پوهندوی آصف بهاند
په بادشاهۍ دی ډزې وشه
د مکتبو جینکۍ کور کې ناستې دینه
ښايي په اوسنۍ زمانه کې افغانستان یوازینی هېواد وي چې عمداً ښوونځی په کې تړل کېـږي. سره له دې چې ترشپـږم ټولگي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانستل کېدو یو څرک لگېدلی دی؛ خو د نوي نسل د روزنې پلویان وايي چې په عام ډول په ټول افغانستان کې، تر شپـږم ټولگي پورته د نجونو د تعلیم مسأله تراوسه هم گونگه ده. سړی حیران شي چې ولې په یوه جغرافیه کې ــ د واکدارانو له نظره ــ په یوه نظام کې څو ډلې، څو فکرونه او څو سرونه؟ په یوه سیمه کې تر شپـږم ټولگي پورته نجونې ښوونځي ته تلای شي، او په بله سیمه کې بیا بندیز پرې لگېدلی دی.
تر یوکال څو ورځې واوښتې چې ترشپـږم ټولگي پورته نجونې ښونځي ته له تگ منع کړای شوې دي. په یاده موده کې د زدکونکو د کورنیو، د واکدارانو د منتقدینو، نړیوالو رسمي او غیر رسمي بنسټونو، او گڼو هېوادونو له خوا بېشمېره غوښتنې وشوې چې د نجونو د ښوونځیو دروازې پرانستل شي؛ خو ستونزه نه یوازې حل نه شوه، بلکې ورځ تربلې یې نور اړخونه پیدا کړل او نوره هم پسې پېچلې شوه او په دې تاویل ماویل کې د هېواد د نوي نسل د یوې برخې د زدکړو، تریوکال ډېر وخت تلف شو.
افغانان او نړیوال هره ورځ سترگې پر لار وي چې واکداران به د حل یوه لاره پیدا کړي او د نجونو د ښوونځیو تړلې دروازې به پرانستل شي، خو…
په همدې تېره لنډه موده کې خلک او نړیوال د کندهار غونډې پورې خپلې هیلې غوټه کړې وې، په کندهار کې د طالبانو کومه لویه غونډه چې د ۲۰۲۲ ام کال اگست پر اتلسمه (۱۸ مه) نېټه جوړوه شوې وه، د هغې غونډې په پرېکړه لیک کې هم د نجونو د ښونځیو د پرانستلو مسأله نه ده یاده شوې او دا موضوع همداسې گونگه پرېښودل شوې ده:
بیا هم خلک ناهیلي شول او د چیز فهمه قلموالو خو فریادونه لکه د اور لوگي مخ په بره لاړل، دا یې یوه بېلگه ده:
پرې وزرې
ته پوهېـږې؟
ما ته سپېنې ورځې تکې تورې شپې دي
رانه سپینې د الوت وزرې پرې دي
ها وزرې چې مې هیلې له تیارونه تر رڼا وې
ها ټیکری سپین د مکتب مې يادومه
ها چې اوس مې ترې رڼې اوښکې څڅېـږي
ها چې اوس لکه کفن راته ښکارېـږي
غبرگ غوږونه مې کاڼه دي
سږ مې زنگ د ښونځي اورېدای نه شم
سږ پر لور د رڼا پل اېـښودی نه شم
سږ مې دواړه پښې پـرې دي
سږ مې بندې د مکتب شنې دروازې دي
اخی زړه کې مې د درد ستنې کږې دي…
آمنه فنا
که د نجونو د ښوونځیو دروازې همداسې بندې پاتې شي، لرې نه ده په چې ملي او نړاله کچه به افغانان وروسته پاتې او په هره نړیواله سیالۍ کې زېړ رنگي وي او ځان به کم احساسوي. استاد محمد تنها په دې برخه کې یو ښه د سترگو لیدلی هغه حال ثبت کړی دي چې پر ده باندې په یوه نړیواله غونده کې تېر شوي دي:
«دلته د هستوي او وړانگو ساينس او ټکنالوژي تطبيقاتو دويم نړیوال کانفرانس کي له ۹۰ هيوادونو څخه ساينسوال خپلې څېړنې سره شريکوي، د افغانستان په استازولۍ هيڅوک نشته.
ډېر زور غواړي چې د نړيوال اټومي انرژي آژانس پخواني کارکوونکي درڅخه پوښتي چي د افغانستان په استازيتوب راغلی يې؟ او زه څټ وګروم چي نه.
هلته څلورواکي لا تر اوسه هم پدې کشمکش کې لگيا دي چي نجوني دې ښوونځي ته ولاړې شي او کنه؟
– نړۍ ګوره او مونږ گوره.»
خو اوس له دومره ممانعتونو سره ـ سره یو څه هیلې پیدا شوې دي چې تر شپـږم ټولگي پورته به د نجونو ښوونځي پرانستل کېـږي. له پرون نه را په دېخوا په میډیا کې د نجونو د ښوونځیو د پرانستل کېدو څو ناتاییٔد شوو خبرونو سر راښکاره کړ.
په ناتاید شوي خبرونو کې راغلي دي چې د «یو بام او دوې هواوې» پالیسۍ له مخې د هېواد په ځینو سیمو کې تر شپـږم ټولگي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانستل کېدو اجازه شوې ده:
سمیع الله حلیمي:
«د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې دانجونو د
(سمین اکبري) عالي لېسه
درې ورځې کیږي چې د ( 7 څخه تر 12 ) ټولګیو پورې د زده کړې اجازه ورکړل شوه.»
عبدالجلیل لېوال:
«تکرار یې وایم: ټولنه یوازې مردسالاري نه شي بدلولی؛ د ټولنې په فکري بدلون کې ښځه لویه ونډه لري-!
بلې زه خوشحاله یم. زما لپاره د نن ښه خبر همدا دی چې په ویاړمنې پکتیا کې له شپږم پورته د نجونو پرمخ ښوونځي پرانستل شو-
زه هره شیبه ځان ته ډاډ ورکوم. او باوري یم چې یوه ورځ به دې سرتاسري خویندو پرمخ ښوونځي پرانستل شي.
هو! یوازې لږ انتظار…»
جنتمیر ځدراڼ:
«زما لپاره د تېر څه د پاسه یو کال راهیسې د خوشحالۍ خبر:
پکتيا کې تر دوولسم ټولګي پورې ټول د نجونو ښونځي پيل شول.
سر چينه
پکتيا دپوهنې رياست»
د ناتاییٔد شوو خبرونو نه لږ ځنډ وروسته دا ناتاییٔد شوي خبرونه تاییٔد شول، نړیوالو معتبرو اژانسونو او ویبپاڼو ولیکل چې د افغانستان په ځینو سیمو کې ترشپـږم پورته د نجونو ښوونځي پرانستل شول. دا د ځینو ویبپاڼو لنډ رپوټ دی:
بي بي سي پښتو:
«پکتیا ولایت کې تر شپږم پورته د نجونو ځينې ښوونځي بېرته پرانیستل شوي
تر شاوخوا یو کلن ځنډ وروسته د افغانستان د پکتیا ولایت په ځينو سیمو کې څو ښوونځي تر شپږم د پورته ټولګیو نجونو پر مخ بېرته پرانیستل شوي دي.
دا خبره لږ تر لږه د پکتیا مرکز ګردېز او څمکنیو ولسوالۍ ځینو ځايي خلکو بي بي سي ته منلې ده.
د پکتیا ولایت مرکز ګردیز یو اوسېدونکی عبدالحق فاروق وايي، خوښ دی چې د کور نجونې یې بېرته خپلو ښوونځيو ته روانې دي.
دی وايي، “مکتبونه خلاص دي، زموږ ماشومان له شپږم صنف پورته ټول ډېر په خوشالۍ باندې خپل مکتب ته ځي. خوشاله یو. دهر پلار او هرې کورنۍ دا امید وي چې اولادونه یې د علم په زیور سمبال وي. زموږ لپاره، زموږ د ماشومانو لپاره او زما د هېواد د اینده لپاره دا موږ ټولو ته د ویاړ خبره ده. دا کار چې هر چا کړی وي، دې کې د ټول افغانستان خیر دی.”
د پکتیا دوو نورو اوسېدونکو ایمل ښمر او فرید احمدزي هم بي بي سي ته وویل چې په سیمه کې یې د نجونو پر مخ تړلي ښوونځي پرانیستل شوي دي او هیله یې ښودلې چې دا لړۍ به دوام وکړي.
دوی د خوښۍ د څرګندولو تر څنګ دا وېره هم ښودلې چې هسې نه د طالبانو حکومت چارواکي د دغو ښوونځيو د بیا تړلو امر وکړي.
د پژواک خبري اژانس هم پکتيا کې د ځايي چارواکو له خولې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو د خلاصېدو خبر ورکړی دی…»
حقاني شبکې د پکتيا د نجونو تړل شوي ښوونځي بېرته پرانېستل
تاند:(سې شنبه،د سنبلې پینځلسمه) په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو افغانانو په پکتيا کې له شپږم ټولګي څخه پورته ټولګيو ته د ښځينه زده کوونکو د زده کړو د بیرته هرکلی کړی او په دې اړه يې د ولس غوښتنو ته د ځايي طالب چارواکو د غاړه ايښودلو ستاينه کړې ده.
د پکتيا له يو شمېر سيمو څخه په خپرو شويو راپورونو کې د طالبانو ځايي چارواکو ويلي،چې د ښوونځيو د بېرته پرانیستل کیدو پریکړه ځايي خلکو او د ښوونځيو مسوولینو کړې ده.
د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لپاره د طالبانو رييس خالق يار احمدزي هم تاييد کړې چې د دغه ولايت د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې بيرته پرانيستل شوي دي.
يو شمير ځايي سرچينو تاند ته ويلي حقانیان، چې پر پکتیا ولایت حاکميت لري، د نجونو د ښوونځيو د تړلو ښوونځيو د پرانيستلو ملاتړ کړی دی.
ويل شوي چې د طالبانو د يو محدود شمېر مشرانو له منفي نظر پرته د دوی يوه لويه برخه مشران د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو ملاتړ کوي.
د ډېرو نورو سیمو خلکو په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو له مشرانو غوښتي چې په عمومي ډول د خلکو او نړيوالو د خوشالۍ او د هېواد د پرمختګ لپاره د نجونو د زده کړو اجازه ورکړي.»
خو زما ویره دا ده چې د نجونو د ښوونځیو د پرانستل کېدو هیلې، د واکدارانو د خپلمنځي تضادونو ښکار نه شي او د تعلیم دا سپینه کوتره چې د څو سیمو په هوا کې وزرې غوړولې دي، بېرته یې د کوم ټوپک میل سینې ته ورسیخ نه شي.