یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبانو د پاکستان نړۍ وال هوایي‌ شرکت (پي آی ای) ته خبرداری...

طالبانو د پاکستان نړۍ وال هوایي‌ شرکت (پي آی ای) ته خبرداری ورکړ

تاند (پنجشنبه، د میزان ۲۲مه) د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي‌ چلند وزارت د پاکستان نړۍ وال هوایي شرکت (پي آی ای) او د افغانستان یوه خصوصي هوایي شرکت کام ایر ته خبرداری ورکړی چې د کابل – اسلام اباد تر منځ دې د خپلو ټکټونو قېمتونه بېرته پخواني حالت ته راښکته کړي.

ویل کیږي چې پاکستان وار له مخه له کابل څخه اسلام اباد ته د کام ایر الوتکو په ورتګ بندیز لګولی، میدان یې خپل ځان ته خالي کړی او د یوه مسافر یو طرفه ټکټ یې تر ۲۸۰۰ ډالرو پورې رسولی چې په سیمه او تاریخ کې هېڅ ساری نه لري.

د افغانستان د هوایي چلند وزارت د خبرتیا دغه لیک چې نېټه او پرله پسې نمبر پرې نه دي لیکل شوي، نن د ملکي هوايي چلند ادارې خپور کړی دی.

په خبرتیا کې راغلي، «د پي آی ای او کام ایر خصوصي هوایي شرکتونو ته اطلاع ورکول کیږي چې د کابل – اسلام اباد تر منځ دې د ټکټ قیمتونه د اسلامي امارت د فتحې نه مخکې چې کوم قیمت معیار وه په همغه اندازه تنظیم کړي، د مخالفت په صورت کې به د دوی الوتنې په ذکر شوي خط السیر بندې شي،»

خبرتیا وړاندې لیکي، «ټول مسافرین او مراجعین دې د تخلف او ټکټ لوړوالي په صورت کې په دې هکله د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت سره مرسته او مستند اسناد دې وړاندې کړي.»

د پي آی ای د ټکټونو د قېمتونو په لوړولو سربېره، پاکستان د پخوا په څېر له افغانستان څخه د ورتلونکیو مېوو په وارداتو باندې بندیزونه لګولي او په ورته وخت کې یې د کېلو په شمول په خپلو صادراتي مېوو باندې محصول معاف کړی چې له یوې خوا د افغانستان مېوې ورستې شوې او بلې خوا ته پاکستان د افغانستان په مارکیټونو کې خپلو مېوو ته ښه لاره اېستلې ده.

ویل کیږي چې د تېرو شلو کالونو په ترڅ کې پاکستان خپلې ټولې هڅې په دې متمرکزې کړې چې په افغانستان کې رامنځته شوی جمهوري نظام چې د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره یې مټې رانغښتې وې، راوپرځوي او افغانستان په داسې یوه هېواد باندې بدل کړي چې له نورې نړۍ سره یې اړیکې پرې شي او سر تر پایه پاکستان ته محتاج شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب