یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبانو له امریکا د خدمت د فرصت غوښتنه وکړه

طالبانو له امریکا د خدمت د فرصت غوښتنه وکړه

تاند:( پنجشبه، د ميزان دوه ویشتمه) د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه له امریکا متحده ایالاتو څخه غوښتي، چې په افغانستان کې خلکو ته د خدمت فرصت ورته ورکړي.

نوموړي دا غوښتنه له الجزیرې ټلویزون سره په مرکه کې کړې ده.

ملا خیرالله دغه راز له امریکا غوښتي، چې پر طالب مشرانو لګولي بندیزونه لغوه کړي.

د ده په وینا، دوی د بندیزونو د لغوه کیدو مستحق ځکه دي، چې له امریکا متحده ایالاتو سره یې ټولې کړې ژمنې عملي کړي.

هغه دغه راز له افغان خاورې د داعش او نورو ټولو ډلو له لوري امریکا ته د ګواښونو خبره رد کړې او ویلي، چې په دې اړه ډاډمنه فضا رامنځته شوې ده.

متحده ايالاتو د طالبانو دغې غوښتنې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

امريکا او نورو ډېرو هېوادونو ټینګار کړی، چې بشري حقونو ته درناوی، ټول شموله او ټولو ته د منلو وړ نظام جوړول او په دې ته ورته برخو کې د طالبانو عملي ګامونه او نړيوالو ته اطمینان ورکول به يې د دغې ډلې له واکمنۍ سره د اړیکو جوړولو سبب شي.

طالبانو مخکې ادعا کوله، چې متحده ایالاتو او متحدینو ته یې په افغانستان کې ماتې ورکړې، خو په وروستيو کې ترې بیا بیا د مرستو غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب