پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهد انلاین فورمو له لارې د پاسپورټ ورځینی چاپ ۴زره ټوکو ته...

د انلاین فورمو له لارې د پاسپورټ ورځینی چاپ ۴زره ټوکو ته لوړ شو

تاند:(سې شنبه،د سنبلې پینځلسمه)‏‏ ‏د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړوند د پاسپورټ ریاست وايي ،چې د انلاین فورمو له لارې د پاسپورټ د چاپ ورځینی ظرفیت یې ۵ زره ټوکو ته لوړ کړی.

د طالبانو د پاسپورټ عمومي رییس پاسوال مولوي عبدالحکیم حمیدي ویلي، دا کار ېې د پاسپورټ غوښتونکو د اړتیاوو د ښه حل او غوښتنو ته د رسېدو په موخه کړی.

دا په داسې حال کې ده،چې خلک لا هم د پاسپورټ ادارې له خدماتو نارضایتي ښيي او د کارونو د ځنډ تر څنګ ېې په پراخ مالي فساد تورنوي.

د طالبانو يادې ادارې بیا تورونه رد کړي او ويلي،چې د مراجعینو پراخه ګڼه ګوڼه یې د کارونو د ځنډ سبب کیږي.

د طالبانو له واکمنيدو وروسته، په میلیونونه افغانان غواړي د پاسپورټ ترلاسه کولو یا غیر قانوني لارو څخه د اقتصادي ناورين، د هېواد پر راتلونکي د بې باورۍ او طالبانو سره د اختلاف له کبله هېواد پريږدي.

1 COMMENT

  1. سخت درواغ وايي. مخکې یې ویلي ول چې د سنبلې پر ۱۵ مه به وخت ورکړي اوس یې دا وخت د میزان ۱۵ ته اوږد کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...