ټول انسانان د دې دعوه کوي، چې دوی له خپل هېواد سره مینه لري، ورته قرباني ورکوي او تر وسه- وسه یې خدمت ته مټې نغښتې دي.
ځینې بیا د هېواد په خاطر د سرښندنې تر کچې د خپلې مینې اظهار کوي، خو ښکاره خبره ده، چې یو هېواد په تشو شعارونو نه ابادېږي. هغه څوک چې له خپل هېواد سره واقعي مینه ولري، د خپل هېواد د رنځ دوا کولو ته اقدام کوي. د ستړیا په پلمه له هرڅه لاس اخیستل هم ستونزه نه حلوي.
له هېواد سره مینه یوازې په اظهار او د احساساتو په څرګندولو بسنه نه کوي. له خپل هېواد سره مینه عمل او کار غواړي، له هېواد سره مینه د هېواد سمسورول غواړي. له هېواد سره مینه د یوه غښتلي ملت جوړول غواړي. له هېواد سره مینه په هېواد کې په سوله کې ژوند کول غواړي. له هېواد مینه د یوه او بل منل او له یوه او بل سره په مینه او درناوي ژوند کولو ته وايي.
د کار او زيار د ستر اهمیت تر څنګ انسانان تفريح او رخصتۍ ته هم اړتیا لري. ماشین هم د کار تر څنګ د کنټرولولو، غوړولو او د پرزو د بدلولو لپاره وخت ته اړتيا لري. ماشین هم بې له وقفې کار ته ادامه نه شي ورکولای، نو ځکه انسانان هم تر کار او زیار وروسته د ستړیا ايستلو او د تازه انرژي اخیستلو ته اړتیا لري. که چېرې دا کار ونه کړي، د کار او زيار وړتيا له لاسه ورکوي او له پښو لوېږي.
استراحت، هوساینه او له کار او زیار څخه رخصت په دې مانا نه دي چې یو څوک دې د استراحت په پلمه ټول ژوند ویده او يا رخصت وي. د هېواد جوړول په خپله هېوادوال کولای شي. په دې څه نه کېږي چې ووايو:«اوس به بابا غوښې ډوډۍ راوړي.»
د افغانستان شرایطو ته په پام دېته اړتیا ده، چې حتی د جمعې په ورځو هم دفترونه پرانیستي وي او خلک کار وکړي.
له هېواد سره به د مینې دعوه کوي او بیا به د نورو په واسطه د خپل هېواد جوړول غواړي، په داسې حال کې بې له دې چې د نړيوالو د خندا او تمسخر وړ وګرځي بل څه يې لاس ته نه راځي.
افغانان دې خدای لري، له خپل هېواد سره د سرښندنې تر کچې پورې مينه لري، خو له بده مرغه د جوړولو په چل يې نه پوهېږي او یا يې نه غواړي. که وګورو هره ورځ تر يوې بجې وروسته د فاتحو په پلمه ټولې ادارې له مامورينو تشې وي. په کال کې هر مامور د قانوني رخصت، ضروري او ناروغۍ په نامه پنځوس ورځې رخصت لري.
پر دې سربېره دوه پنځوس ورځې د جمعې ورځې او د پنجشنبی په ورځ له غرمې وروسته رخصت وي. که چېرې يې نيمايي ونیسو ۲۶ ورځې کېږي.
په نوي کال کې یوه اوونۍ، د غويي/ ثور پر اتمه یوه اوونۍ، د شهید اوونۍ، د خپلواکۍ د ورځې په وياړ یوه اوونۍ، د مارچ اتمه، ۲۶ د دلوې، نهم د حوت، لسم د محرم يوه اوونۍ، وړوکی اختر یوه اوونۍ، لوی اختر یوه اوونۍ، د بهرنیو مېلمنو د راتګ له امله کم تر کمه دوه اوونۍ، یوه میاشت روژه او داسې نورې پیښې که سره جمع کړو، د کال د ۳۶۵ ورځو پر ځای ممکن د رخصتيو شمېر څلور سوه ورځې شي.
دې ته وايي له هېواد سره مینه. په اروپا کې ټول سوپر مارکيټونه او ټولې توليدي ادارې او مؤسسې د ورځې درې ټایمه يعنې ۲۴ ساعته کار کوي. هغوی د کار لپاره کافي وخت نه لري، خو موږ د رخصتیو او استراحت له پاره وخت نه لرو. ځکه موږ د ۳۶۵ ورځو پر ځای څلور سوه ورځو ته اړتیا لرو، خو له بده مرغه! کال د ربړ په څېر نه کش کېږي.