارمان يې د داسې طلايي زړه موندل وي خو دا دواړه بل هر څوک موندلی شي خو يو بل نه. چې دا ولې؟ ليکوال د حُسن ارزښت نه بيانوي او په پای کې هم د مينې ارزښت ته په درنښت قايلېږي چې هماغه د غني خبره ده او وايي: مينه وکړه او مينه درواخله. 

د بل بدلولو دوزخ، د ځان موندلو برزخ او د مينې کولو جنت د تاثراتو او کالمونو ټولګې دي چې يو وخت له کندهاره په خپرېدونکې ورځپاڼه ګرداب کې هم خپرېدل، دا درې واړه يو په بل پسې راغليو اثارو عنوانونه ماته دانته اليګيري(Dante Alighieri) د الهي کميډي(Devine Comedy) نه په الهام ښکاري چې الهي کميډي هم درې( دوزخ، برزخ او جنت) پړاوه لري که څه هم د دانته له دې اثر سره په اسلامي نړۍ کې ځينې مخالفتونه شته او دا يو خيالي سفر دی خو په ادبياتو کې يو شهکار دی او د نړۍ تر څنډې، څنډې يې خپل قوت رسولی دی. 

سمندر صاحب په ( دعا د ځان سپارل دي) اثر کې ځينې ځايونه تر خپل متن لاندې کاپي ليکلي، زه د يو لوستونکي په توګه پوی نه شوم چې دا خبرې يې له خپلو ټولنيزو شبکو ( فيسبوک، ټويټر) څخه را اخيستې او که د بل چا متن دی، دا وضاحت بايد شوی وای، يا ( د مينې اکاډميسن مسيج) دا هم وضاحت غواړي چې دا متن د چا دی او دا مسيجونه د چا له خوا چا ته شوي دي؟ ځينې ځايونه په قوسونو کې د لنډو ويناوو په څېر جملې وينو چې د ويونکو په اړه يې وضاحت نشته. 

د سمندر صاحب په متن کې ځينې مفاهيم، جملې او بيتونه په تکراري ډول راوړل شوي دي، د رحمان بابا دا بيت:

دا جهان دی خدای ج له عشقه پيدا کړی

د جمله و مخلوقاتو پلار دی دا 

دا بيت ( د مينې کولو جنت) په څلورم مخ، دعا ځان سپارل دي، اثر په اته ويشتم او يو بل ځای يې له دوهمې مصرعې څخه د يو مطلب لپاره عنوان غوره شوی دی.

د سمندر صاحب پر نثر د ډاکټر عبدالکريم سروش ځينې اغېزې هم ليدل کېږي. مکتب عشق( مولانا شناسی)، قمار عاشقانه( د يو اثر نوم)، درک لحظات( يوه اصطلاح)، معلم عشق او ښايي نورې داسې ګړنې  او عنوانونه هم وي چې عبدالکريم سروش کارولي وي او سمندر صاحب هم ترې اغېزمن شوی وي، د سمندر صاحب د يو کتاب نوم هم د مينې کولو اکادمۍ باغ چې د مينې اکاډمۍ په نوم فيسبوک کې ځينې خپرونې هم لري، عاشقانه قمار د درک شېبې اثر په دويم مخ کې راغلی عنوان دی او د درک شېبې يې د يو اثر عنوان دی، د مينې اکاډميسين… خو هغه څه چې استاذ محمد انور وفا سمندر يې تر لوستونکيو رسوي، د انسان په خير موضوعات دي او په نوې بڼه يې د رسولو هڅه کوي، د سمندر صاحب نثر په پښتو کې نوی او بې ساری دی، د ځينو خلکو انتقاد ښايي دا وي چې د سمندر صاحب په نثر په اسانۍ پوهېدل ګران دي خو اصلي خبره دا ده چې د سمندر صاحب په نثر کې هر څه ژوندي دي، متحرک دي، غږېږي او هغه ورکې چې انسان پسې ستړی دی، سمندر صاحب يې په بې روحه کاڼو، لوټو او دوړو کې راښيي، مينه هر لور خوره ده، خدای ج هر ځای او هر وخت شته، ښکلا په هر څه کې شته خو د انساني ديد ظروفو ته اړتيا ده چې دا ښکلا را ټوله کړي، د سمندر صاحب په کلام کې غږ له چينې را خوټېږي، د ځنګله ونې روانې دي، د ژوند ښايست له ګله اورېدل کېږي نو دا خبرې چې نوې دي، حتماً بايد يو څه پېچلتيا هم ولري.  

ماخځونه

الفت، ګل پاچا. نثري کليات. ۲۱۰ مخ.  ۱۳۷۶. دانش خپرندويه ټولنه. 

انصاري، خواجه عبدالله. تصحيح و ويرايش فنی: فريدون اسلام نيا. ګنج نامه خواجه عبدالله انصاري. شيخ الاسلام احمد جام. ۱۳۹۰.

ايوبي، محمد نادر. عرفان. ۴۴۲ مخ. صحاف نشراتي موسسه – کوئټه. ۱۴۲۸ سپوږميز کال. 

سمندر، محمد انور وفا. د مينې کولو جنت. وروستۍ پښتۍ، د استاذ نجيب منلي خبرې. ۱۳۹۴ لمريز. 

سمندر، محمد انور وفا. د درک شېبې. ۲۰ مخ. مينه اکاډمي. ۱۴۰۰ لمريز. 

طاوسي، سهراب. ايا شعر ما سپيد است؟ فصل نامه تخصصی تحليل و نقد متون زبان و ادبيات فارسی. ۱۳۹۳/۶/۳۰. شماره تابستان. ۱۳۹۳. 

غضنفر، اسدالله. د نثر ليکلو هنر. ۲۱۴ مخ. مومند خپرندويه ټولنه، ننګرهار. ۱۳۹۱ لمريز

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب