شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد ط-انو عدليې وزارت: ولس چې سياست سره بلد شو، ګوندونو ته...

د ط-انو عدليې وزارت: ولس چې سياست سره بلد شو، ګوندونو ته ممکن اجازه ورکړو

تاند:(سې شنبه،د سنبلې پینځلسمه)‏‏ د طالبانو د رژيم د عدليې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي ،چې د سیاسي ګوندونو د فعالیت او اساسي قانون په اړه یې دریځ ناسم تعبير شوی.

دغه وزارت زیاته کړې،کله چې د سیاسي ګوندونو د فعالیت له پاره زمینه برابره او ولس له سیاست سره بلدتیا پېدا کړي ‏او سیاسي ګوندونه هم خپل واقعي مسولیت درک کړي نو ممکنه ده چې سیاسي ګوندونو ته هېواد کې د فعالیت اجازه ورکړل شي.

 د طالبانو دغه وزارت د اساسي قانون په اړه وايي،چې شتون یې یو مبرم ضرورت دی او د چارو سمون په موخه ورته اړتیا لېدل کیږي.

سرچينه زياتوي،چې د طالبانو د لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده لخوا ګمارل شوو کمېټو د اساسي قانون د جوړولو لپاره کار پيل کړی دی.

د طالبانو د عدليې وزارت د چارواکو يادې څرګندونې او دغه راز تازه وضاحت ېې دواړه د ځینو منتقدینو له منفي غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د طالبانو منتقدین باور لري،چې طالبان په داسې څرګندونو د خپلې انحصاري واکمنۍ د دوام نیت څرګندوي او هم د ملت سیاسي شعور ته توهین کوي.

2 COMMENTS

  1. مانا دا چې کله يې د نورو جهادي تنظيمونو په څېر د نورو جهادي تنظيمونو د پنجاب ګټو ته ژمن کړل او هېواد مو د پنجاب لمن ته وروغورځولو، نو بيا به ګوندونه جوړ کړي. دا اجازه به دې ګوندونو ته پنجاب ورکوي.
    پنجاب به هغه تنظيم ته اجازه نه ورکوله چې د افغانستان ګټو ته به ژمن وو.

  2. ډیر مسخره بیان او رښتیا هم ،مجاهد مومن ملت ته توهین او تحقیر دی،دا احمقان کله دنورو په جفن پسی ځی او وایی چې افغانان فرهنګی مشکل لری نو ځکه خپلی لوڼی ښوونځیو ته نه پریږدی؛دا
    کاملا د تحقیر نه ډکه خبره ده چې زموږ دښمنان یی مطرح کوی،خو جناب وزیر یی ولی مطرح کوی؟
    دا او دی ته ورته بیانات لکه د ملت سیاسی شعور ،دینی فهم او تربیت،حجاب او نور اجتماعی اخلاق د داسی یو ملت سره مطرح کول چې د شوروی د یرغل مقابل کی ۹۰ سلنه د دی ملت محضا
    لله قربانی ورکړی،په میلیونو شهیدان او زخمیان لری،متبحر علما او متخصصین په علوم نافعه کی،
    مشهور مدارس او پوهنتونونه،پوهاند،دکاتره،محققین،اصحاب تالیفات او نورعلمی او اخلاقی امتیازات څښتنان لری؛ته بدوی ،اسیر په ظاهر ملا زما معزز ملت ته هغه څه وایی چې د ملت سره
    ستا نا اشنایی ښیی،یا دِ د خولی واک دِ هم لکه د ښځی ،لور او زوی د شریر پنجابی په لاس کی دی،ځکه دومره اسیر او ذلیل یی ؛چې ښځه او ماشومان مو له سرحدٙ،بیرته ستانه کیږی،دغه دی طالبی فرهنګ او غیرت؟طالب جان زنده خوش است۰ ښځه راوله بیا حکومت وکړه۰
    راځو قانون ته؛زموږ ملت ټول اسلامی قوانین پیژنی او پابندی هم ورباندی لری،ته طالب ،موجود ناشناخته ،نور ځان مه شرموه، د ښوونځیو رسوایی مه تکراروه؛قوانین جوړولی نشی ،صرف مختصراََ دومره ووایه چی کوم قانون ،کوم ځای کی له دین سره ټکر لری؟
    اسناد، شواهد او تجربه ښیی ،چې د ین میینان نه یاست؛په دین میین انسان ،ګفتار،کردار او دعوت
    یی دین وی ،خو ستا رئیس الوزرا د زرګونو ایتونو،د لکهاوو احادیثو او اقوال سلف صالح پر ځای ،خپله مشهوره وینا کی ملت ته وایی؛بغاری وکړی،یعنی څه؟ دا ملت حیوان دی؟
    طالب جانه؛
    که افغان او مسلمان یی نو؛
    نو افغانی او اسلامی فرهنګ او قوانین چې زموږ معزز ملت ورسره کامله اشنایی لری ،تاسی یی له
    ملت نه زده کړی او دا څو کارونه ډیر اهم دی؛
    لمړی ـ د خپلو ښځو او کورنیو واک مو خپل کړی،خپلی اداری لاندی خپل څنګ کی یی وساتی؛دا افغانی او اسلامی فرهنګ ندی ،چې ښځی راته نور وساتی،حال دا چې حکومت مو خپل او د تاسی په
    بغارو سل په سلو کی امنیت مو قایم کړی نو شرعی دلیل څه دی؟ خانه به کابل ،کشت به پنجاب؟
    ـ خپلو څڼورو ته تربیت ورکړی،اهلی یی کړی ،قانون ور ته جوړ کړی،چې حق نلری ،ښکنځل ،وهل او
    حملی وکړی د امام غزالی په تعبیر دا بهیمی خاصیت دی؛اول باید انسان شی ، بیا وظیفه او اداره
    وروسپاری،ځکه سپک ته،ټول سپک ښکاری،او دا افغانی او اسلامی فرهنګ کی ځای نلری۰
    ـ خوراک،لباس،وسایل سواری متکبرانه او وَدونه کم کړی ،تیار د شرمښانو فارم درنه جوړ شوی ،لږ هغه چې له لوږی ستا په ګاوڼډ کی مری،شریعت کوم حق ورکړی که یواځی حقدار ملاصاحب دی؛ځان چووی خو بل ته یی نه ورکوی۰
    ـ خپل جنګی یارانو ته د علما او متخصصینو امانات مه ورسپاری،دا کار مو نه الله ج منی ،نه رسول الله او نه امام ابوحیفه،جاهلانه انحصار او ارذل تعصب دی او دا کار ملک ورانوی
    مشت نمونه خروار ؛دا اصلاحات فرض دی ، خو د مومنانو تحقیر هم د مور د زنا نه لویه ګناه ده۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب