یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د افغانستان د جهاد داستان| دولت وزیري

د افغانستان د جهاد داستان| دولت وزیري

امير سلطان (کرنل امام)

«د افغانستان د جهاد داستان»

(ویده افغانان)

په دې لړۍ کې د (د افغانستان د جهاد داستان) د کتاب لنډیز خپرېږي، چې لوستونکي د افغانستان په تړاو د پاکستان په پټو سیاستونو پوه شي او په لنډو کې د تاریخ په یوه لویه برخه پوه شي. د کرنل امام دغه روایت احمد رضوان تارړ لیکلی، چې عیل یوسفزي ژباړلی دی.

په امریکا کې مې د استخباراتو په برخه کې زده کړې وکړې.

 د امریکایانو له هدایت سره سم مې اسلامي علوم او امامت زده کړل.

له راتګ سره مې په پېښور کې د ای اس ای د پراشوتو څانګې مشرې پر غاړه واخیسته.

د بوټو د هدایت سره سم د پوځ لوی درستیز د ای اس ای مشر جنرال غلام محمد ملک ته امر وکړ، چې له نصیرالله بابر سره مرسته وکړي.

دا ټوله سناریو د دې لپاره وه چې د داود خان د ډیورنډ د ماتولو هلې ځلې له خاورو سره برابرې کړي.

ماته د ای اس ای مشر دنده وسپارله چې له جنرال نصیرالله بابر سره ګډ کار وکړم. او زموږ سره دوه تنه نور کرنل راز او ميجر ظهور هم ملګري شول.

پر دې مهال له افغانستان څخه څو تنه چې شمېر يې ۳۵ تنو ته رسېده راغلي وو. حکمتیار، رباني، مسعود او دین محمد هم په کې وو.

د ذوالفقار علي بوټو په هدایت، نصیرالله بابر دنده واخيسته چې د جماعت اسلامي په مرسته راغلو افغان ښاغلو ته پوځي روزنه ورکړو.

موږ دوی وروزل او په ۱۹۷۵ کې مو افغانستان ته ولېږل، په افغانستان کې يې بریدونه وکړل. داودخان مجبور شو چې، ډیورنډ هېر کړي، پاکستان ته راشي او د پاکستان له مخالفت څخه لاس واخلي.

که مو دا کار د افغانانو په لاس نه وای کړی اوس به تر اټکه زموږ نه و. دا زموږ لپاره د خدای ستر نعمت و چې مفت په لاس راغلي وو.

خلک وايي، تاسو ولې د اسلامي بنسټپالو ملاتړ وکړ. موږ د پاکستان په خاطر د دوی ملاتړ وکړ او د افغانستان په جګړه کې زموږ ګډون د پاکستان لپاره و، نه د افغانستان لپاره.

خدای زموږ په پلو و، ځکه يې مفت یوه ډله افغانان زموږ په لاس راکړې وه، څرنګه چې مو کار ترې اخیسته اخیستلای مو شو.

او کله چې بیا شوروي پوځ پر افغانستان یرغل وکړ، بیا خو زموږ غوا لنګه شوه. د پاکستان په خاطر مو پر افغانستان خپل زړه داسې یخ کړ چې زه په کې له امیر سلطان څخه په کرنل امام بدل شوم.

زه د افغانانو امام شوم، ځکه د همدې امامت لپاره امریکایانو روزلی وم.

«دا زموږ خپل جنګ و»

ډېر خلک فکر کوي چې موږ د مجاهدینو ملاتړ کاوه. خو دوی نه پوهېږي چې دا زموږ خپل جنګ و. که مو جنګ نه وای کړی، افغانستان به په کم وخت کې دومره پرمختګ کړی وای چې بیا به نړيواله ټولنه کې هر چا ورباندې حساب کاوه او پاکستان به تباه شوی وای.

ضیاالحق ویل چې د نورمحمد تره کي حکومت باید په رسميت ونه پېژنو، خو امریکا پر موږ فشار راوړ، چې د نور محمد تره کي حکومت باید په رسمیت وپېژنو.

امریکا له شورویانو وېره لرله ځکه په ویتنام کې ترې مات شوي وو.

موږ ویل په حتمي توګه باید د خپل هېواد په خاطر د افغانستان جګړه چې زموږ خپله جګړه وه پر مخ بوځو.

درې کاله موږ د مجاهدینو ټول بار په خپلو اوږو واخیست، وروسته امریکا خپلې مرستې پیل کړې.

زه په جرئت وایم چې دا زموږ جګړه وه، د تنظیمونو مشران چې لا پخوا زموږ لاس ته راغلي وه، ښه کار مو ترې واخیست.

که مو جګړه خپله نه وای ګڼلی، اوس به پاکستان نه و او نه به تر اټکه زموږ په لاس کې وای او نه به په نړیواله سطحه پاکستان د پرستیژ او حیثیت خاوند و.

نور بیا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب