یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپوتین په افغانستان کې د داعش پر ضد د عملياتو خبرداری ورکړ

پوتین په افغانستان کې د داعش پر ضد د عملياتو خبرداری ورکړ

تاند:( پنجشبه، د ميزان دوه ویشتمه)د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتو وروسته، په یوه مهمه وینا کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه اندیښنه ښودلې او د افغانستان وضعیت یې پېچلی ښودلی دی.

پوتین په ماسکو کې د هم ګټو هېوادونو اوولسمې کلنۍ غونډې ته د وینا پرمهال دا څرګندونې کړي دي.

هغه دا هم ویلي، چې له عراق او سوریې څخه افغانستان ته ترهګر را ټولیږي او کولای شي، چې د هم ګټو هېوادونو ثبات خراب کړي.

 د هم ګټو هېوادونو په سازمان کې چې د روسیې تر چتر لاندې فعالیت کوي، آذربایجان، ارمنستان، ازبکستان، بلاروس، تاجیکستان، روسیه، قرغیزستان، قزاقستان او مولداوي غړيتوب لري.

 روسي ولسمشر پخپله دغه وینا کې د یاد شوي سازمان له غړو هېوادونو غوښتي، څو د افغانستان وضعیت د خپلو استخباراتي سازمانونو په ګډې همغږۍ له نیږدې وڅاري.

ده په ورته وخت کې ټینګار کړی، چې که اړتیا شوه، د سیمه ییز ثبات د ګواښونکو لاملونو پر وړاندې دې ګډ عملیات ترسره کړي.

 ولادیمیر پوتین په تازه څرګندونو کې دغه راز، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو زر وتل نقد کړي او ویلي، چې دا کار او ورسره په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه سبب شوي، چې د افغانستان وضعیت ستونزمن او پېچلی شي.

طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دوی مخکې ادعا کړې، چې په افغانستان کې يې د داعش ډله تر ۹۸ سلنې پورې ځپلې ده.

روسيې څه موده مخکې وويل، چې په کابل کې د داعش ډلې وسله والو يې پر سفارت د برید پلان درلود، خو دوی طالبان خبر کړي او د طالبانو په عملياتو کې د سفارت شاوخوا ته ۶ داعش وسله وال وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب