جمعه, اپریل 26, 2024
Home+نرګسیت یا پر ځان مینتوب| شاه محمد بشیر

نرګسیت یا پر ځان مینتوب| شاه محمد بشیر

نارسیسیزم یا نرګسیت چې په پښتو کې ورته ځان خوښونه/ پر ځان مینتوب هم وایي. نرګسیت یوه ارواپوهنیزه مساله او ناروغۍ دی. نرګسیت د نومونې ریښه اسطورو پورې اړه لري. دغه نومونه د انګۍ او نرګس له اسطورې څخه شوې. مخکې له دې چې د نرګسیت د پیدا کېدلو، زیاتېدلو او په اشخاصو کې یې تبارز باندې خبرې وکړو.  د نومونې په اړه یې د انګۍ او نرګس اسطوره په لنډ ډول بیانوو.

د کیسې لنډيز:« په یوناني ادبیاتو کې یوه ښکلې الهه د انګۍ (انګازې) په نوم وه. د دې شهزداګۍ یو بد عادت د ځينو ښځو په شان دا و چې ډېره خبره لوستې وه او د خبرو راز یې ساتلی نشو او د هر چا د خبرو وروستۍ برخه به یې تکراروله. د دې د ډېرو خبرو له امله ارباب الانواع پرې په قهر شول او دا یې له ژبې محرومه کړه. یوازې یې هره وروستۍ خبره تګراروله او نور یې څه نشو ویلای. د انګۍ له دې سزا پرته یوه ورځ په یوه ځوان ور پېښه شوه چې نرګس نومېده. انګۍ نشو کولای چې د خپلې مینې اظهار نرګس ته وکړي، ځکه چې ژبه یې بنده شوې وو. نرګس د ښکار په نیت وتلی و او د خپلو ورکو ملګرو پسې به یې غږ کولو، انګۍ د هغه غږ تکراراوه، نرګس حیران و چې دا څوک ده؟ بالاخره نجلۍ وغوښتل چې هلک( نرګس) په غېږ کې ونیسي؛ خو کبرجن هلک کبر وکړ او له هغې څخه یې ځان لرې کړ. انګۍله دې غمه په ځنګله ننوته، ورکه شوه؛ خو غږ یې د تل لپاره پاتې شو، د ځینو په اند نن هم په غرونو کې د پژواک اواز چې بیرته یې انګازې زموږ غوږونو ته راځي، هماغه انګۍ ده ځواب ورکوي. نرګس چې خپل حسن ته مغرور و، یوازې له انګۍ سره یې دا کړنه ونه کړه، بلکې د نورو نجونو ازار یې هم واخیست او د ټولو ښیراوې ورپسې شوې.بلاخره د انتقام رب النوع دغه ښیراوې قبول کړې او نرګس یې په غم اخته کړ، هغه داسې چې یوه ورځ نرګس غوښتل اوبه وڅښي، کله چې چینې ته ورکوز شو خپل مخ یې پکې ولید، ګومان یې وکړ چې کوم بل څوک دی، بس زړه یې پرې بایلود ، نرګس په خپل عکس مین شو او په ژوند یې اور ولګید، نرګس د خپلې مینې له امله خواریده ااو چغې به یې وهلې، خوارې انګۍ به د هغه چغې تکرارولې او نرګس به ویلې کېده، بالاخره د هماغې چینې په غاړه د عشق له غمه مړ شو، د چینې په غاړه  ګل شین شو چې نرګس نومېږي.( د حماسې رواني څېړنه: ۳۹)

نرګسیت په اړه بېلابېل تعریفونه شوي. نرګسیت هغه ارواپوهنیزه ستونزه دی، چې په هر انسان کې وي. دغه ناروغۍ ځینو کې لږ، متوسطه او ځینو کې بیخي ډېره وي. ځان مینوب په انسانانو کې په مختلفو بڼو ځان ښکاره کوي. له خپلو خبرو سره بې کچې مینه، له جامو، ځان ستاینې/ بل څوک چې دی وستایي، ماشومان( په لاره تګ، کالي، وېښتان…دا ټول د نرګسیت د ښکارکولو نښې دي. په عمومي ډول کله چې نرګسیت اخري/ افراطي حد ته ورسیږي، له نورو سره علاقه نه ښیي، د نورو استعداد ته ارزښت نه ورکوي، د خپل مسلک له خلکو سره ناسالم رقابت کوي، خپل ځان له ټولو لوړ ګڼي، د نورو په ذکاوت سترګې پټوي، د القابو مینه وال وي او پر خپلې ستاینې خوشحالیږي.  که څه هم د ډېرو، ځان ستایل خوښېږي؛ خو په نرګسیت اخته کسان کوښښ کوي، چې هر ځای اوله هرې ممکنې لارې دې د دوی ستاینه وشي. 

نرګسیت اصل کې د انسان له لاشعور څخه پیدا کېږي، هغه غوښتنې، خیالونه او فکرونه چې د سوپرایګو له وجې د انسان لاشعور ته تللي، هغه په انسان کې تبارز کوي.  کله چې انسانان په مختلفو وختونو؛ ماشومتوب، ځوانۍ، غوسې، خوشحالۍ، خپګان… په وخت کې یې اړتیاووې پوره نشي، دسوپرایګو/ ټولنیزو اخلاقو او غوښتنو په اساس د ایګو په مرسته لاشعور ته ټېل وهي/ لېږي. د وخت په تېرېدلو دغه غوښتنه په لاشعور کې کوښښ کوي، چې ځان ښکاره کړي، چې بلاخره په انسان کې د نرګسیت په بڼه ځان ښکاره کوي. د انسان غوښتنې د فروید د ارواپوهنې د نظریې له مخې په درې ډولونو ښکاره او کنترول کېږي. ایډ، ایګو، سوپرایګو. ایډ د انسان هر ډول او بې پایه غوښتنې دي. سوپرایګو د ټولنې د اخلاقي او ټولنیزو غوښتنو په اساس مخته ځي. ایګو بیا د ایډ او سوپرایګو له مخې دغو ته ګوري، ځېنې د سوپرایګو په مرسته ته لاشعور ته لېږي، ځکه د ټولنې له اصولو سره برابرې نه وي.

د نرګسیت اصلي مرجع د انسان داخلي غوښتنې دي، چې په لاشعور کې بندې دي. په ځان مینتوب د ماشومانو په پرتله په لویانو کې ډېرې لیدل کېږي. نرګسیت بېلابېل ډولونه لري. خپله قواره/ څېره خوښېدل، خپل خبرې، ښایست، پیسې، قدرت… خوښېدلو په بڼه وي. 

د نړۍ د ادبیاتو ترڅنګ زموږ په ادب کې هم ډېر ځالې شاعرانو باندې چې نرګسیت زور کړی په خپلو اشعارو کې یې دغه پدیده ښکاره کړې ده. د نرګسیت یو بڼه هم د استاد بهاوالدین مجروع په ځانځاني ښامار کې ښه څرګندیږي، ښار په نرګسیت اخته دی؛ په داسې نرګسیت چې اخري حد یې دی، یعنې منفي/ افراطیت تر سرحده پورې. په ځانځاني ښامار کې ښامار وایي یوازې زه یم. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب