جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران د ګډو اقتصادي پروژو...

د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران د ګډو اقتصادي پروژو په هکله خبرې کوي

تاند — د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې د افغانستان او ترکمنستان چارواکي نن شنبه/ د جوزا ۱۵مه/ په هرات ولایت کې د دواړو هیوادونو د ګډو پروژو په هکله خبرې وکړي.

د دغه وزارت له لوري په خپاره شوي بیان کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په دغه ناسته کې د ګډون لپاره هرات ته رسېدلی دی.

ټاکل شوې د دواړو هیوادونو د سکټوري بنسټونو مسؤلین د زیربنايي پروژ، سوداګرۍ، ترانسپورټ د ژر تر ژره تطبیق او پراختیا او د انرژۍ د انتقال ترڅنګ د تپ او تاپي پروژې په هکله بحثونه وکړي.

د هرات ولایت مطبوعاتي دفتر هم ویلي چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر هم د یوه پلاوي په مشرۍ په دغه ناسته کې د ګډون لپاره هرات ولایت ته رسېدلی دی.

افغان چارواکي دغه غونډه د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او په ځانګړي ډول په سیاسي او اقتصادي برخو کې مهمه بولي.

افغانستان او ترکمنستان په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا په هدف ستراتیژیک تړون دوه کاله مخکي لاسلیک کړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې په دغه ناسته کې به د همکاریو تړونونه، د ترانسپورټي او سوداګریزو پروژو د قراردادونو توافقنامې هم لاسلیک شي.

د افغانستان او ترکمنستان تر منځ تر دا مهاله د اوسپنې پټلۍ، نوري فایبر او انرژۍ په برخه کې پروژې پرانیستل شوي دي.

2 COMMENTS

  1. خبر لوستې اصطلاح پښتو کې نشته لطفا خبرلوڅې ولیکۍ او اظطلاحات مه تحریفوۍ

  2. رودوال صاحب تاسې ځان ته هم پام دی چې په یوه کرښه کې دې څلور غلطۍ کړي دي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب