جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهمجاهد: پکتیا کې د نجونو ښوونځيو د خپلسرې پرانيستې په اړه...

مجاهد: پکتیا کې د نجونو ښوونځيو د خپلسرې پرانيستې په اړه څېړنې کوو

تاند:(سې شنبه،د سنبلې پینځلسمه)‏‏ ‏ترهغې وروسته،چې په پکتیا کې د حقانیانو له لوري د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو پرانیستلو په اړه راپورونه خپاره شول، د طالبانو د رژيم وياند ذبيح الله مجاهد په دې اړه غبرګون وښود.

 نوموړي په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دې څېړنې کیږي چې یاد ښوونځي په کومو شرایطو او چا په امر پرانیستل شوي دي.

هغه وویل چې د ښوونځيو پرانیستلو په اړه د پوهنې وزارت لخوا خبر ورکول کیږي.

د طالبانو د رژيم وياند زیاته کړه: «د ښوونځيو درسونه چې پيلیږي هغه به د پوهنې وزارت لخوا اعلان کیږي.دا چې تاسو د پکتیا یادونه وکړه تر څېړنو لاندې ده، بلې په ټولو ولایتونو کې د درسونو یوه اړتیا ده، خو کله چې ان شاءالله اجازه تر لاسه کړه او شرایط ورته برابر شوه د پوهنې وزارت به یې په ټول هیواد کې یو ډول پيل کړي.دا چې په پکتیا ولایت کې د یو مورد یادونه کیږي، دا تر اوسه روښانه نده چې د چا په امر شوي، او څه ډول شرایط چمتو شوي دي او یا څېړنو او تحقیق ته اړتیا سته او کنه، موږ به په دې اړه وروسته معلومات ورکړو.»

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ طالب پرون نن رسنيو ته وویل چې په مرکز ګردېز او څمکنیو ولسوالیو کې د نجونو تر شپږم پورته څلور ښوونځي د خلکو او ښوونځیو د مدیرانو لخوا پرانیستل شوي دي.

د دغه خبر له خپریدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو افغانانو د ښوونځيو د پرانيستلو په اړه د طالبانو د حقانیانو د دغه اقدام هرکلی کړی و.

 تاند ته موثقو سرچینو ویلي،چې طالبانو په نا اعلان شوي ډول په هرات، مزار شريف، بدخشان او يو شمېر نورو نا پښتنو ولايتونو کې د نجونو له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځيو ته د فعالیت اجازه ورکړې ده.

سرچینې زیاتوي،چې طالبانو په پښتنو سيمو کې د نجونو دغه ښوونځي فعاليت ته نه دي پريښي او په نورو برخو کې یې هم زیاته سخت دریځي کړې ده.

5 COMMENTS

  1. کاشکي خويازه پښتنه نه واى ياتاسو ستاسو په کړونو شرميږم پښتانه مودافغانستان دوستانو اودښمنانو ته وشرمول شرميدولو

    • مه دکرزی په مرداري مه دغنی لاپوک په مرداري او مه ددې مذهبی لیونویو جاهلو په کړنو شرمیږه په پښتنو کې ډیر پوهه انسانان هم شته خو دجاهلې ښځې زوی به جاهل او د پوهی ښځې اولاد په پوه وي ! طبعي او مدني حقوق هیڅ مذهب نشي اخیسی که یې اخلي هغه ناپوهه جاهلان دي چې ددین په مانا نه پوهیږي او دین یې له ښوونځي سره څه!

  2. ملامدحسن آخند خو قسم کړی ، ترڅو چې دی ژوندی وي ، نجونې به ښوونځیو ته لاړې نه شي . نو اوس دعا کوئ چې د علم ، معارف ، تعلیم ، تحصیل او پوهې دا د تاریخ بې نظیره دښمن دې خدای تعالی ژر له مونږه واخلي .

    • ملا محمد حسن دې لږ درهبريت کړه وړه اودافغانستان غوندي هيواد چې بډاى فرهنګ لرى دمشر په حيث ناسته ولاړه زده کړي بيا پرښځوخپل ارغندابي بدرنګ کلتور عملي کړي ديوه ملک رهبر او دارغنداب دباغوان دخبرو کولو انداز بايد سره بيل وى

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب