یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه کونړ کې چاودنې د شیګل قوماندان وژلی او ۱۱ نور ژوبل...

په کونړ کې چاودنې د شیګل قوماندان وژلی او ۱۱ نور ژوبل کړي

تاند(پنجشنبه، د میزان ۲۲مه) د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې نن په یوه بمي چاودنه کې یو طالب مشر وژل شوی او ۱۱ نور ژوبل شوي دي.

طالب چارواکي وايي په دې چاودنه کې، چې د دوی د وسله والو کسانو په موټر کې شوې د شیګل ولسوالۍ د پولیسو قوماندان وژل شوی دی.

یوه طالب چارواکي د نوم د نه څرګندېدو په شرط فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي «په دې پېښه کې د پولیسو قوماندان وژل شوی او ۱۱ نور ژوبل دي.»

د کونړ د مرکز اسعداباد د مرکزي روغتون یوه ډاکتر وویل چې روغتون ته ۱۱ ټپیان وروړل شوي چې ۴ یې طالبان او ۷ ملکیان دي.

تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی خو ګومان کېږي چې دا برید به هم داعش کړی وي.

دې ډلې د کندوز د تېرې اوونۍ د خونړۍ حملې مسوولیت هم په غاړه واخیست.

طالبانو پخوا ادعا کوله چې د افغانستان حکومت او امریکایان د داعش ملاتړ کوي خو اوس په دې اړه څه نه وايي چې څوک د دې ډلې ننګه کوي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد امریکا ږغ ته ویلي چې د دوی له لوري د افغانستان له محبسونو څخه د داعش ډېر کسان خوشي شوي او له همدې کبله د دې ډلې له لوري بریدونه زیات شوي دي.

1 COMMENT

  1. جنایتکاران او قاتلین هم له زندانو خوشی شول او هم له پاکستانه راغلل دا دی اوس په ګډه افغانان وژنی اووه تنه بیګنا ملکیان یی وژلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب