یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد امر بالمعروف وزير د کابل د پارکونو مشرانو ته؛د شریعت په...

د امر بالمعروف وزير د کابل د پارکونو مشرانو ته؛د شریعت په تطبيق کې مرسته وکړئ

تاند:(سې شنبه،د سنبلې پینځلسمه)‏‏ ‏د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر ع وزیر شیخ محمد خالد حنفي د کابل ښار پارکونو اتحادیې له مشرانو سره لیدلي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټلويزيون په دې اړه په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي:« په دغه لیدنه کې د پارکونو مسوولينو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شوی او د شرعي احکامو په تطبیق کې یې د همکارۍ غوښتنه شوې ده.»

د طالبانو له واکمنيدو وروسته، د کابل ښار تفریحي پارکونو ته د دوی د امر بالمعروف او نورو ادارو د کارکوونکو راشه-درشه او له خلکو څارنه هم پیل شوې.

طالبانو د تفریحي پارکونو لپاره هم قيودات وضع کړي او د حجاب او شرعي احکامو د عملي کیدو په نوم ېې پر مراجعینو او خاصه توګه پر ښځینه وو قيودات لګولي.

معلومه نه ده،چې د طالبانو د امر بالمعروف وزير د کابل د پارکونو له مشرانو څخه څه غوښتنې کړي دي.

5 COMMENTS

  1. جناب وزیر ؛
    لطفا خپلی کورنی او زنانه خپلو کورونو ته راولی ؛که مو کورنۍ په اسلام جوړه وی ، نو خلکو ته دعوت
    ورکړی ،چی له تاسی یی زده کړی ورنه،اتامرون الناس بالبر و تنسون انفسکم، دا د دین د راوستو طریقه په ژوند کی نده ،هسی هیاهوی مه جوړوی ،فسئلوا اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون،او سره لدی چې الله
    احکم الحاکمین فرمایی،و مآاوتیتم من العلم الا قلیلا

  2. دغو احمقانو د اسلام له مبارک دین نه بالکل یو ببو جوړ کړی چې افغانان له اسلام نه زړه توري کړي . دوی خو شکاکیان اوسست عنصره دي ، ټول ولس ورته همداسې معلومیږي .

  3. ښاغلی شيخ خالد حنفي،
    داسې برېښي چې له اسلام نه پوره ناخبره يې.
    يو څوک چې دومره ساده شي هغه ته به حنيفيت څه ګټه وکړي؟
    ان الدين عند الله الاسلام
    دا د الله تعالی دين دی او ستا غوندې يو له سر نه تر پښو پورې ناپوه يې هېڅله استازولي نه شي کولی.
    ښه به دا وي چې يو ځلې خپله دين ياد کړه او ځان پرې پوه کړه.
    افغانان ستا غوندې يو بې سروبوله ناپوه اړتيا نه لري.

  4. ُمو لوی خالد ساب د پارک خبره وکړه، بل څه یاد ته راغله؛
    د نړۍ تر ټولو لوی طبیعی د وحشی حیوانانو پارک د کینیا په افریقائی هیواد کی شتون لری، ډیر جالب پارک دئ، د طبیعت مینه وال خصوصاً غربیان په موټر کی سپاره او له نژدې د وحشی حیوانانو ننداره کوی.
    همدارنګه
    په یو بل هیواد کی چی شاید ګرانو لوستونکو ئې نوم اورېدلئ وی ( ا ف غ ا ن س ت ا ن ) د شریفو خلګو د اوسېدو په سیمه کی د وحشی انسانو پارک پرانستل سویدئ او ددې پارک سرپرستی د لوی کندهار او لوئی پکتیا د لوی کونو مامورینو پلاس کی ده ( کیسه معکوسه ده ).
    خواشینوونکې دا ده چی د ۷ میلیارډو نندارچیانو په حضور کی ۳۰ میلونه مظلوم او کړېدلئ وولس وږئ او تږئ او ناروغ او ویرجن او بېرجن دئ خو د ” پارک ” هر سرپرست موړ او جوړ او سوړ دئ.
    داسی ښکاری چی د وږو پرګنو د وچو شونډانو او وچو ستونو د وچ آه تالنده او بریښنا به ډیر ژر د غربی استعمارګرانو شونډان هم ور وچاودی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب