جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونه‏د اجمل احمدي ۶ نیم میلیونه افغانۍ معاش کنګل شوی

‏د اجمل احمدي ۶ نیم میلیونه افغانۍ معاش کنګل شوی

تاند:( پنجشبه، د ميزان دوه ویشتمه) راپورونه وایي، چې طالبانو د پرځول شوي جمهوري نظام پرمهال د افغانستان بانک د سرپرست رئیس اجمل احمدي ۶ نیم میلیونه افغانۍ معاش د هغه په بانکي اکونټ کې کنګل کړی.

معلومه نه ده، چې د هغه میاشتینی معاش څومره و او دا ۶ نیم میلیونه افغانۍ یې د څومره وخت کار له معاش څخه په اکونټ کې زېرمه شوې وې.

له دې سره، تازه راپور کې راغلي چې د احمدي له لوري د افغانستان بانک یو شمېر ګوښه شویو کارکوونکو په دې تړاو طالبانو ته شکایت کړی او دندې ته یې د بیا ور ګرځیدو غوښتنه یې کړې ده.

طالبانو د دوی شکایت ارزولی او یو شمېر ګوښه شوي کسان یې بیا پر دندو ګومارلي دي.

اجمل احمدي د مخکيني ولسمشر له تر ټولو نيږدې کسانو څخه و، خو د نظام له نسکورېدو څخه وروسته يې د هغه ځينې سياستونه نقد کړل.

د احمدي په سر له پرځول شوي ولسمشر څخه يوه لويه برخه خلک ناراضه وو، خو ولسمشر غني سره له دې چې پارلمان احمدي ته د رد رايه ورکړې وه، نوموړی د افغانستان بانک د سرپرست په توګه ټاکلی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...