جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد ط-انو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت:تېر کال رسنيو او خبريالانو ته...

د ط-انو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت:تېر کال رسنيو او خبريالانو ته ښه کال و

تاند:(سې شنبه،د سنبلې پینځلسمه)‏‏ د بیان ازادۍ او رسنيو خلاف د طالبانو پر قیوداتو له پراخو نیوکو سره بیا هم د طالبانو څ اطلاعاتو او فرهنګ وزير ملا خیرالله خیرخواه تېر کال د رسنيو او خبريالانو لپاره ښه کال وباله.

نوموړي نن په یوه خبري غونډه کې وويل،چې د یاد وزارت اړوند سلګونه جریبه غصب شوې ځمکې له غصب څخه خلاصې کړې دي.

نوموړي تېر کال د رسنیو لپاره هم ښه یاد کړ، ځکه په خبره یې په دې موده کې هېڅ خبریال د رسنیز فعالیت له کبله نه دی وژل شوی.

هغه دا هم وويل،چې د رسنيو د اقتصادي ستونزو د هوارولو په موخه یې د مالیې وزارت له چارواکو سره خبرې کړي، ترڅو پر رسنیو باندې مالیات کم کړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي یرغل پر وړاندې د جدي مبارزې خبر هم ورکړ او له رسنیو څخه يې په کلکه غوښتنه وکړه، چې خپل نشرات د ملي ګټو په پام کې نیولو سره تنظیم او د داسې خپرونو له نشر څخه دې ډډه وکړي، چې د ژبنيو، سمتي او مذهبي اختلافاتو د رامنځته کېدو سبب ګرځي.

د طالب چارواکو یادې څرګندونې په داسې حال کې دي،چې نیږدې هره ورځ د رسنيو او خبريالانو پر وړاندې په افغانستان کې د نویو شکنجو، سانسور، قيوداتو او هېواد نه د افغان خبریالانو د تبعید کیدو په اړه خبرونه خپریږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب