Homeخبرونهننګرهار کې د اختر پر مهال ترافیکي پېښو ۲ تنه مړه او...

ننګرهار کې د اختر پر مهال ترافیکي پېښو ۲ تنه مړه او ۱۶۸ نور ټپيان کړي

تاند: ( شنبه، د سرطان لسمه)  د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د لوی اختر په دریو ورځو کې په بېلابېلو سيمو کې د ترافیکي پېښو له امله بېلابېلو روغتونونو ته ١٦٨ ټپیان او دوه جسدونه لېږدول شوي دي.

د دغه ریاست مسوولینو ویلي، چې دغه کسان د ننګرهار سیمه ییز تخصصي، بي بي فاطمة الزهرا ولایتي او د ولسوالیو یو شمېر روغتونونو ته لېږدول شوي، چې له ډلې یې ۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ټپیان تر درملنې وروسته خپلو کورونو ته رخصت شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې د غزني د عامې روغتیا ریاست مسوولینو هم د اختر په شپو ورځو کې په دغه ولایت کې د ۶۵ ترافیکي پېښو له کبله د ٢ کسانو د مړینې او ۱۲۶ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

مخکې له جګړې وروسته، ترافیکي پېښې په افغانستان کې د مرګ ژوبلې دویم اصلي دلیل بلل کیده، خو اوس د جګړې له دریدو سره دا پېښې د مرګ ژوبلې لومړنی لوی عامل یادیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...