دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپاکستان افغان نجونو ته د کال ۵سوه تحصیلي بورسونه اعلان کړل

پاکستان افغان نجونو ته د کال ۵سوه تحصیلي بورسونه اعلان کړل

تاند:(سې شنبه،د سنبلې پینځلسمه)‏‏ د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق اعلان وکړ،چې افغانانو ته د دغه هېواد له لوري د علامه اقبال په نوم د تحصیلي بورسونو لړۍ بيا پيل شوه.

د هغه په وينا، دا لړۍ درې کلنه ده،چې د ۱۲میلیارده کلدارو په لګښت پکې څلور نیم زره افغانانو ته په پاکستاني پوهنتونونو کې د زده کړو زمينه برابريږي.

پاکستاني ديپلومات زياته کړې،چې د دغو بورسونو درېيمه برخه به افغان نجونو ته ځانګړې وي.

ويل شوي،چې پاکستان به درې کاله پرله پسې، هر کال د پينځه سوه نجونو په ګډون یو نیم زر افغانانو ته تحصيلي بورسونه ورکړي.

په کابل کې د طالبانو حاکمې ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده،چې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي تړلي او له شرعي محرم پرته ښځینه وو ته له هېواده د باندې د سفر اجازه نه ورکوي.

1 COMMENT

  1. هغه څوک يې چې راته د مجاهد او طالب په نوم وروزل چې په تېر او اوس کې يې زموږ ښوونځي او پوهنتونونه زغملی نه شول او اوس خو ان چې هغه پارک ته تلل يې هم نه شي زغملی، نو له هغوی به موږ څه تمه وکړو چې لا اوس راته نجونې هلته روزي.
    دوی خو له شرعي محرم پرته چا ته اجازه نه ورکوي چې له کوره ووځي، نو دې نجونو ته به څنګه اجازه ورکړي؟
    ښه به دا وي چې دوی لومړی خپل بړېڅی شيخ محمد خالد حنفي وروزي چې اصلاح شي بيا دې دا کړنه تر سره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب