Homeخبرونه‏د ملا متقي په مشرۍ طالب پلاوی ترکیې ته تللی

‏د ملا متقي په مشرۍ طالب پلاوی ترکیې ته تللی

تاند:( پنجشبه، د ميزان دوه ویشتمه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د دوی یو لوړپوړی پلاوی له دوحې څخه د ترکیې د پلازمېنې انقرې پر لور خوځیدلی.

د طالبانو مطبوعاتي سرچینو ویلي، چې دغه سفر د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر چاوش داود اوغلو په بلنه ترسره شوی.

په دې پلاوي کې د طالبانو یو شمېر نور چارواکي هم شامل دي.

یاد شوی پلاوی څو ورځې مخکې د امریکا متحده ایالاتو، قطر او اروپایي ټولنې له هیئتونو سره د خبرو په هدف د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی و.

د دې سفر په ترڅ کې طالب لوري د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه له یادو لوریو سره ولیدل او د افغانستان د بشري بحران او د نړیوالو د اندیښنو په اړه یې خبرې ورسره وکړې.

ترکیې ته یاد شوی سفر په داسې مهال کیږي، چې پرون د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاوش داود اوغلو په نیږدې راتلونکي کې کابل ته د یو شمېر اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په ملتیا د خپل سفر اعلان وکړ.

له ترکي وزیر سره د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره هم د یاد شوي سفر د اعلان پر وخت حاضره وه.

اندونیزیایۍ وزیره، چې د نړۍ د تر ټولو لوی اسلامي هېواد دیپلوماتیکه دستګاه رهبري کوي، ویلي، چې کابل ته د سفر پرمهال به طالبان وهڅوي څو له ښځینه وو څخه د زده کړو، کار او نورو فعالیتونو اخیستل شوي حقونه بیرته ورکړي.

ترکیې د دې ترڅنګ په افغانستان کې د ټول شموله نظام په جوړیدو ټینګار کړی.

د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام یوه لویه برخه چارواکي او نور ګڼ سیاستوال هم له نظام پرځیدو وروسته ترکیې ته تللي.

معلومه نه ده، چې د طالبانو پلاوی خو به په رسمي یا نا رسمي ډول له افغان سیاستوالو سره لیدنې کتنې لري کنه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...