یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهفرانسې د طالبانو پر وړاندې تاجیکستان ته د همکارۍ ډاډ ورکړ

فرانسې د طالبانو پر وړاندې تاجیکستان ته د همکارۍ ډاډ ورکړ

تاند:( پنجشبه، د ميزان دوه ویشتمه)د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د تاجیکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره لیدلي او د نورو موضوعاتو ترڅنګ یې د افغانستان د وضعیت او طالبانو سره د تاجیکستان د اړیکو په اړه خبرې کړي.

ویل شوي، چې په دې لیدنه کې فرانسوي لوري تاجیکستان ته د طالب واکمنۍ د پایلو پر وړاندې مبارزه کې تاجیکستان ته د همکارۍ ډاډ ورکړی.

فرانسه او تاجیکستان دواړه د طالبانو د واکمنۍ له ښکاره مخالفو هېوادونو څخه دي.

تاجیکستان خو د طالبانو د رژیم پرضد د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې یو شمېر مشرانو ته پخپله خاوره کې پناه ورکړې او دوی عملاً له هغه ځایه د طالبانو خلاف فعالیت کوي.

د تاجیکستان ولسمشر فرانسې ته د سفر پرمهال یاد شوی هېواد د تاجیکستان د باور وړ اروپایي هېواد ګڼلی او ورسره پر ښو اړیکو یې ټینګار کړی.

د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان څه موده مخکې تاجیکان د افغانستان یوه لویه فیصدي لرونکی قوم ګڼلی او غوښتنه کړې وه، چې په افغانستان کې دې د دوی له ګډون سره ټول شموله نظام جوړ شي.

د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال ملا غني برادر څه موده مخکې تاجیکستان د داسې دریځونو له کبله، د افغانستان په چارو کې په لاسوهنې تورن کړ.

له دې سره ویل شوي، چې طالبانو له تاجیکستان سره ګډې پولې ته د خپلو ځانمرګو بریدګرو یو کنډک استولی، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا خبره رد کړې او ویلي، چې تاجیکستان سره یې په اړیکو کې ناسم پوهاوی رامنځته شوی و.

هغه ویلي، چې دوی خپل ځواکونه مختلفو سیمو او پولو ته لیږلي او تاجیکستان سره د پوځي ناندریو کوم نیت نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب