زبیر افغان
د نظام لپاره اسلام ځنیې اصولې لارښوونې کړې دي، یو نظام باید د هماغه اصولي هدایاتو په عملي کولو د فرعي مسلو، قضایاوو او موضوعاتو لپاره د وخت له غوښتنو سره سم قوانین جوړ کړي.
د فرعي قوانینو لپاره دې اساس هماغه د اسلام اصولي او کلي هدایات شي، د اسلام دغه اصولي لارښوونې دې د نورو قوانینو لپاره د اساسي قانون حیثیت ولري، بلکې د اساسي قانون په مادو کې دې ځای پر ځای شي، له دې ماسیوا قوانین به ټول پر هماغه معیار لیکل کېږي چې اساسي قانون يې ورته ږدي، په دې توګه به هم یو نظام اساسي اسلامي قانون ولري او هم به يې د وخت له غوښتنو سره سم د ټولنې ستونزو ته له قانوني پلوه رسېدګي کړې وي.
یو نظام په دې نه اسلامي کېږي چې یوازې د اسلامي نظام نوم پر ولاړ شي، اسلام د ټولنیز او فردي ژوند لپاره لارښوونې لري، که هغه لارښوونې يې عملي نه شي، هر څو چې یو فرد/ډله/ټولنه د اسلامیت نارې ووهيي څوک يې نه ورسره مني او نه د الله په دربار کې د قبولیت مقام خپلولای شي.
اسلام د یوه دین په توګه له سیاسته، بیا تر سولې، اقتصاده، نړۍ والو اړیکو، فردي او ټولنیزه ژونده ځينې اصولي او کلي لارښوونې کړې دي، چې پېژندل او عمل په کول بیخي اسانه کار دی.
که داسې ووایم چې د قران کریم دغه لارښوونې د نورو موضوعاتو د حل لپاره د قوانینو ایجاد ډېر اسانه کړی دی، مثلن: قران کریم عدالت د ټولنې/فرد لپاره لازمي بولي، د پرېکړې په وخت کې يې خلکو ته د عدالت امر کړی دی، خو عدالت يې نه دی تعریف کړی، په دې توګه يې موږ ته یوازې یو اصل راکړ، دا چې هره ټولنه ممکن د عدالت لپاره بېل تعریف ولري، نو په فرعي قوانینو کې به يې هم توپير حتمي ترسترګو کېږي، دا پروا نه لري، خو چې هغه ټولنه د عدالت پر همدې معیارونو سره متفقه وي، خلک پکې متضرر نه وي، قران د همدې امر کړی دی او ټول افراد يې په رعایتولو مکلف دي. نو هر قانون چې جوړېږي، عدالت به په نظر کې نیسي، دغه ډول نور هدایات هم.
په دې سره به هم اوس د بې قانونۍ خلا ډکه شي، هم به د خلکو ستونزو ته د قانون په چوکاټ کې د حل مرجع وموندل شي.
نور هغه وخت تېر دی چې ټولنه به په هر ډول مسایلو کې د یوه ملا او مفتي په فتوا چلېده، په نړۍ کې ددې لپاره نن قوانین موجود دي، د هغو قوانینو لپاره دې د قران کریم اساسي کلي ټکي معیار شي او نور دې په ازادانه توګه قوانین ولیکل شي، اسلام يې ممانعت نه دی کړی، بلکې د ټولنې اړتیا ته په کتو باید دا کار حتمي شي.
د عباداتو په برخه کې دې یوازې یوه مرجع وي چې ټول علماء يې منل شوي دیني عالمان، تقوا داره، د زمان، مکان او ټولنې له شرایطو باخبره کسان وټاکل شي چې هم د خلکو پوښتنو ته ځواب وویل شي او هم د اختلاف مخه ډب کړي.
ټولنه قانون ته ډېره اړتیا لري، له نړۍ سره اړیکې، سیاست، نظام، اقتصاد، ملي مسایل، د مشر ټاکنه، د واک موده، د چارواکو صلاحیتونه او ګڼ مسایل خو د ملا په فتوا نه حل کېږي، د دې لپاره خو د قوانینو اړتیا ده چې هر څه په مکمل ډول تشریح کړي، داسې خو نه کېږي چې له نړۍ سره د اړیکو لپاره یو ملا فتوا در کړي، نو که یوه ملا یوه فتوا در کړه او بل بیا بل ډول، بیا به څه کېږي؟
دا ډېره د شرم خبره ده چې په معاصره نړۍ کې د قانون پر ځای زموږ د هیواد چارواکي حکومتداري او سیاست د ملا په فتوا کوي، دا نه په اسلام کې اساس لري او نه د قانون له مخې جواز.
د عالم فتوا دې یوازې عبادت اړخ مسایلو پاته شي چې هغه هم د دولت له دار الافتاء څخه حل و فصل شي، د هیواد ټولو علماء دې په دې مکلف شي چې یوازې دې همدا فتوا بیان کړي، په دې سره به هم د خلکو پوښتنې ځواب شي او هم به د اختلافاتو مخه ونیول شي.
یو شمېر کسان فکر کوي چې موږ ته را پاته علمي فقهي میراث دومره بډایه دی چې د هر ډول مسایلو حل يې وړاندې کړی دی، د هر وخت او هر ځای لپاره بسنه کوي او هره ټولنه خپلو مسایلو ته په کتو له دې میراث څخه ګټه اخیستای شي او ستونزې يې په اوارېږي.
دا خبره تشه ادعا ده، نه یوازې دا چې حقیقت نه لري، بلکې غلطه هم ده، حتا که ووایم دغه ډول ادعا ناروا ده. ولې؟ ځکه یوه لور ته د انسان ګڼ محدودیتونه دي او بل لور ته په ژوند کې لا یتناهي مسایل دي، نو څنګه امکان لري چې مسایل دې پيدا شوي نه وي او یوه فقیه دې پخوا لا حل ورته موندلی وي؟ که داسې وي، نو د نويو مسلو لپاره دې د اجتهاد دروازه بنده کړي، قرضاوي، غزالي، وحید الدین، ذاکر نایک، غامدي، سروش، محق او دې ته ورته د نړۍ په سلګونو علماء دې د نویو مسایلو د حل لپاره سرګردانه کېږي نه، بلکې دا هر څه په همدې میراث کې حل و فصل پراته دي، زموږ د کلي ملا لا په خبر دی، نو ولې يې له قران او سنت څخه د بیا حل لپاره مجلسونه کېږي، غونډې دایرېږي، اجتهادونه کېږي او نوې فتواوې صادرېږي؟ هغه ادعا دغه عمل په خپله ردوي!!!
ناسمه ځکه ده چې ډېری مسایل اصلن دیني جنبه نه لري، نو څنګه به یوه فقیه له وړاندې چې مسایل لا پيدا شوي نه وي او نه هم له دین و شریعت سره سر و کار ولري، حل ورته پيدا کړی وي؟ که د اسلامي نړۍ په ډېرو پرمختللو هیوادونو کې موږ وګورو نو هغوی د دې وړ مسلو لپاره نور وضعي قوانین جوړ کړي دي څو غیر شرعي مسایل پر هماغو قوانینو حل و فصل کړي. د دې لپاره خپل زموږ په فقه کې هم د استناد توکي شته، موږ چې کوم مسایل په قیاس او اجتهاد حل کوو، د هغو یوه برخه د علت مشترکه له امله سمه ده چې شرعي مبنا پيدا کولای شي، مګر داسې هم شته چې هسې په زور يې سره تپلي دي، ځکه هغه د شریعت پر همدې مبنا نه جوړېږي، له دې امله يې ترمنځ خورا ژور اختلافات وي، دوه کسان يې پر یوه لار نه سره ځي، وجه يې داده چې اساسن هغه دیني نه دي، دوی په زور له دین سره تړلي دي، ښه نو یو شی یا ستونزه چې له دینه را پيدا نه وي، او موږ يې په لوی لاس په دین پوري تړو بیا يې حل نه شو وړاندې کولای، د دې اړتیا څه ده؟ رسول الله ص واضح ویلي دي چې اوتیت جوامع الکلم، زه فارمولې بیانوم، موږ ته غټ چوکاټونه دین ايښي دي، د هغو په رڼا کې او د همدې چوکاټ په رعایتولو سره موږ حق لرو چې ځينې قوانین نویو مسایلو د حل لپاره جوړ کړو. د فقهې دغه تعزیري مسایل د کوم ایت یا حدیث پر بنا ور کول کېږي؟ یوه کس ته نغدي جریمه ور کول کېږي، بل ته له جریمې سره بند هم، یو کس وهل کېږي او بل له وهلو سره بندي کېږي هم؟ دلته خو شریعت یوازې فارموله در کړې ده، د هغه لوی چوکاټ ته په کتو تاسو د همدې جزیو په اړه خپله پرېکړه کوئ، حالات، ټولنه، وخت، ځای، مجرم، جرم او دې ته ورته نکتې ټولې په نظر کې نیسئ او پرېکړه کوئ، دې ته تاسو حتمن د شرعي مسلې نوم ور کوئ، خو که یو څوک د شریعت له همدې فارمول څخه په استفادې د شرعي چوکاټ په رعایت سره د مدني قانون په نوم یو قانون جوړ کړي او د هغه قانون په ساحه کې مسایل په حل کړي، نو ستا ورسره څه مشکل دی؟ که یو فقیه د خپل اجتهاد په مټ سل، دوه سوه، درې سوه ان زر کاله مخکې د یوې مسلې په اړه نظر ور کولای شي چې لا هم هغه مسله ایجاد شوې نه ده، نه يې ټولنه په نظر کې نیول شوې، نه يې نوعیت ته پام شوی، نه وخت ورته مطرح دی، نه ځای، نو ستا عقل څنګه دا اجازه هغه چا ته نه ور کوي چې هم ټولنه په نظر کې ساتي، هم وخت او مکان ورته مطرح دي، هم نوعیت ته توجو کوي، هم د تېرو علماؤ تعبیر د هغوی په وړاندې دی، هم د خپل وخت علمي پانګه ورسره ده او له دې ټولو سره د یوه فقیه یا قانون پوه پر ځای یوه درسته کمېټۍ دغه کار ته اوږه ور کوي، که څه هم دا کار د فقهې په نوم نه کوي، د وضعي قانون په نوم يې کوي، نو ستا یوازې پر نوم ورسره شخړه ده او که تاته یواې اسلاف پرستي خوند در کوي د نن زمانې علماء درته علماء نه ښکاري؟ ته مسایل او ستونزې حل کول غواړې او که په دې توګه نه یوازې ایجاد شوې ستونزې نه حلوې، بلکې د نورو ایجاد ته زمینه سازي کوې؟ له دې سره ته هم د یوه فقیه په کتاب یا فکر عمل نه کوې، د امام صاحب د مذهب په نوم دې مسلک کې څو سلنه مسایل د هغه خپل دي؟ څومره فقهي اصول د هغه لیکل شوي دي؟ ځه د شاګردان به هم د هغه په شان فرض کړو، څومره مسایل ته اوس د هغه وخت د علماؤ په تعبیر حلوې؟ ایا تاسو اوس نوي اجتهادونه نه دي کړي؟ تا له یوه مسلک څخه بل ته منډه نه ده کړې؟ د مفقود په مسله کې پر خپل مسلک ولاړ يې که د امام مالک په مذهب دې عمل پيل کړی دی؟ که تاسو دا حق لرئ، نو نور ته ولې نه یاست په قایل؟
که دغه قانون مقدسه جنبه نه لري، نو ستا اجتهادي قوانین يې هم نه لري، ځکه دا خو له شرعي متن څخه د یوه انسان فهم دی، د هغه برداشت دی، انساني فهم او برداشت ته څنګه مقدسته صبغه ور کوې؟ تاسو په دې توګه دوه سنګین جرایم کوئ: یو د شریعت له مقدس متن سره خپل برداشت/فهم/کتاب په یوه درجه کې ږدئ او دویم دا چې په دې سره د خلکو خولې بندوئ او د واقعیت له درک پرته ستونزو ته ستاسو په اند رسېدګي کوئ چې د حل پر ځای يې نوره خرابي را منځته کوئ، دا تجربو ثابته کړې ده او هسې خوشي چټي ادعا نه ده!!!
دا خبره باید ومنل شي چې فقه د اسلامي امت یو ډېر غوره علمي میراث دی، پر خپل ځای له پوره اهمیت څخه برخمن دی، مګر د یوه شي تاریخي اهمیت دا معنا نه لري چې حتمي باید اوس هم نافذ شي، هغه تاریخي میراث موږ ته د خپلې ماضي په اړه معلومات راکوي، د هغوی د ټولنې، کلتور، علمیت، مسایلو، ستونزو، حل او فصل، حکومتداري، اقتصاد او نورو په اړه له موږ سره د موادو یوه بډایه ذخیره ده، خو له دې ټول اهمیت سره سره د اوس مسایلو ته له ځواب ور کولو عاجزه ده. دا اقعیت که درک نه شي، نو هم به د ځان تاوان وکړئ، هم د ملت و وطن او په خاص ډول دین ته به ځانګړې ضربه ور کړئ، تر کومه ځایه چې د پخوانو پوهانو تعبیر د اوس وخت له مسلو سره ربط لري، ځواب يې وايي، نافذ يې کړئ ستونزه نه لري، ورسره دا واقعیت باید ومنئ چې ډېر داسې مسایل شته چې نوي قوانین غواړي، دا قوانین دې ولیکل شي، بیا د فقهې نوم پر ږدې که د قوانینو، هغه ستاسو کار دی، مګر هو چې مسایلو ته يې سمه معقوله رسېدګي کړې وي، نه وخت صرف نظر شوی وي، نه مکان، نه ټولنه، نه اړتیاوې، مسایلو ته يې حل وړاندې کړی وي، داسې نه چې یوه حل کوي، لس نورې را ولاړې کړي، دا حل نه دی بلکې لا زیاته خرابي ده.
که په اخیر کې یو څه سپين وږغېږم نو فقه په خپل وخت کې د پوهانو له لوري د وخت مسایلو ته د حل یوه هڅه وه چې هغه وخت ورته فقه ویل کېده او اوس يې خلک د اساسي، مدني، حقوق تجارت او پلان و پلان د قوانینو په نوم پېژني، نور يې ماهیت یو شی دی، که څه هم نوم به يې سره جلا وي، د شکل له مخې ممکن یو او بل ډول اوډل شوي یا لیکل شوي وي، خو ماهیت، ماهیت دی په دې شیانو له منځه نه ځي. نو تر اشکالو را تېر شئ، ماهیت وپېژنئ، تېر ایله کړئ، په حال کې ژوند وکړئ، خیالونه پرېږدئ واقعیت درک کړئ، د خپل غرور له بامه را کښته شئ له ملت سره د ځمکې پر همدې متواضع مقام یوځای کېنئ، ستا د فهم تقدس او زما د فهم ناتقدس، تر دې کیسو تېر شئ ټول غیر مقدس دي، راځئ په ګډه د دې ملت د خادمانو او دې خاورې د ساتونکو په توګه یو بل ته لاسونه ور کړو، ستونزې حل کړو او د خپل دې ژوند او اینده ژوند لپاره یوه کارنده، معقوله نقشه تیاره کړو چې ستونزې راته ایجاد نه کړي، بلکې په عملي کېدای يې د ښه ژوند خاوندان شو.
۲۰۲۲/جولای/۳