یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهامريکا:د روسیې پر سفارت برید غندو،‌خرم: دا برید د یوکراین د جنګ...

امريکا:د روسیې پر سفارت برید غندو،‌خرم: دا برید د یوکراین د جنګ برخه وه

تاند:(سې شنبه،د سنبلې پینځلسمه)‏‏ ‏د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ په يوه ټویټ کې په کابل کې د روسیې پر سفارت پرونی برید غندلی.

نوموړي لیکلي،چې د دغه ترهګريز برید د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وايي او په وير کې ېې شریک دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم په کابل کې د روسیې پر سفارت پرونی ځانمرګی برید د یوکراین جګړې د پلان يوه برخه ګڼلې ده.

خرم زياتوي،چې داعش ډله روسیې سره پخوانۍ دښمني لري،خو وروستی برید د یوکراین او تايوان ستونزو سره اړوند ښکاري.

کریم خرم په ضمني ډول په دغه برید کې د امریکا د لاس لرلو تور پورې کړی.

روسیې په دې اړه په واضح ډول څه نه دي ويلي،خو د بهرنيو چارو وزير ېې سرګي لاوروف پرونی برید د نړيوالو جنايتکارانو کار ګڼلی.

روسیې په پروني برید کې د خپلو دوو ديپلوماتانو د وژلو خبر تایید کړی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي له برید وروسته د روسيې د بهرنيو چارو وزير ته توضیحات او ډاډ ورکړی،چې دا پېښه څېړي او د روسیې سفارت ښه امنيت به ساتي.

په پروني برید کې یو شمېر افغانانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، چې طالبانو یې دقیق جزییات نه دي په ډاګه کړي.

1 COMMENT

  1. عبالکریم خرم لیکي یا وایي:«په ورته وخت کې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم په کابل کې د روسیې پر سفارت پرونی ځانمرګی برید د یوکراین جګړې د پلان يوه برخه ګڼلې ده.». زما سوال دا دی چه د کوم سند پر بڼست داسې ویل کېږي؟ چرتي؟ یا خوسې د عادت پر بنسټ؟ موږ چه وران یوو؛ داسې علتوونه لري، پر چتیاتو ژوند د مرګ لاره ده!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب