دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهجرمني په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په ماتې اعتراف وکړ

جرمني په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په ماتې اعتراف وکړ

تاند:( پنجشبه، د ميزان دوه ویشتمه) د جرمني وڅ په يوه تازه وينا کې منلې، چې د هېواد په ګډون يې لويديځ په افغانستان کې ماتې خوړلې ده.

ولسمشر. «فرانک والتر اشتانمایر» دا اعتراف په هغو مراسمو کې وکړ، چې په افغانستان کې د جرمني ځواکونو قربانبو ته د درناوي په موخه جوړ شوي وو.

د جرمني ولسمشر پخپله وينا کې وويل، چې لویدیځ په افغانستان کې د تلپاتې دولت په جوړولو کې ناکام شو.

د آنادولیا په خبره د کابل ناڅاپي سقوط دوی مجبوروي څو په نړۍ کې د خپل مسووليت، امکاناتو اومحدودیتونو په اړه په نوي او انتقادي ډول فکر وکړي.

جرمني په تېرو شلو کلونو کې د متحده ايالاتو په مشرۍ په افغانستان کې د نړیوال ماموريت له مهمو هېوادونو څخه و.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام بنسټ هم، د طالب واکمنۍ له نسکورېدو وروسته د جرمني په بن ښار کې د حامد کرزي په مشرۍ د موقت حکومت له جوړېدو څخه وشو.

د تېرې ۲۰ کلنې افغان جګړې پر مهال د جرمني ۵۹ سرتېري وژل شوي او ۱۲.۵ ميليارده يورو يې يوازې پر پوځي ماموريت مصرف شوی دی.

د‌دې تر څنګ، جرمني په وروستیو ورځو کې وویل چې د افغانستان په بیارغونه یې تر ۲۰ ملیارد ډالره زیاتې پیسې لګولي دي.

د ځینو شنونکو په باور، که په بن کنفرانس کې ځپل شوي او تسليمیدونکي طالبان هم بلل شوي او د تېر نظام برخه ګرځول شوي وای، د افغانستان تېر ۲۰ کلونه به دغه هېواد او نړيوالو ته داسې له ځاني او مالي زيانونو ډک نه وای.

1 COMMENT

  1. دوی، غربی اروپایان له دروغ ویلو نه شرمیېږي، دوی خپل مطلب ته تر آخره رسېدلي دي، هغه شیان يې چه غلا کؤل، غلا يې کړل او ولاړل. دوی د جنګ تاوان چه پر افغانانو يې وټپل بایدي ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب