دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: ډېر ژر به د اکسیجن د کمښت ستونزه حل شي

ولسمشر غني: ډېر ژر به د اکسیجن د کمښت ستونزه حل شي

تاند — ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې ډېر ژر به له چین څخه د کورونا ضد ۷۰۰ زره ډوزه واکسین افغانستان ته را ورسېږي.

ښاغلي غني دغه خبره نن شنبه/ د جوزا ۱۵مه/ د عامې روغتیا وزارت له مسؤلینو سره د ناستې پر مهال وکړه او زیاته یې کړه چې په کور دننه او له بهر څخه د اکسیجن اړتیا پوره کولو لپاره هم لازم اقدامات شوي دي او په کمه موده کې به دغې ستونزې ته رسېدنه وشي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د کورونا درېیمې څپې ته په اشارې وویل، د عامې روغتیا وزارت ترڅنګ ټول باید په مسؤلیت منلو کې شریک اوسي او په خبره یې چې د دولت رهبري د همغږۍ او همکارۍ د زیاتوالي لپاره هر وخت مرستې ته تیاری لري.

د ولسمشر غني په خبره چې دولت د ډاکترانو حیثیت، عزت او وقار ساتلو ته ژمن دی او له دوی سره ناوړه چلند کوونکي به تر عدلي او قضایي تعقیب لاندې ونیول شي.

ولسمشر غني داسې مهال د ډاکترانو په وړاندې د ناوړه چلند کوونکو سره د عدلي او قضايي تعقیب خبره کوي چې د عامې روغتیا وزارت سرپرست شکایت کړی چې ځیني خلک له روغتیاپالانو سره ښه چلند نه‌ کوي.

وحید مجروح وړمه شپه په خپل فېس‌ بوک د یوې ښځینه ډاکترې شکایت خپور کړی چې د کابل په محمد علي جناح روغتون کې د یوه کورونايي ناروغ تر مړینې وروسته د مړي خپلوانو ډاکتران سخت وهلي دي.

ارګ وايي د عامې روغیتا سرپرست وزیر له ولسمشر سره په نننۍ ناسته کې وویل چې په روغتونونو کې د اکسیجن کموالي پوره کولو لپاره منظم پلان ترتیب شوی او یو شمېر روغتونونه د اکسیجن مرکزي سیستم سره وصل شوي هم دي. د هغه په خبره چې پاتې روغتونونه به هم وصل شي.

دا څو وروستۍ ورځې په افغانستان کې هره ورځ د شاوخوا یو نیم زر کسانو د کورونا ټسټونه مثبت راووځي او د مړینو کچه هم په ورځني ډول له ۳۰ تنو اوښتې ده.

ورته مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیمې او ګاونډ له هېوادونو د اکسیجن او نورو روغتیایي وسایلو د بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر پرون جمعه/ د جوزا ۱۴مه/ په دغو هېوادونو کې له افغان سفیرانو او جنرال کونسلانو وغوښتل چې د روغتیایي ملاتړ د راجلبولو لپاره هڅې وکړي.

د کورونا درېیمه څپه؛ افغانستان له نورو هېوادونو د مرستې غوښتنه وکړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب