یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسي این این: امریکا له افغانستان څخه د تخلیې الوتنې لغوه کړې

سي این این: امریکا له افغانستان څخه د تخلیې الوتنې لغوه کړې

تاند:( پنجشبه، د ميزان دوه ویشتمه) سي این این ټلویزون نن په یوه عاجل خبر کې ویلي، چې متحده ایالاتو له افغانستان څخه د خپلو افغان همکارانو او خطر سره مخامخو کسانو د تخلیې الوتنې لغوه کړي دي.

سرچینې د دې پریکړې دلیل نه دی روښانه کړی او معلومه نه ده، چې په کوم دلیل دا پریکړه شوې ده؟

دا پریکړه په داسې مهال شوې، چې پرون متحده ایالاتو له افغانستان څخه د خطر سره مخامخو فعالانو او خپلو افغان همکارانو د خوندي ویستو لپاره د بهرنیو چارو وزارت تر چتر لاندې یوه همغږې کوونکې وګمارله.

د نوې ګومارل شوې همغږي کوونکې الیزابت جونز په اړه ویل شوي، چې پخوا هم د افغانستان په چارو کې د بهرنیو چارو وزارت له دیپلوماتانو څخه وه.

 ویل کیږي، چې امریکا متحده ایالاتو له تېرې اګست میاشتې راهیسې، چې د افغانستان جمهوري نظام پکې سقوط شو، تر ۱۲۰ زرو پورې کسان ویستي.

په دوی کې د متحده ایالاتو د پوځي او ملکي ماموریت افغان همکاران، ژباړونکي او ډېر نور خلک، چې د ویستو لپاره نامستحق ګڼل شوي، د پراخو بې نظمیو او ګډوډیو پرمهال له کابل هوایي ډګر څخه وتي او د افغان کډوالو لپاره په مختلفو هېوادونو کې د امریکا په موقتي پنډغالو کې دېره شوي.

 په وروستیو ورځو کې له پنډغالو څخه د دغو کسانو د لېږد بهیر متحده ایالاتو ته هم پيل شوی.

له دې سره متحده ایالاتو اعلان کړی و، چې زر به له افغانستان څخه د تخلیې بل پړاو هم پيل شي او پر شرایطو برابر کسان، چې ممکن د ویستو لپاره غږ ورباندې وشي، باید د عاجل سفر تیاری ولري.

ویل کیږي، چې په دې اړه په دوحه کې له طالب پلاوي سره امریکایي لوري مذاکرات هم کړي او ځینو هوکړو ته سره رسیدلي دي.

تازه اعلان په داسې مهال دی، چې د طالبانو لخوا له خپلو مخکينيو مخالفینو سره د تاوتريخوالي او ان وژنو خبرونه ډېر شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب