شنبه, مې 25, 2024
Home+حج او په میکده کې جانماز

حج او په میکده کې جانماز

 ولي الله ملکزی

د سه شنبې په ورځ د ۱۵۰هیوادونو څخه راغلي دوه ملیونه حاجیان د عرفات د غونډۍ په سر او لمن کې راټول شوي وو. ټکنده غرمه وه، خو په سپینو احرامونو کې ایماندارو ښځو، نارینه وو او حتی کمکیو ماشومانو یو وړوکې محشر جوړ کړې وو. یو سپیڅلی احساس او د خودۍ او بې خودۍ یوه ناشنا جذبه وه. هرچا خپل لاسونه د عرش واکمن ته لپه نیولي وو؛ د نصوحا توبې وې، په شونډو زارۍ وې او په اننګو د پښیمانو اوښکو امیلونه.

د عرفات په همدغې غونډۍ، له نن څخه ۱۴۳۴ کاله وړاندې یعنې د هجرت په لسم کال، د خالق تعالی وروستي او رښتیني استازي،‌ خپل امت ته د نورو احکامو او لارښوونو په څنګ کې یوه توصیه بیا بیا تکرار کړه چې: اتَّقوا اللهَ في النِّساءِ و استوصوا بالنساء خيراً. له الله تعالی وډاریږئ او له میرمنو سره ښه ګوزاره او ښه چلند وکړئ. خو دریغه دریغه، زموږ د ټولنې زیاتره نارینه خپلو میرمنو او لوڼو ته د یو جایداد او ملکیت په سترګه ګوري. د هغوئ په سر مهر او ولور اخلي؛ په بدیو کې یې ورکوي او د میراث او تعلیم له حق څخه یې محروموي.

د چارشنبې ورځ همدغو حاجي صاحبانو په منی کې شیطان یا د شیطان درې واړه سمبولونه په ۲۱ کاڼو وویشتل. خو د شومتیا، تعصب او کرکې شیطانان چې موږ په زړونو، رګونو او سوچونو کې یې پخې مورچلې جوړې کړیدي، همداسې آزاد او نازولي دي. حاجي صاحبانو په منې کې نژدې شپږ لکه څاروي حلال کړل، خو آیا پوهیږو چې د یو قرآني آیت له مخې دغه پریمانه غوښې او سرې وینې الله ته نه رسیږي، بلکې تقوی، ښه اخلاق، خواخوږي او انسانیت د انعام او بښنې لامل ګرځي؟ د خواجه عبدالله انصاري دا شعر ماته د کاڼی کرښې ښکاري چې وايي: ابوجهل از کعبه می آید، ابراهیم زبتخانه – کار به عنایت تو بود،‌ باقي بهانه

حج د زغم، پخلاینې، همدردۍ او برابرۍ دوهم نوم دی. حج د خلیل او ذبیح د شهامت یاد ګار او د صفا او مروی په منځ کې د یوې لالهندې او ویاړلې مور د تلوسې دوام دی. حج د هغه نیازبین ذبیح د سرښندنې داستان دی چې د نافرمانۍ او عصیان په ځای، خپل پلار ته وړاندیز کوي: پلار جانه! حوصله دې پرځای کړه، وارخطا نه شې؛ زما سر ستا په قدمونو کې دی. زه چمتو یم، زما وینه توئ کړه چې د رب په دربار کې ستا سر نور هم هسک شي.

ټول پوهیږو؛ د لمر سترګه چې کله د نیوزيلڼد له غرونو سر راپورته کړي او  وار په وار د همالیا، پامیر، هندوکش، اورال، آلپ او بالاخره د آلاسکا او آرجنټین له دنګو څوکو پناه شي، نو شغلې یې د جومات، ګوردوارې، درمسال، کلیسا او سنیګاک ترمنځ هیڅ توپیر نه کوي. نو موږ ولې له چا کرکه وکړو، له نورو ځان بهتر وګڼو او د نورو له درد او رنځ څخه خوند واخلو؟ الله تعالی خو د مځکې او اسمانونو نور دی او پیغمبر یې د رحمت سمبول او د انسانیت معراج. ځکه خو رحمان بابا وايي:  دا زما د یار جلوه ده چې لیده شي – لکه لمر په صومعه په سومنات

عقیده د خالق او مخلوق ترمنځ یو نالیدلې مزې دی؛ د ځینو خلکو له فولادو څخه هم مزبوت وي او د ځینو هسې د غڼې تار وي. رغون او سمون د خپل ځان او زړه څخه پیل کیږي، کنه نو په میکدې کې به د جانماز د لټولو او د زمزم په اوبو له استنجا پرته بل څه نه وي.

2 COMMENTS

  1. سلامونه،
    ملکزی ولي الله صاحب ، آفرین دې په ایمان او په قلم
    اللهم اشفی امراضنا و امراض قلوبنا ؛لا اله الا انت!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب