پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهخوست کې وسله والو درې محصلین او دوه پولیس وژلي

خوست کې وسله والو درې محصلین او دوه پولیس وژلي

تاند — د خوست ولایت ځایي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د وسله والو کسانو په دوو جلا بریدونو کې درې محصلین او دوه پولیس وژل شوي او د یوې ښځې په ګډون درې تنه ټپیان دي.

د خوست د امنیه قومندانۍ ویاند نجیب احمد وايي چې لومړۍ پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د صبريو ولسوالۍ د يعقوبيو ښارګوټي ته څېرمه پر یوه موټر د وسله والو د برید له امله رامنځته شوې چې په پایله کې یې درې کسان چې محصلین و وژل شوي او یوه بله ښځه ټپي شوې ده.

د نوموړي په خبره، دویم وسله وال برید بیا نن سهار شاوخوا لس بجې د ټنیو ولسوالۍ په سره کوټ سیمه کې د پولیسو پر رنجر موټر شوی دی چې په نتیجه کې یې دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د نجیب احمد په خبره دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې پوليس د ځنګل وهنې د مخنیوي په موخه د سره کوټ سيمې ته روان و.

تر اوسه د یادو بریدونو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو پولیس وايي چې په دې هکله پلټې پیل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...